• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې له اوکراین سره د جګړې لپاره له زرو ډېر کینیايان ګومارلي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د کینیا د ملي استخباراتو د خدمتونو یو رپوټ ښيي چې له زرو ډېر کینیايي وګړي د اوکراین پرضد جګړې لپاره د روسي ځواکونو لیکو ته جذب شوي دی. دغو کسانو ته د میاشتې ۲،۷۱۵ ډالره معاش او څه کم ۱۰ زره ډالره اضافي پیسې منل شوې دي.

په نیروبي کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې مسکو دې کینیايان په ناقانونه ډول جذب کړي وي، خو ویې ویل چې بهرني وګړي کولای شي په خپله خوښه د روسیې له وسله‌والو ځواکونو سره یوځای شي.

رپوټ وایي چې جذب کوونکو پخواني سرتېري، پولیس او بې‌کاره کسان په نښه کړي او ژمنه یې ورسره کړې چې میاشتنی ۳۵۰ زره شیلینګ (۲,۷۱۵ ډالر) معاش او تر ۱،۲ میلیونه شیلینګ (۹,۳۰۹ ډالر) پورې بونس به ترلاسه کړي.

د پارلمان یوه مشر وویل: «تر اوسه له زرو ډېر کینیايان جذب شوي او د روسیې-اوکراین جګړې ته تللي دي».

کینیا په نومبر کې ویلي وو چې له ۲۰۰ څخه ډېر وګړي یې د روسیې په ګټه په اوکراین کې جنګېږي.

په همدې میاشت کې اوکراین اعلان وکړ چې د افریقايي هېوادونو شاوخوا ۱,۴۰۰ تنه اتباع د روسیې ترڅنګ جنګېږي.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې، ۸۹ کینیايان د اوکراین په لومړۍ کرښه کې وو، ۳۹ تنه روغتون کې بستر وو او ۲۸ تنه لادرکه ګڼل شويدي.

رپوټ وایي چې جذب شوي کسان لومړی د سیاحتي ویزو په وسیله له کینیا څخه وتلي او د ترکیې یا متحده عربي اماراتو له لارې روسیې ته رسېدلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په سوډان کې د ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اندېښنه ښودلې، چې په سوډان کې روان تاوتریخوالی د ماشومانو ژوند ګواښي. یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په سوډان کې د وروستي ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي دي.

یونېسف د سوډان له حکومت او د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. تر دې وړاندې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي و، چې د سوډان په مرکزي کوردوفان سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده سیمه دا مهال د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو تر ولکې لاندې ده. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بې‌ځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په زندانونو کې د ښځو د ساتنې او د هغوی پر وړاندې د جرمونو کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. یاد سازمان ویلي، چې اوس‌مهال په نړۍ کې تر ۷۴۰زره زیاتې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي او له ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د ښځو د مقام کمېسیون د ۷۰مې غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په جزایي سیسټمونو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې له ازادۍ څخه د بې‌برخو ښځو لپاره عدالت، امنیت او انساني کرامت ته لاسرسی خورا لږ دی. د ملګرو ملتونو په وینا؛ دا مهال د نړۍ د زندانیانو له ټول نفوس څخه شاوخوا ۷ سلنه یې ښځې جوړوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او د زیاتوالي چټکتیا یې نږدې د نارینه‌و پرتله درې برابره ده. د دغه شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱۹زره ماشومان هم له خپلو مېندو سره په زندانونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «ډېری ښځې د بې‌وزلۍ، جریمې یا ضمانت ورکولو د نشتوالي او د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو له امله بندیانې کېږي». دوی وایي، چې په زندانونو کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له نورو ګواښونو سره هم مخ دي؛ په ځانګړې توګه جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، ګڼه ګوڼه او نور شرایط چې ښایي د ناوړه چلند یا شکنجې سره برابر وي. هغوی ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید په زندانونو او نورو توقیف ځایونو کې د ښځو امنیت تضمین کړي.

سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له "العربیه" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي».

همدارنګه لاوروف زیاته کړې: «ایران د سوله‌ییزو موخو غني کولو حق لري. تهران چمتو دی چې د غني کولو کچه د سوله‌ییزو موخو لپاره اړینې کچې ته راټیټه کړي».

د روسیې دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس ادارې له پلټونکو سره به ایران مرسته وکړي».

وای‌نټ: تهران د امریکا د احتمالي برید په صورت کې له حزب‌الله څخه د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

اسراییلي رسنۍ «وای‌نټ» راپور ورکړی، چې ایران پر حزب‌الله فشار راوړی ترڅو د امریکا د احتمالي برید په صورت کې جګړې ته ورګډ شي.

د یادې رسنۍ د راپور له‌مخې، اسراییل «بدلونونه په دقت سره څاري» او «حزب‌الله ته یې څرګند خبرداری ورکړی چې که د مداخلې پرېکړه وکړي، دا ځل به له خورا دردوونکي ګوزار سره مخ شي».

په یاد راپور کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د حزب‌الله د احتمالي مداخلې لپاره زیان اړونکی پلان چمتو کړی دی.

وای‌نټ لیکلي، چې اسراییل پر ایران د امریکا د برید پرمهال له تهران سره د نورو ډلو سره د احتمالي جګړې لپاره ځان چمتو کوي.

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه باسي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۰

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي وال‌سټریټ ژورنال ته تایید کړې، چې امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.

وال‌سټریټ ژورنال د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې امریکا په سوریه کې مېشت خپل شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېرې باسي.

دغه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي: «امریکايي ځواکونه چمتو دي چې په سیمه کې د داعش هر ډول ګواښونو ته ځواب ووايي، په داسې حال کې چې موږ د یادې ترهګري شبکې د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي لپاره د خپلو متحدینو د هڅو ملاتړ کوو».

یاد چارواکي ویلي، چې په سوریه کې په لوی شمېر د امریکايي ځواکونو شتون ته نوره اړتیا نشته.

یاد چارواکي زیاته کړې: «د سوریې حکومت لېوالتیا ښودلې، چې په خپلو پولو کې د ترهګریزو ګواښونو پروړاندې د مبارزې اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا پوځ ویلي و چې دوی په سوریه کې له یوې ستراتیژیکې اډې څخه د وتلو لړۍ بشپړه کړې او اډه یې سوریايي ځواکونو ته سپارلې ده.