• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړی وزیر: راتلونکې اونۍ چین ته په سفر کې اقتصادي او سیاسي همکارۍ څېړو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېښ مېرڅ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکې اونۍ کې به چین ته د خپل سفر پر مهال له دې هېواد سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي.

مېرڅ د چهارشنبې په ورځ د خپل ګوند په یوې غونډه کې وویل: «زما هدف دا دی چې له چین سره د اروپا د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړم». هغه زیاته کړه: «موږ ستراتیژیکه علاقه لرو چې په نړۍ کې داسې شریکان پیدا کړو چې لکه موږ فکر کوي، لکه موږ عمل کوي او په ځانګړې توګه تیار وي چې راتلونکې په ګډه جوړه کړو، څو زموږ هېواد د سوکالۍ او لوړ ټولنیز امنیت په کچه پاتې شي».

د جرمني لومړي وزیر همدارنګه ټینګار وکړ، چې بهرنی سیاست او اقتصادي سیاست نور نه‌شي کولای جلا پاتې شي. هغه د امریکا د تعرفه‌يي سیاست په اړه وویل: «که امریکایان باور لري، چې د خپلو تعرفو په وسیله باید په نړۍ کې نفوذ وکړي او که دوی فکر کوي تعرفې له کورنیو مالیاتو څخه مهمې دي، دا بیا هغه پرېکړه ده، چې امریکایان یې حق لري، خو دا زموږ سیاست نه‌دی».

مېرڅ خبرداری ورکړ، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومتي تعرفو فشارونه د متحدینو اړیکې ازمویلي او دوه اړخیزې سوداګري یې ګواښلې او د جرمني اقتصاد ته چې لا له مخکې له ستونزو سره مخ دی، نور زیان اړوي. د نوموړي په خبره: «تاسو کولای شئ دا کار وکړئ، خو موږ به یې ملاتړ ونه‌کړو. او که تاسو زیات فشار راوړئ، موږ اروپایان حتمي وس لرو چې له ځان څخه دفاع وکړو او دا توان هم لرو».

د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې اروپایانو ښودلې چې په بحراني شرایطو کې، لکه د ګرینلنډ وروستیو شخړو په څېر، کولای شي متحد عمل وکړي، او خبرداری یې ورکړ، که واشنګټن بیا تعرفې زیاتې کړي، نو اروپایي ټولنه به هم غبرګون وښيي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۴
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۵

کارپوه: په افغانستان کې عیسویان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي