د پاکستان دفاع وزیر: که طالبان وسله‌وال مهار نه‌کړي، پر افغانستان به بیا برید وکړو

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې مېشت وسله‌وال مهار کړي. هغه ویلي، که طالبان د دغه ډلو پر ضد اقدام ونه کړي؛ نو پاکستان به په افغانستان کې له نورو هوايي بریدونو ډډه ونه کړي.