• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد شاه حبیبي: طالبانو زما ورور له امریکا نه د امتیاز ترلاسه کولو لپاره په زندان کې ساتلی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د افغان‌- امریکايي محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي ویلي، چې طالبانو یې ورور له امریکا څخه د امتیاز ترلاسه کولو لپاره په زندان کې ساتلی دی. نوموړي ويلي، چې طالبان د دوی کورنۍ ته له هغه سره د اړیکو نیولو اجازه هم نه‌ورکوي.

د افغان- امریکايي محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي وايي، د طالبانو په زندان کې یې د ورور ۳ کاله پوره شول.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي:«موږ ته اجازه نه‌راکول کېږي، چې له محمود شاه حبیبي سره اړیکه ونیسو. موږ داسې فکر کوو، چې طالبان په تمه دي، چې د امریکا له حکومت څخه زما د ورور او یا نورو بندیانو په بدل کې کوم امتیاز واخلي».

که څه هم طالبان د محمود شاه حبیبي نیول او زنداني کېدل نه‌مني، خو د نوموړي ورور ټینګار کوي، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی او د امریکا له حکومت سره هم د هغه د نیولو او زنداني کولو په اړه کره شواهد نشته.

احمدشاه حبیبي زیاته کړې: «طالبانو زما ورور پرته له کوم جرم څخه کینولی دی او نور امریکایان یې هم بندیان کړي دي. طالبان دې ته په تمه دي چې د دې بندیانو پر سر کوم امتیاز ترلاسه کړي. خو د امریکا حکومت اوس ډېر جدي شوی او نه‌غواړي چې طالبان دغې چارې ته دوام ورکړي».

نوموړي ویلي، که طالبان د محمود شاه حبیبي په ګډون بندي امریکایان خوشې نه‌کړي، نو د امریکا حکومت به پرې سخت بندیزونه ولګوي.

احمدشاه حبیبي زیاته کړې: «د امریکا اوسنی حکومت د بندیانو په اړه ډېر جدي دی او طالبانو ته د بندیانو په بدل کې کوم امتیاز ورکړې ته چمتو نه‌دی».

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لسمه، د خپل کور له‌مخې له خپل موټر چلونکي سره یو ځای د طالبانو له لوري ونیول شو. په کوم شرکت کې چې حبیبي کار کاوه، ۲۹ نور کارکوونکي یې هم طالبانو ونیول، خو د حبیبي همکاران ځینې یې دوه ورځې، ځینې یې اونۍ او ځینې يې څلور میاشتې وروسته د ده د موټر چلونکي په ګډون خوشې شول، خو شاوخوا درې کاله کېږي چې لاهم نوموړی د طالبانو په بند کې دی.

تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې محمود شاه حبیبي د کندهار د عینو مېنې په ښارګوټي کې د ملا هبت‌الله په شخصي زندان کې ساتل کېږي، خو طالبان د هغه نیول او بندي کول رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

تاجکستاني ځواکونو له افغانستان نه قاچاق شوي ۵۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د تاجکستان امنیتي کمېټې اعلان کړی چې د دغه هېواد په سرحدي سیمه کې یې له افغانستان نه قاچاق شوي۵۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي دي. د تاجکستان دولتي ټلویزیون د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې قضیې په تړاو دوه تاجک وګړي، غلام‌علي صابریف او سیف‌الله‌یف نیول شوي دي.

د راپور له مخې، په ضبط شویو توکو کې ۳۰ کیلوګرامه تاریاک، ۱۹ کیلوګرامه چرس، او ۹ کیلوګرامه هېرویین شامل دي چې په تړاو یې دوه کسه چې ۵۷ او ۵۵ کلن دي، نیول شوي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو زیاته کړې چې دغه نشه‌يي توکي د افغان قاچاقبرو له خوا د رسمي سرحدي لارو له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي وو. ددغه هېواد د امنیتي کمېټې په وینا، تورنو کسانو پلان درلود چې یاد توکي لومړی د دوشنبې ښار ته ورسوي او بیا یې د خپلو شریکانو له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

اړونده چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان د قانوني څېړنو لپاره محکمې ته سپارل شوي چې د تاجکستان د قوانینو له مخې به په شل کلن بند محکوم شي.

سرچینې: طالبانو د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت ۴۲۰ کارکوونکي بې دندې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت ۴۲۰ کارکوونکي په کور کښېنولي دي. ګوښه شوي کارکوونکي وايي، چې ددوی تر واک لاندې درملتونونه د طالبانو اړوند چارواکو د کورنیو غړو او خپلوانو ته ورکړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، له ټولو ۴۶۰ کارکوونکو څخه د یاد شرکت د رییس په ګډون ۴۰ کارکوونکي په دې شرکت کې پاتې دي، نور ټول له دندو لرې شوي دي.

طالبانو د دغو کارکوونکو درملتونونه ترې اخیستي او بولۍ ته یې ورکړي، خو خپله دوی په بولۍ کې د ګډون اجازه نه لري.

دغه کارکوونکي وایي چې ډېری کارکوونکو درملتونونه په خپل شخصي لګښت جوړ کړي دي او طالبان یې د لګښت پیسې هم نه ورکوي.

ددوی په وینا، پر هر درملتون اته سوه زره یا یو میلیون افغانۍ مصرف شوې، خو طالبانو ورته ویلي چې دا دولتي پیسې دي او دولت ته وقف شوې.

ګوښه شوي کارکوونکي شکایت کوي، چې طالبان دغه درملتونونه خپلو قوماندانانو ته ورکوي او بولۍ هسې نمایشي کار دی. یو تن وویل، « په ننګرهار کې یوه دواخانه یوه طالب لوګري او بله هم قاري محمد رهبر ته ورکړل شوې، چی دملا نیک محمد رهبر وراره دی».

دغه کارکوونکي وایي چې همدا بهیر روان دی او د بلخ حوزوي روغتون درملتونونه هم یو طالب چارواکي نیولي دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خوریې چې نور الله نومیږي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې څلور درملتونونه، یوه هم وزیر محمد اکبر خان روغتون کې، بل هم په هرات حوزوي روغتون کې په واک کې اخېستي دي.

هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نه معلومات واخلو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

ظریفه غفاري له جایزې ګټلو وروسته؛ هغو رژیمونو ته مشروعیت مه ور کوئ چې مېرمنې له ټولنې باسي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله او د افغان مېرمنو د حقوقو فعاله ظریفه غفاري غیرمستقیم طالبانو ته په اشارې وايي، چې حکومتونه دې هغو رژیمونو ته مشروعیت ورکول بند کړي، چې مېرمنې له ټولنې وباسي. مېرمن غفاري تازه د کاسټاریکا د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په نامه نومول شوې جایزه ترلاسه کړې ده.

په تېر جمهوریت کې د میدان ښار ښاروالې نن بنجشنبه، د سلواغې پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي چې تېره اونۍ یې «BLISS 2026» یوه جایزه واخیسته، خو دا یوازې سمبولیکه شیبه نه ده او خپل سیاسي ارزښت لري.

مېرمن غفاري نیوکه کړې ده، چې افغان مېرمنې له ټولنې څخه اېستل کېږي، خو په نړۍ کې په دې تړاو سیاسي اراده ناکامه شوې ده.

100%

د لورا چنجیلا په نوم د بشري حقونو، ازادۍ، دیموکراسۍ او عدالت کلنۍ جایزه تېره اونۍ د میدان ښار پخوانۍ ښځینه ښاروالې ته ورکړل شوه.

غفاري د لاتینې امریکا اړوند کاستاریکا هېواد کې د یادې جایزې د اخیستو پر مهال نړۍ او د بشري حقونو، دیموکراسۍ او عدالت دعوه لرونکي سیاستوال په منځنۍ اسیا کې په دوه مخي سیاست تورن کړل، ځکه ددې په وینا، دیموکراسي او بشري حقونه د شعار تر بریده پاتې شوي.

هغې وویل چې د ښځو په وړاندې په مرګونو افراطي پالیسیو پټه خوله پاتې کېدل تاریخي خیانت دی.

د لورا چینچیلا جایزه د نړۍ هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د زړورتیا، صداقت، زغم، خواخوږۍ او هیلې بېلګې وي او د بشري حقونو، ازادۍ او عدالت لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي په باجوړ کې ځانمرګی د طالبانو د ځانګړو ځواکونو غړی و

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې په باجوړ کې د وروستي ځانمرګي برید عامل د طالبانو د ځانګړو ځواکونو غړی و. د سلواغې پر ۲۷مه، په باجوړ کې یو موټربم برید وشو، چې له امله یې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول. د سرچینو په وینا، بریدګر په عبدالله ابوذر مشهور و او د بلخ اوسېدونکی و.

امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه ځانمرګي بریدګر خپلوانو د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې په ۳۰مه، په بلخ ولایت کې د سیداحمد لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړي دي.

دغه ځانمرګي بریدګر د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ له چاودېدونکو توکو په ډک موټر د باجوړ په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

د دې برید په تعقیب، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفیر مرستیال احضار کړ. دغه وزارت طالب ډېپلوماټ ته د اعتراض رسمي یادښت وسپاره چې د باجوړ په برید کې د افغانستان له خاورې د استفادې په اړه یې پکې اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان د مرګونو ځانمرګو بریدونو له یوې څپې سره مخ دی.

په وروستۍ پېښه کې، په اسلام‌اباد کې پر یوه جومات د ځانمرګي برید له امله ۳۲ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي چې په دغه هېواد کې مرګوني بریدونه په افغانستان کې طرحه کېږي. دوی افغان طالبان تورنوي چې د پاکستاني دولت ضد وسله‌والو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

طالبانو ته د پاکستان خبرداری: که د اسلام‌اباد غوښتنې عملي نه شي نور اقدامات به وشي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ د اونیز کنفرانس پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که طالبان د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې عملي اقدام ونه کړي، اسلام‌اباد به “ پر میز ټول انتخابونه” وساتي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تر اوسه له زغم څخه کار اخلي، خو که غوښتنې یې پوره نه شي، نور اقدامات هم په پام کې نیول کېدای شي.

تر دې وړاندېد پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم یو وار بیا ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې مېشت وسله‌وال مهار کړي. هغه خبرداری ورکړی، چې که طالبان د دغو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي؛ نو پاکستان به په افغانستان کې له نورو هوايي بریدونو ډډه ونه کړي.

اندرابي زیاته کړه: «موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې زموږ خلک په بې رحمۍ سره ووژل شي. موږ د ځان د دفاع حق لرو، لکه څنګه چې دا حق موږ ته د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې راکړل شوی دی».

د نوموړي په وینا، هر هغه اقدام چې د پاکستان له لوري د یادو ډلو پر ضد ترسره کېږي، د ځان د دفاع په چوکاټ کې به وي او موخه به یې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د ژوند خوندیتوب وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۲۷مه نېټه، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یو موټربم برید وشو، چې له امله یې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو ډیپلوماټ احضار کړ او په دې اړه یې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه.