ټرمپ وايي ملګرو ملتونو ته پیسې ور کوي چې د فعالیت جوګه شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې متحده ایالات به ملګرو ملتونو ته مالي مرسته ورکړي چې دغه سازمان پیاوړی او د فعالیت وړ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې متحده ایالات به ملګرو ملتونو ته مالي مرسته ورکړي چې دغه سازمان پیاوړی او د فعالیت وړ شي.

امریکا د ملګرو ملتونو د بودجې تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی، خو د ټرمپ د ادارې پر مهال یې د منظمې بودجې لازمي ونډې نه دي ورکړې او همدارنګه یې هغو ادارو ته چې خپلواکې بودجې لري، داوطلبانه مرستې کمې کړې دي.
ټرمپ وویل: «موږ به ملګري ملتونه پیاوړي کړو. ډاډ به ترلاسه کړو چې د هغوی تاسیسات ښه وي. هغوی مرستې ته اړتیا لري. موږ به له مالي پلوه ورسره مرسته وکړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه د فعالیت وړ وي».
هغه زیاته کړه: «زما په اند ملګري ملتونه لوی ظرفیت لري، رښتیا هم لوی ظرفیت لري. خو تر اوسه یې خپل هغه ظرفیت نه دی پوره کړی».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ لومړۍ غونډې ته وویل چې د غزې د بیارغونې صندوق لپاره ۷ میلیارده ډالر مرسته راټوله شوې ده. دغه صندوق غواړي د وسله والو له بې وسلې کولو وروسته غزه بیا ورغوي.
د غزې د سولې بورډ لومړۍ غونډه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې پیل شوه. ټرمپ وویل، چې له ایران سره "معنا لرونکې معاملې" ته رسیدل اړین دي، که نه نو "بدې پېښې" پېښېدای شي.
په غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټیکر او د نړۍ نورو مشرانو ګډون درلود.
په غونډه کې په خپله وینا کې، ټرمپ په غزه او ایران کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر د اوربند تړون ستاینه وکړه، چې په اکتوبر کې تطبیق شو او ادعا یې وکړه چې په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده.
هغه روان تاوتریخوالی د کوچنیو پېښو په توګه تشریح کړ او زیاته یې کړه، چې هغه باور لري حماس به «خپلې وسلې په ځمکه ږدي»، او ویې ویل چې بې وسلې کول د حماس او اسراییل ترمنځ د خنډ یوه لویه نقطه پاتې ده.
ټرمپ وویل: «که دوی دا کار ونه کړي، نو له دوی سره به ډیر بد چلند وشي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په ګډه کار کوو چې د غزې، منځني ختیځ او ټولې نړۍ لپاره روښانه راتلونکې ډاډمنه کړو.»
هغه له تهران سره د واشنګټن د وروستیو خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې سټیو ویټیکاف او جیریډ کوشنر له ایراني استازو سره ښې اړیکې لري.
هغه وویل: «دا په تیرو کلونو کې ثابته شوې، چې له ایران سره یوې معنا لرونکې موافقې ته رسیدل اسانه نه دي. موږ باید یوې معنا لرونکې موافقې ته ورسیږو، که نه نو بدې پېښې به وشي.»
د کینیا د ملي استخباراتو د خدمتونو یو رپوټ ښيي چې له زرو ډېر کینیايي وګړي د اوکراین پرضد جګړې لپاره د روسي ځواکونو لیکو ته جذب شوي دی. دغو کسانو ته د میاشتې ۲،۷۱۵ ډالره معاش او څه کم ۱۰ زره ډالره اضافي پیسې منل شوې دي.
په نیروبي کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې مسکو دې کینیايان په ناقانونه ډول جذب کړي وي، خو ویې ویل چې بهرني وګړي کولای شي په خپله خوښه د روسیې له وسلهوالو ځواکونو سره یوځای شي.
رپوټ وایي چې جذب کوونکو پخواني سرتېري، پولیس او بېکاره کسان په نښه کړي او ژمنه یې ورسره کړې چې میاشتنی ۳۵۰ زره شیلینګ (۲,۷۱۵ ډالر) معاش او تر ۱،۲ میلیونه شیلینګ (۹,۳۰۹ ډالر) پورې بونس به ترلاسه کړي.
د پارلمان یوه مشر وویل: «تر اوسه له زرو ډېر کینیايان جذب شوي او د روسیې-اوکراین جګړې ته تللي دي».
کینیا په نومبر کې ویلي وو چې له ۲۰۰ څخه ډېر وګړي یې د روسیې په ګټه په اوکراین کې جنګېږي.
په همدې میاشت کې اوکراین اعلان وکړ چې د افریقايي هېوادونو شاوخوا ۱,۴۰۰ تنه اتباع د روسیې ترڅنګ جنګېږي.
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې، ۸۹ کینیايان د اوکراین په لومړۍ کرښه کې وو، ۳۹ تنه روغتون کې بستر وو او ۲۸ تنه لادرکه ګڼل شويدي.
رپوټ وایي چې جذب شوي کسان لومړی د سیاحتي ویزو په وسیله له کینیا څخه وتلي او د ترکیې یا متحده عربي اماراتو له لارې روسیې ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اندېښنه ښودلې، چې په سوډان کې روان تاوتریخوالی د ماشومانو ژوند ګواښي. یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په سوډان کې د وروستي ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي دي.
یونېسف د سوډان له حکومت او د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. تر دې وړاندې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي و، چې د سوډان په مرکزي کوردوفان سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
یاده سیمه دا مهال د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو تر ولکې لاندې ده. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.
په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بېځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په زندانونو کې د ښځو د ساتنې او د هغوی پر وړاندې د جرمونو کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. یاد سازمان ویلي، چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۷۴۰زره زیاتې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي او له ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د ښځو د مقام کمېسیون د ۷۰مې غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په جزایي سیسټمونو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغوی خبرداری ورکړی، چې له ازادۍ څخه د بېبرخو ښځو لپاره عدالت، امنیت او انساني کرامت ته لاسرسی خورا لږ دی. د ملګرو ملتونو په وینا؛ دا مهال د نړۍ د زندانیانو له ټول نفوس څخه شاوخوا ۷ سلنه یې ښځې جوړوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او د زیاتوالي چټکتیا یې نږدې د نارینهو پرتله درې برابره ده. د دغه شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱۹زره ماشومان هم له خپلو مېندو سره په زندانونو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «ډېری ښځې د بېوزلۍ، جریمې یا ضمانت ورکولو د نشتوالي او د نشهيي توکو اړوندو قضیو له امله بندیانې کېږي». دوی وایي، چې په زندانونو کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له نورو ګواښونو سره هم مخ دي؛ په ځانګړې توګه جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، ګڼه ګوڼه او نور شرایط چې ښایي د ناوړه چلند یا شکنجې سره برابر وي. هغوی ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید په زندانونو او نورو توقیف ځایونو کې د ښځو امنیت تضمین کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له "العربیه" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي».
همدارنګه لاوروف زیاته کړې: «ایران د سولهییزو موخو غني کولو حق لري. تهران چمتو دی چې د غني کولو کچه د سولهییزو موخو لپاره اړینې کچې ته راټیټه کړي».
د روسیې دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس ادارې له پلټونکو سره به ایران مرسته وکړي».