• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وای‌نټ: ټرمپ چمتو دی چې ډېر ژر پر ایران لوی پوځي برید وکړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۰

اسراییلي رسنۍ وای‌نټ د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، وروسته له هغه چې تهران په اټومي مذاکراتو کې د واشنګټن غوښتنې ونه‌منلې، ټرمپ چمتو دی چې ډېر ژر پر ایران پراخ پوځي برید وکړي.

د ټرمپ د ادارې چارواکي په دې باور دي، چې ایراني چارواکي د وخت په ضایع کولو سره غواړي امریکا تېر باسي.
یادې رسنۍ ټینګار کړی، چې په اسراییل کې داسې انګېرنه موجوده ده چې برخلیک ټاکونکې شېبه نږدې شوې ده.
د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ، پر ایران د امریکا د پوځي اقدام وخت نږدې شوی او ښايي د امریکا له‌خوا په راتلوونکو څو ورځو کې پوځي اقدام وشي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: امریکا به په سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول د کب تر ۲۵مې بشپړ کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰
رویټرز: امریکا به په سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول د کب تر ۲۵مې بشپړ کړي
100%

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران د وضعیت په اړه د وروستیو پرمختګونو راپور ورکړی دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تمه کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي له امریکايي مرکچیانو سره د سې‌شنبې د ورځې له لیدنې را وروسته د هغو موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول وسپاري، چې ډونالډ ټرمپ پرې ټینګار لري. ویل کېږي، چې د دغو وړاندیزونو موخه د ایران او امریکا ترمنځ له مخامخ ټکر او شخړې څخه مخنیوی دی.

دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د وضعیت په خونه کې جوړه شوې وه، اعلان وشو چې ټول هغه پوځي ځواکونه چې سیمې ته استول شوي دي، باید د مارچ میاشتې تر نیمايي یعنې د کب تر ۲۵مې نېټې پورې په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې بشپړ ځای پر ځای شوي وي.

یادې سرچینې رویټرز ته دا هم ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د فبرورۍ په ۲۸مه چې د کب له لسمې نېټې سره برابره ده اسراییل ته سفر وکړي، څو له بنیامین نتنیاهو سره وګوري او د ایران په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

طالبانو د روژې پر لومړۍ ورځ په دریو ولایتونو کې ۱۳ کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰
طالبانو د روژې پر لومړۍ ورځ په دریو ولایتونو کې ۱۳ کسان په دُرو وهلي دي
100%

طالبانو نن چارشنبه د روژې پر لومړۍ ورځ، په کابل، بلخ، غور او پروان ولایتونو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل کې ۵ کسان «د قماربازۍ په جرم او يو کس د لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ابتداییه محاکمو پنځه مجرمين په شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۱۵ - ۱۵ دُرو او يو متهم په ۲۹ دُرو سزا محکوم کړی دی.

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰
رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې
100%

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰
طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۰
تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۶۵۱وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.