• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۶کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د کراچۍ ښار سولایډر بازار سیمه کې د یوه کور دننه د ګاز ډبې چاودنې له امله لږترلږه ۶ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د ګل رعنا کالونۍ په سیمه کې شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات پیل شوي او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰
ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په زندانونو کې د ښځو د ساتنې او د هغوی پر وړاندې د جرمونو کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. یاد سازمان ویلي، چې اوس‌مهال په نړۍ کې تر ۷۴۰زره زیاتې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي او له ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د ښځو د مقام کمېسیون د ۷۰مې غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په جزایي سیسټمونو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې له ازادۍ څخه د بې‌برخو ښځو لپاره عدالت، امنیت او انساني کرامت ته لاسرسی خورا لږ دی. د ملګرو ملتونو په وینا؛ دا مهال د نړۍ د زندانیانو له ټول نفوس څخه شاوخوا ۷ سلنه یې ښځې جوړوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او د زیاتوالي چټکتیا یې نږدې د نارینه‌و پرتله درې برابره ده. د دغه شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱۹زره ماشومان هم له خپلو مېندو سره په زندانونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «ډېری ښځې د بې‌وزلۍ، جریمې یا ضمانت ورکولو د نشتوالي او د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو له امله بندیانې کېږي». دوی وایي، چې په زندانونو کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له نورو ګواښونو سره هم مخ دي؛ په ځانګړې توګه جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، ګڼه ګوڼه او نور شرایط چې ښایي د ناوړه چلند یا شکنجې سره برابر وي. هغوی ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید په زندانونو او نورو توقیف ځایونو کې د ښځو امنیت تضمین کړي.

سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰
سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له "العربیه" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي».

همدارنګه لاوروف زیاته کړې: «ایران د سوله‌ییزو موخو غني کولو حق لري. تهران چمتو دی چې د غني کولو کچه د سوله‌ییزو موخو لپاره اړینې کچې ته راټیټه کړي».

د روسیې دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس ادارې له پلټونکو سره به ایران مرسته وکړي».

رویټرز: امریکا به په سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول د کب تر ۲۵مې بشپړ کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰
رویټرز: امریکا به په سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول د کب تر ۲۵مې بشپړ کړي
100%

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران د وضعیت په اړه د وروستیو پرمختګونو راپور ورکړی دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تمه کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي له امریکايي مرکچیانو سره د سې‌شنبې د ورځې له لیدنې را وروسته د هغو موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول وسپاري، چې ډونالډ ټرمپ پرې ټینګار لري. ویل کېږي، چې د دغو وړاندیزونو موخه د ایران او امریکا ترمنځ له مخامخ ټکر او شخړې څخه مخنیوی دی.

دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د وضعیت په خونه کې جوړه شوې وه، اعلان وشو چې ټول هغه پوځي ځواکونه چې سیمې ته استول شوي دي، باید د مارچ میاشتې تر نیمايي یعنې د کب تر ۲۵مې نېټې پورې په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې بشپړ ځای پر ځای شوي وي.

یادې سرچینې رویټرز ته دا هم ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د فبرورۍ په ۲۸مه چې د کب له لسمې نېټې سره برابره ده اسراییل ته سفر وکړي، څو له بنیامین نتنیاهو سره وګوري او د ایران په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

وای‌نټ: تهران د امریکا د احتمالي برید په صورت کې له حزب‌الله څخه د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰
وای‌نټ: تهران د امریکا د احتمالي برید په صورت کې له حزب‌الله څخه د همکارۍ غوښتنه کړې
100%

اسراییلي رسنۍ «وای‌نټ» راپور ورکړی، چې ایران پر حزب‌الله فشار راوړی ترڅو د امریکا د احتمالي برید په صورت کې جګړې ته ورګډ شي.

د یادې رسنۍ د راپور له‌مخې، اسراییل «بدلونونه په دقت سره څاري» او «حزب‌الله ته یې څرګند خبرداری ورکړی چې که د مداخلې پرېکړه وکړي، دا ځل به له خورا دردوونکي ګوزار سره مخ شي».

په یاد راپور کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د حزب‌الله د احتمالي مداخلې لپاره زیان اړونکی پلان چمتو کړی دی.

وای‌نټ لیکلي، چې اسراییل پر ایران د امریکا د برید پرمهال له تهران سره د نورو ډلو سره د احتمالي جګړې لپاره ځان چمتو کوي.

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه باسي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۰
وال‌سټریټ ژورنال: امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه باسي
100%

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي وال‌سټریټ ژورنال ته تایید کړې، چې امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.

وال‌سټریټ ژورنال د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې امریکا په سوریه کې مېشت خپل شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېرې باسي.

دغه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي: «امریکايي ځواکونه چمتو دي چې په سیمه کې د داعش هر ډول ګواښونو ته ځواب ووايي، په داسې حال کې چې موږ د یادې ترهګري شبکې د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي لپاره د خپلو متحدینو د هڅو ملاتړ کوو».

یاد چارواکي ویلي، چې په سوریه کې په لوی شمېر د امریکايي ځواکونو شتون ته نوره اړتیا نشته.

یاد چارواکي زیاته کړې: «د سوریې حکومت لېوالتیا ښودلې، چې په خپلو پولو کې د ترهګریزو ګواښونو پروړاندې د مبارزې اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا پوځ ویلي و چې دوی په سوریه کې له یوې ستراتیژیکې اډې څخه د وتلو لړۍ بشپړه کړې او اډه یې سوریايي ځواکونو ته سپارلې ده.