• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۱۴ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: تېرکال په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱زره ډېر کسان ناڅاپي سېلابونو اغېزمن کړي وو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) اندېښنه ښودلې، چې د اقلیمي بدلونونو ناڅاپي پېښې مخ په زیاتېدو دي. دغه ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱زره ډېر کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله اغېزمن شوي وو.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) ویلي، چې د ناڅاپي پېښو د مخنیوي لپاره باید زېربناوې انعطاف منوونکي وي. د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې زیاته کړې، چې د خپلو همکارو ادارو په مرسته یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټینګو زېربناوو جوړولو دوامداره او اغېزمن بدلون رامنځ ته کړی.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) وړاندوېنه کړې، چې د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې نېټې د افغانستان په لوېدیځ او سويل کې درانه بارانونه او شمالي سیمو کې د اوبو کمښت د کرنې او مالدارۍ لپاره ننګونې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې اټکل ښيي، چې د افغانستان په لوېدیځو او سويلي ولایتونو کې درانه بارانونه د ځمکې په کچه د اوبو تېز جریان او د سېلابونو ګواښ زیاتوي. ورته مهال ښایي د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې د بارانونو د نشتوالي له امله د اوبو له کمښت سره مخ شي.

فیصل کریم کنډي: سوله‌ییز افغانستان یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې لپاره هم مهم دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستان سیاسي مشرتابه کولای شي له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په ګډون کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي. هغه وایي، چې یو سوله‌ییز افغانستان یوازې د پاکستان لپاره نه؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دی.

نوموړي ویلي: «موږ له افغانستان او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د غوره اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا هیله لرو». نوموړي دغه خبرې د پېښور پوهنتون د نړۍوالو اړیکو څانګې د «پاکستان–افغانستان امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اقتصاد» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د هغه په وینا؛ د اقتصادي او سوداګریز پرمختګ لپاره په ټوله سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت اړین دی. نوموړي زیاته کړې، چې یوې متوازنې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، چې د سیمې امنیت تضمین کړي او ورسره د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

کنډي ویلي، چې ‌ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې د خېبرپښتوخوا پر امنیتي وضعیت اغېزه لري. د هغه په خبره؛ د افغان-شوروي جګړې او د سپتمبر ۱۱مې تر پېښو وروسته سیمه‌ییز وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی دی.

هغه ویلي، چې «په دې موده کې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو په صوبه کې د قانون او نظم وضعیت سخت اغېزمن کړی».

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او خېبر پښتونخوا د دغه قربانیو ژوندۍ بېلګه ده. نوموړي ویلي، چې یوازې د ستونزو په ګوته کول بسنه نه‌کوي؛ بلکې د عملي او واقعي حل‌لارو وړاندې کول هم اړین دي.

پر پاکستاني درملو بندیز؛ طالبانو په فراه کې د درملو د قاچاق په تور درې کسه نیولي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۰

په فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، د ۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت یې هغه درمل نیولي چې له پاکستان نه په ناقانونه ډول نیمروز او بیا فراه ولایتونو ته قاچاق کېدل. طالبانو زیاته کړې، چې په دې تړاو یې دوه کسه نیولي هم دي.

په فراه کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د پنجشنې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، یو بل کس یې د لومړۍ حوزې په سیمه کې د ناقانونه درملو د لېږد پرمهال نیولی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي کسان یې له پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي ارګانونو ته ورپېژندلي دي. په فراه کې د طالبانو امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د هر ډول ناقانونه فعالیتونو مخه به نیسي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو کړکېچنېدو وروسته له پاکستان نه ډېر مهال د درملو په ګډون خوراکي او غیرخوراکي توکي په ناقانونه ډول افغانستان ته واردېږي.

د طالبانو خبرداری: که چا ږیره کمه کړه، تعزیري سزا به ورکړل شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو له سلمانانو سره په ناسته کې خبرداری ورکړی، چې د ځوانانو د ږیرو خرېیلو په صورت کې به ورته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د هلمند د امربالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د دغه ولایت د والي د مرستیال په مشرۍ، له سلمانانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره د ږیرې خرېیلو د مخنیوي په اړه ناسته کړې ده.

یو شمېر هغو سلمانانو چې په یاده ناسته کې یې برخه اخیستې وه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې د ږیرو خرېیلو په صورت کې به ورته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شي.

یو سلمان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي: «په لښکرګاه ښار کې یې د سلمانانو په استازیتوب موږ ګڼ کسان ولایت مقام ته ورغوښتي وو او راته ویې ویل چې د ځوانانو ږیرې به نه خرېیئ؛ که مو دا کار وکړ، نو په عام محضر کې به په دُرو ووهل شئ».

د یادو سلمانانو له ډلې یوه بل یې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو یو شمېر سلمانان او ځوانان د ږیرو خرېیلو په تور بندیان کړي وو.

ورته مهال، د لښکرګاه ښار یو شمېر ځوانانو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د طالبانو د دغه خبرداري په اړه سخته اندېښنه ښودلې او وايي، طالبان د اساسي ستونزو د حل پر ځای د فرعي مسایلو په پلمه د عامو خلکو فردي ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

د عبدالصبور په نوم د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي زیاته کړې: «نور د طالبانو له بندیزونو پوزې ته راغلي یو؛ په نورو ولایتونو کې ولې دا ډول بندیزونه نشته؟ اصلاً باید په هېڅ ولایت کې داسې محدودیتونه وضع نه‌شي. اوس د روژې میاشت ده، طالبان باید د خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي په اړه ناسته وکړي، ځکه خلک له لوږې سره مخ دي».

هلمندي ځوانان وايي، تېر کال د اختر په شپه لسګونه ځوانان د طالبانو له خبرداري څخه د سرغړونې او د ږیرې خرېیلو له امله نیول شوي وو، چې د اختر درې ورځې یې په زندان کې تېرې کړې او وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې یې هغو کسانو ته چې ږیرې خرې‌يي، د شرعي تغزیر ورکړې خبرداری ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې سلمانیو ته خبرداری ورکړی وو، چې د خلکو ږیرې ونه‌خرې‌يي او لنډې یې هم نه‌کړي.

سویډن د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د سویډن حکومت اعلان کړی، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ۷۰ میلیونه سویډني کرون ورکوي، ترڅو د افغانستان، سوریې او سومالیا په څېر هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنېدو بهیر چټک کړي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورشیل وايي، چې ځانګړې شوې پیسې به د افغانستان، عراق، سومالیا، ازبکستان، سوریې، تونس او لیبیا څخه د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي او د هغه کډوالو د بېرته لېږلو په بهیر کې وکاروي، چې په سویډن کې یې د پناه غوښته رد شوې ده.

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، چې دمګړی له هرو درېیو پناه‌غوښتونکو څخه یوازې یو یې د پناه اخیستو قانوني شرایط پوره کوي.

یوهان فورشیل وايي: «دا پیسې د هغو کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي چې د هویت د تثبیت اسناد نه لري، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. ستنېدونکو کسانو ته په خپل هېواد کې د سرپناه، خوړو او درملو برابرول هم شامل دي، څو د هغوی بېرته ستنېدل اسانه شي او همدارنګه د ډیپورټ کولو یا اېستلو د بهیر ګړندي کولو کې هم لګول کېږي، چې په سویډن کې په مجرم پېژندل شوي دي».

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، ځانګړې شوې پیسې به د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري ولګول شي.