• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍ د کرېکټ پخوانیو ستورو له پاکستان نه د عمران خان د درملنې غوښتنه کړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۰

د نړۍ د کرېکټ ملي لوبډلو ۱۴ پخوانیو لوبډلمشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دغه هېواد له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره په زندان کې ښه چلند وکړي او ورته مناسبې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه لوبډلمشرانو په یوه لیک کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته لیکلي، چې له عمران خان سره دې «سم» چلند وشي. په لاسلیک کوونکو کې د هند پخوانی لوبغاړی سونیل ګواسکر او کپېل دیو هم شامل دي.
په لیک کې راغلي، چې د بند په موده کې د عمران خان د ښۍ سترګې د لید کمېدو په اړه راپورونه د دوی جدي اندېښنې راپارولې دي. بلخوا پاکستاني چارواکو ویلي، چې عمران خان په زندان کې له غوره اسانتیاوو برخمن دی.

د عمران خان وکیل هم له هغه سره تر لیدنې وروسته دا منلې، چې د هغه روغتیایي وضعیت اوس ښه دی. همداراز ډاکټرانو اعلان کړی، چې د هغه د ښۍ سترګې حالت تر پخوا ښه شوی او کیڼه سترګه یې هېڅ ستونزه نه‌لري. له دغه راپورونو وروسته د تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو چې له څو ورځې راهیسې یې د پارلمان مخې ته پرلت وهلی و؛ خپل اعتراض پای ته ورساوه.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په سوډان کې د ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰
یونېسف: په سوډان کې د ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اندېښنه ښودلې، چې په سوډان کې روان تاوتریخوالی د ماشومانو ژوند ګواښي. یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په سوډان کې د وروستي ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي دي.

یونېسف د سوډان له حکومت او د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. تر دې وړاندې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي و، چې د سوډان په مرکزي کوردوفان سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده سیمه دا مهال د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو تر ولکې لاندې ده. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بې‌ځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰
په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۱۴ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

فیصل کریم کنډي: سوله‌ییز افغانستان یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې لپاره هم مهم دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۰
فیصل کریم کنډي: سوله‌ییز افغانستان یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې لپاره هم مهم دی
100%

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستان سیاسي مشرتابه کولای شي له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په ګډون کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي. هغه وایي، چې یو سوله‌ییز افغانستان یوازې د پاکستان لپاره نه؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دی.

نوموړي ویلي: «موږ له افغانستان او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د غوره اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا هیله لرو». نوموړي دغه خبرې د پېښور پوهنتون د نړۍوالو اړیکو څانګې د «پاکستان–افغانستان امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اقتصاد» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د هغه په وینا؛ د اقتصادي او سوداګریز پرمختګ لپاره په ټوله سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت اړین دی. نوموړي زیاته کړې، چې یوې متوازنې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، چې د سیمې امنیت تضمین کړي او ورسره د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

کنډي ویلي، چې ‌ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې د خېبرپښتوخوا پر امنیتي وضعیت اغېزه لري. د هغه په خبره؛ د افغان-شوروي جګړې او د سپتمبر ۱۱مې تر پېښو وروسته سیمه‌ییز وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی دی.

هغه ویلي، چې «په دې موده کې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو په صوبه کې د قانون او نظم وضعیت سخت اغېزمن کړی».

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او خېبر پښتونخوا د دغه قربانیو ژوندۍ بېلګه ده. نوموړي ویلي، چې یوازې د ستونزو په ګوته کول بسنه نه‌کوي؛ بلکې د عملي او واقعي حل‌لارو وړاندې کول هم اړین دي.

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰
ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په زندانونو کې د ښځو د ساتنې او د هغوی پر وړاندې د جرمونو کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. یاد سازمان ویلي، چې اوس‌مهال په نړۍ کې تر ۷۴۰زره زیاتې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي او له ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د ښځو د مقام کمېسیون د ۷۰مې غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په جزایي سیسټمونو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې له ازادۍ څخه د بې‌برخو ښځو لپاره عدالت، امنیت او انساني کرامت ته لاسرسی خورا لږ دی. د ملګرو ملتونو په وینا؛ دا مهال د نړۍ د زندانیانو له ټول نفوس څخه شاوخوا ۷ سلنه یې ښځې جوړوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او د زیاتوالي چټکتیا یې نږدې د نارینه‌و پرتله درې برابره ده. د دغه شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱۹زره ماشومان هم له خپلو مېندو سره په زندانونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «ډېری ښځې د بې‌وزلۍ، جریمې یا ضمانت ورکولو د نشتوالي او د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو له امله بندیانې کېږي». دوی وایي، چې په زندانونو کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له نورو ګواښونو سره هم مخ دي؛ په ځانګړې توګه جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، ګڼه ګوڼه او نور شرایط چې ښایي د ناوړه چلند یا شکنجې سره برابر وي. هغوی ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید په زندانونو او نورو توقیف ځایونو کې د ښځو امنیت تضمین کړي.

سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰
سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له "العربیه" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي».

همدارنګه لاوروف زیاته کړې: «ایران د سوله‌ییزو موخو غني کولو حق لري. تهران چمتو دی چې د غني کولو کچه د سوله‌ییزو موخو لپاره اړینې کچې ته راټیټه کړي».

د روسیې دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس ادارې له پلټونکو سره به ایران مرسته وکړي».