سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د هلمند د امربالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د دغه ولایت د والي د مرستیال په مشرۍ، له سلمانانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره د ږیرې خرېیلو د مخنیوي په اړه ناسته کړې ده.
یو شمېر هغو سلمانانو چې په یاده ناسته کې یې برخه اخیستې وه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې د ږیرو خرېیلو په صورت کې به ورته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شي.
یو سلمان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي: «په لښکرګاه ښار کې یې د سلمانانو په استازیتوب موږ ګڼ کسان ولایت مقام ته ورغوښتي وو او راته ویې ویل چې د ځوانانو ږیرې به نه خرېیئ؛ که مو دا کار وکړ، نو په عام محضر کې به په دُرو ووهل شئ».
د یادو سلمانانو له ډلې یوه بل یې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو یو شمېر سلمانان او ځوانان د ږیرو خرېیلو په تور بندیان کړي وو.
ورته مهال، د لښکرګاه ښار یو شمېر ځوانانو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د طالبانو د دغه خبرداري په اړه سخته اندېښنه ښودلې او وايي، طالبان د اساسي ستونزو د حل پر ځای د فرعي مسایلو په پلمه د عامو خلکو فردي ازادۍ تر پښو لاندې کوي.
د عبدالصبور په نوم د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي زیاته کړې: «نور د طالبانو له بندیزونو پوزې ته راغلي یو؛ په نورو ولایتونو کې ولې دا ډول بندیزونه نشته؟ اصلاً باید په هېڅ ولایت کې داسې محدودیتونه وضع نهشي. اوس د روژې میاشت ده، طالبان باید د خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي په اړه ناسته وکړي، ځکه خلک له لوږې سره مخ دي».
هلمندي ځوانان وايي، تېر کال د اختر په شپه لسګونه ځوانان د طالبانو له خبرداري څخه د سرغړونې او د ږیرې خرېیلو له امله نیول شوي وو، چې د اختر درې ورځې یې په زندان کې تېرې کړې او وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې یې هغو کسانو ته چې ږیرې خرېيي، د شرعي تغزیر ورکړې خبرداری ورکړی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې سلمانیو ته خبرداری ورکړی وو، چې د خلکو ږیرې ونهخرېيي او لنډې یې هم نهکړي.