د مادورو تر نیونې وروسته؛ د امریکا پوځي پلاوي د لومړي ځل لپاره ونزویلا ته سفر کړی

د امریکا یوه لوړپوړي پوځي پلاوي د ونزویلا پلازمېنې کاراکاس ته سفر کړی دی. دا لومړی ځل دی، چې د نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته یو امریکایي پوځي پلاوی دغه هېواد ته سفر کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لاتینې امریکا د ځواکونو لوړپوړی قوماندان فرانسس دونوان، د دفاع وزارت له یوه جګپوړي چارواکي جوزف هومایر سره یوځای د چهارشنبې په ورځ ونزویلا ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د ونزویلا حکومت اعلان کړی، چې دغه پلاوي د ونزویلا له لنډمهالې ولسمشرې دلسی رودریګز، د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو او د کورنیو چارو له وزیر دیوسدادو کابیو سره لیدلي دي.
دواړه خواوو د نشهيي توکو د قاچاق، ترهګرۍ او د کډوالۍ د مدیریت په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. د تېرې میاشتې له پېښې وروسته چې نیکولاس مادورو د امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شو، دغه سفر ونزویلا ته د امریکایي پوځي پلاوي لومړنی سفر دی. بلخوا د ونزویلا چارواکو ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل اصلي لاره وي.
