
سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت ۴۲۰ کارکوونکي په کور کښېنولي دي. ګوښه شوي کارکوونکي وايي، چې ددوی تر واک لاندې درملتونونه د طالبانو اړوند چارواکو د کورنیو غړو او خپلوانو ته ورکړل شوي دي.
د سرچینې په وینا، له ټولو ۴۶۰ کارکوونکو څخه د یاد شرکت د رییس په ګډون ۴۰ کارکوونکي په دې شرکت کې پاتې دي، نور ټول له دندو لرې شوي دي.
طالبانو د دغو کارکوونکو درملتونونه ترې اخیستي او بولۍ ته یې ورکړي، خو خپله دوی په بولۍ کې د ګډون اجازه نه لري.
دغه کارکوونکي وایي چې ډېری کارکوونکو درملتونونه په خپل شخصي لګښت جوړ کړي دي او طالبان یې د لګښت پیسې هم نه ورکوي.
ددوی په وینا، پر هر درملتون اته سوه زره یا یو میلیون افغانۍ مصرف شوې، خو طالبانو ورته ویلي چې دا دولتي پیسې دي او دولت ته وقف شوې.
ګوښه شوي کارکوونکي شکایت کوي، چې طالبان دغه درملتونونه خپلو قوماندانانو ته ورکوي او بولۍ هسې نمایشي کار دی. یو تن وویل، « په ننګرهار کې یوه دواخانه یوه طالب لوګري او بله هم قاري محمد رهبر ته ورکړل شوې، چی دملا نیک محمد رهبر وراره دی».
دغه کارکوونکي وایي چې همدا بهیر روان دی او د بلخ حوزوي روغتون درملتونونه هم یو طالب چارواکي نیولي دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خوریې چې نور الله نومیږي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې څلور درملتونونه، یوه هم وزیر محمد اکبر خان روغتون کې، بل هم په هرات حوزوي روغتون کې په واک کې اخېستي دي.
هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نه معلومات واخلو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.