• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له افغان لوبډلې سره مخه ښه وکړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۰

جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه.

د نوموړي په روزنه کې افغان لوبډله په ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړۍوال جام کې تر بل هر وخت ډېره وځلېدله.

د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز کرېکټ نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د ټراټ تر مشرۍ لاندې په لومړي ځل د انګلستان او پاکستان ملي لوبډلو ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د یوه نړۍوال جام په جدول کې شپږم ځای خپل کړ.

همدارنګه افغان لوبډله د جانټن ټراټ تر مشرۍ لاندې په ۲۰۲۴ کال کې د شل اوریز نړۍوال جام تر نیمه پایلوبې ورسېده، دا نو لومړۍ ځل و، چې افغان لوبډله په نړۍوال جام کې دومره ستر پرمختګ کوي.

افغان لوبډلې د یاد نړۍوال جام د سیالیو پر مهال په لومړي ځل د نړۍ سترو لوبډلو استرالیا او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړۍ حیرانه کړه او داسې انګېرل کېده، چې افغان لوبډله به د نړۍوال جام پایلوبې ته لاره ومومي، خو په هغه نړۍوال جام کې له افغان لوبډلې سره بخت یاري ونه‌کړه او په نیمه پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

خو د جانټن ټراټ تر روزنې لاندې د افغان لوبډلې د پرمختګ له امله دغه انګلستاني روزونکي د میلیونونو افغان کرېکټ مینه‌والو پام ځان ته واړوه او ځان یې د ټولو د خوښې روزونکي په توګه بریالی ثابت کړ.

افغان لوبډلې د ټراټ تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال جام کې له بریالي سفر وروسته په لومړي ځل له سویلي افریقا څخه د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله او دا بریا نو د افغان کرېکټ په تاریخ کې د یوه زرین باب په توګه ثبت شوه، ځکه افغان لوبډلې تر دې وړاندې له داسې پیاوړې لوبډلې څخه د لوبو لړۍ نه‌وه ګټلې.

د راپورونو له‌مخې، افغان لوبډلې د جانټن ټراټ تر روزنې لاندې ۴۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې له دې ډلې یې ۲۸ یې ګټلي، ۱۸ یې بایللې او دوه یې هم مساوي کړي او په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې بریا ۵۸ سلنه وه.

همدارنګه د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې ۴۲ یو ورځنۍ لوبې تر سره کړي، چې له دې ډلې یې ۱۸ ګټلي، ۲۲ یې بایللي او ۲ یې مساوي کړې دي. د ټراټ په مشرۍ افغان لوبډلې پنځه ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې له دې ډلې یې یوه ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

د جانټن ټراټ روزنه تر ډېره د افغان لوبډلې لپاره ښه تمامه شوې او د افغان لوبډلې تکره پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ او رحمان‌الله ګربز هم د نوموړي د روزنې پایله ده، چې دواړه په ډېره کمه موده کې د نړۍ په کچه بریالي لوبغاړي ثابت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ابراهیم ځدراڼ نن په ۲۰۲۶ نړۍوال جام کې د کاناډا پر وړاندې د افغانستان په وروستۍ لوبه کې ۹۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، خو نوموړي خپله دغه جایزه د لوبډلې روزونکي جانټن ټراټ ته ډالۍ کړه.

جانټن ټراټ په روان نړۍوال جام کې د افغانستان د سفر د پای او خپلې کاري مودې د ختمېدو پر مهال یوه خبر کنفرانس راڅرګند شو او له لوبډلې سره د خدای پامانۍ پر مهال خفه ښکارېده.

نوموړي له افغان لوبډلې سره د یوځای کېدو او د لوبډلې د پرمختګونه په اړه ویلي: «ما افغان لوبغاړي په لومړي ځل په اېرلنډ کې ولېدل، دوی ډېر ځیرک، خواریکښ او مسلکي لوبغاړي و، زه په یاده لرم، چې په لومړۍ ورځ مې رحمان‌الله ګربز، راشد خان، مجیب‌الرحمن او نور لوبغاړي ولېدل، دوی خورا ښه استعدادونه لري. دوی خام استعدادونه و، ومې غوښتل له دوی سره کار وکړم او زما کار ښه پایله ولري نن دوی ښه لوبیږي. دوی اوس د لویو لوبډلو د ماتولو وړتیا لري او خلک تمه لري، چې موږ په هر جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېږو».

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جانټن ټراټ د خدمتونو، د افغان لوبډلې او افغان کرېکټ پرمختګ ته د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او مسلکي چلند ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

افغانستان له کاناډا څخه لوبه وګټله او ورسره یې په نړۍوال جام کې سفر هم پای ته ورسېد

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰

افغان اتلانو د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په ګروپي سیالیو کې له کاناډا څخه د ۸۲ منډو په توپیر لوبه وګټله او ورسره یې په روان نړۍوال جام کې سفر هم پای ته ورسېد.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د سلواغې ۳۰مه) د نړۍوال جام په ګروپي سیالیو کې د کاناډا پر وړاندې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د ننۍ لوبې پچه کاناډا وګټله او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د ۹۵ منډو په مرسته د کاناډا لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۲۰۱ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په دویمه برخه کې بیا محمد نبي غوره توپ اچوونه نندارې ته وړاندې کړه او په څلورو اورونو کې یې د کاناډا څلور لوبغاړي د سیالۍ له ډګره بهر کړل.

د افغان لوبډلې د غوره توپ اچونې په مقابل کې د کاناډا لوبډلې په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه د ۸۲ منډو په توپير د افغان لوبډلې په ګټه پایته ورسېده.

دا د ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه وه.

افغان لوبډلې په روان نړۍوال جام کې څلور لوبې ترسره کړې، چې دوه لوبې یې سویلي افریقا او نیوزلینډ ته وبایللې او دوه لوبې یې بیا له کاناډا او متحده عربي امارات څخه وګټلې.

په نړۍوال جام کې وروستۍ لوبه؛ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د کاناډا پر وړاندې لوبه کوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپلې څلورمې او وروستۍ لوبه کې نن د کاناډا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. افغان لوبډله په دغه سیالیو کې د لږو امتیازونو په لرلو سره په نړۍوال جام کې خپل سفر پای ته رسوي.

د افغانستان او کاناډا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه لوبه نن پنجشنبه د کابل په وخت د ماښام په ۶بجو د هند په چنای لوبغالي کې پیلېږي. تېره ورځ د کاناډا پر وړاندې د نیوزېلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په بریا سره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شل‌اوریز نړۍوال جام له سیالیو بهر شوه.

نیوزیلنډ د دغه سیالیو د څلورم ګروپ په خپلې وروستۍ لوبه کې کاناډا ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو له څلورمې ډلې څخه سویلي افریقا د ۴ بریاوو او ۸ امتیازونو په ترلاسه کولو د خپل ګروپ لومړی او نیوزېلنډ لوبډلې د درېیو بریاوو او ۶ امتیازونو په ترلاسه کولو د خپلې ډلې دویم ځای خپل کړی.

له دغه جدول څخه سویلي افریقا او نیوزېلنډ لوبډلو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې، افغانستان، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلې د مخ ته تګ څخه پاتې شوې.

په پاکستان کې د علین تکواندو افغان لوبډلې د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو ۱۳ مډالونه وګټل

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د افغان علین تکواندو لوبډله د ۲۰۲۶کال د پاکستان د زده‌کوونکو ملي سیالیو په درېیم پړاو کې ښه ځلېدلې او ۱۳ بېلابېل مډالونه یې ګټلي دي. دغه سیالي د ۲۰۲۶کال (د فبرورۍ له ۱۳مې تر ۱۶مې) پورې په اسلام‌اباد کې د تکواندو په ګډون په بېلابېلو لوبو کې ترسره شوې.

علین تکواندو لوبډله د احمد مصطفی علین تر روزنې لاندې د شته ستونزو او محدودیتونو سره، سره د اسلام‌اباد د نړۍوال ساینس ښووځي په همکارۍ وتوانېده، په دغه سیالیو کې برخه واخلي.

د لوبډلې روزنکی احمد مصطفی علین وایي، افغان کډوال تنکي او کوچني لوبغاړي چې په دغه سیالیو کې یې د رسمي ګډون حق نه‌لرلو د سیالیو د تنظیموونکې کمېټې په همکارۍ او د یاد ښوونځي په ملاتړ وکولای شول، په دغه ډګر کې ښه وځلېږي.

د تکواندو په برخه کې د ټول پاکستان په ګډون ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی و. د علین لوبډلې ۴ د سرو زرو، ۴ د سپينو زرو او ۵ د برونزو مډالونو په ګټولو سره د جدول درېیم ځای خپل کړ. دغه لاسته راوړنه د افغان تنکیو لوبغاړو د لوړې وړتیا او ظرفیت څرګندونه کوي.

په مونیخ کې چټک ناک‌اوټ؛ افغان لوبغاړي فیاض حق‌پرست خپل سیال ته په ۱۷ ثانیو کې ماتې ورکړه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د رزمي لوبو (MMA) لوبغاړي فیاض حق پرست د «We Love MMA» سازمان د سیالیو په ۸۵م پړاو کې د لومړۍ پاڼۍ په ۱۷مه ثانیه کې د صربستان زلتان سېګیدي ته ماتې ورکړه. دغه لوبه د جرمني په مونیخ کې ترسره شوه او ټاکل شوې وه، چې تر درېیمې پاڼۍ پورې دوام وکړي.

دغه لوبه د فیاض حق پرست له‌خوا له یوې سختې ضربې سره پیل شوه، هغه ضربه چې د صربستان لوبغاړي خپل توازن له لاسه ورکړ او وروسته یې زنګون سخت ټپي شو. لوبڅار د سېګیډي وضعیت ته په کتو په هماغه لومړیو ثانیو کې لوبه ودروله.

د یادې لوبې پایله لاهم په مشهورې وېب‌پاڼه تاپولوژي کې د فیاض حق پرست په ګټه د تخنیکي ناک‌اوټ (TKO) په توګه ثبت شوې ده. ۲۴کلن افغان لوبغاړی فیاض حق پرست چې په جرمني کې ژوند کوي، د اماتور ۱۰ لوبې یې کړې او ټولې یې ګټلې دي.

تر دغه لوبې وړاندې نوموړي د MMA په ​​مسلکي څانګه کې یوه بریا لرله او له یادې بریا سره هغه خپله دویمه مسلکي بریا هم ونمانځله. له بل پلوه د صربستان تجربه لرونکي لوبغاړي زلتان سېګیدي په ۲۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې ۵ یې ګټلې او ۱۵ یې بایللې وې. له دې ماتې سره هغه خپله ۱۶مه مسلکي ماتې هم تجربه کړه.

100%
100%

د افغانستان ملي لوبغاړي له يو کال وروسته خپله کلنۍ مرسته ترلاسه کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د بدني روزنې ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره به د افغانستان ملي لوبغاړو ته د هغوی کلنۍ مرسته ورکړي. د يادې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، ۳۲۶۸ تنه ملي لوبغاړي له يو کال ځنډ وروسته هر يو ۱۳۲۰۰ افغانۍ د کلنۍ مرستې په توګه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې هر ملي لوبغاړی هر کال ۱۳۲۰۰ افغانۍ چې شاوخوا ۲۰۷ امريکايي ډالرو سره برابرېږي، ترلاسه کوي. په وروستيو کلونو کې دا کلنۍ مرسته هر کال د رسمي مراسمو په ترڅ کې وېشل کېږي؛ هغه موضوع چې تل د لوبغاړو له لوري له ګڼو پوښتنو او اندېښنو سره مل پاتې شوې ده.

د سږکال د کلنۍ مرستې د وېش په مراسمو کې په لومړۍ ورځ د اورېدلو له نعمت څخه د بې‌برخې ملي لوبډلې، د کښتۍ چلولو او د تکواندو (ITF) ملي لوبډلو لوبغاړو خپلې پيسې تر لاسه کړې. د بدني روزنې ادارې ويلي دي، چې د نورو ورزشي څانګو ملي لوبغاړو ته به هم د کلنۍ مرستې د ورکړې بهير روان وساتل شي.

د ورزش مسوولينو د دغو مراسمو د پيل پر مهال له لوبغاړو سره د پرله‌پسې ملاتړ ژمنه وکړه؛ خو ګڼ کسان په دې باور دي چې په کال کې ۱۳۲۰۰افغانۍ د هېواد د ورزش پر بهير او په ځانګړي ډول د لوبغاړو پر ودې او پرمختګ کوم د پام وړ اغېز نه لري.

اوسمهال کلنۍ مرسته د رسمي غونډو په ترڅ کې ورکول کېږي؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم د دغو پيسو ورکړه له ګڼو پوښتنو او لانجو سره مل وه او يو شمېر لوبغاړو ان په ځينو فدراسيونونو کې د خيالي ملي لوبغاړو د موجوديت خبره هم کوله.

د بدني روزنې ادارې د ورکړل شويو شمېرو له‌مخې، ملي لوبغاړو ته د ورکړې وړ ټوله اندازه ۴۳ ميليونه او ۱۳۷ زره او ۶۰۰ افغانيو ته رسېږي؛ هغه اندازه چې يادې ادارې ځان د هغې ورکړې ته ژمن بللی دی.