
په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۸۰ تنه افغانان لا هم جرمني ته د تګ په تمه دي. د تېر کال په ډسمبر کې د جرمني فدرالي حکومت له ۶۵۰ زیاتو کسانو څخه د منلو ژمنه بېرته واخیسته. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له امنیتي پلټنو د وتلو او منل شويو افغانانو د لېږد لپاره به زر پلان جوړ شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ټاګیس شپیګل ته ویلي، چې دا مهال په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۳۰ افغانان د منلو فدرالي پروګرام په چوکاټ کې او نږدې ۵۰ پخواني ځايي همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته د سفر په تمه دي.
د وزارت په وینا، د هغو کسانو لپاره چې د منلو پاڼه او امنیتي څېړنه یې مثبتې پایلې ولري، «د انتقال پلان ژر جوړیږي».
ویاندې زیاته کړه: «شمېرې بدلېدونکې دي او د روانو اداري بهیرونو او حتا د اداري محکمو د پرېکړو له امله هره ورځ بدلېدای شي».
د جرمني فدرالي حکومت د ډسمبر په میاشت کې له ۶۵۰ څخه زیاتو افغان ښځو او سړیو ته خبر ورکړ چې جرمني به نور هغوی ونه مني. دا پرېکړه د هغو کسانو په اړه وه چې د بشري حقونو په نوملړ کې وو، یا د «انتقالي پروګرام» برخه ول.
له دې پرېکړې سره یو ځای، هغوی ته دا وړاندیز هم وشو چې که بېرته افغانستان ته ستنېږي یا بل هېواد ته ځي، مالي او لوژستیکي مرسته به ورسره وشي. د دغو کسانو لپاره پخوانۍ مرستې لکه په مېلمستونونو کې استوګنه به پای ته ورسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه هم په اسلاماباد کې پر مېشتو کسانو او هم هغو کډوالو تطبیقېږي چې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.