• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مسکو کې طالب او ازبک سفیرانو د اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییز تعامل په اړه خبرې کړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې ګل حسن حسن د ازبکستان له سفیر باتورجان ذاکرویچ اسدوف سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو، ترانزيټي مسایلو او سیمه‌ییز تعامل په اړه خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د ګډو همکاریو پر پياوړتیا هم ټینګار شوی.

د طالبانو یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) ویلي، په دغه لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم بحث شوی او غوښتنه شوې چې د دغه هېواد وضعیت دې د شته واقعيتونو له مخې واروزل شي.

طالبانو په دې وروستیو کې له ازبکستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وړمه ورځ خبر ورکړی و، چې د ازبکستان د سیردریا له والي ارکینجون توردیموف سره په افغان - ازبک سوداګریزه ناسته کې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخه کې د څه باندې ۳۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو خبرداری: که چا ږیره کمه کړه، تعزیري سزا به ورکړل شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰
د طالبانو خبرداری: که چا ږیره کمه کړه، تعزیري سزا به ورکړل شي
100%

په هلمند کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو له سلمانانو سره په ناسته کې خبرداری ورکړی، چې د ځوانانو د ږیرو خرېیلو په صورت کې به ورته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د هلمند د امربالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د دغه ولایت د والي د مرستیال په مشرۍ، له سلمانانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره د ږیرې خرېیلو د مخنیوي په اړه ناسته کړې ده.

یو شمېر هغو سلمانانو چې په یاده ناسته کې یې برخه اخیستې وه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې د ږیرو خرېیلو په صورت کې به ورته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شي.

یو سلمان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي: «په لښکرګاه ښار کې یې د سلمانانو په استازیتوب موږ ګڼ کسان ولایت مقام ته ورغوښتي وو او راته ویې ویل چې د ځوانانو ږیرې به نه خرېیئ؛ که مو دا کار وکړ، نو په عام محضر کې به په دُرو ووهل شئ».

د یادو سلمانانو له ډلې یوه بل یې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو یو شمېر سلمانان او ځوانان د ږیرو خرېیلو په تور بندیان کړي وو.

ورته مهال، د لښکرګاه ښار یو شمېر ځوانانو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د طالبانو د دغه خبرداري په اړه سخته اندېښنه ښودلې او وايي، طالبان د اساسي ستونزو د حل پر ځای د فرعي مسایلو په پلمه د عامو خلکو فردي ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

د عبدالصبور په نوم د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي زیاته کړې: «نور د طالبانو له بندیزونو پوزې ته راغلي یو؛ په نورو ولایتونو کې ولې دا ډول بندیزونه نشته؟ اصلاً باید په هېڅ ولایت کې داسې محدودیتونه وضع نه‌شي. اوس د روژې میاشت ده، طالبان باید د خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي په اړه ناسته وکړي، ځکه خلک له لوږې سره مخ دي».

هلمندي ځوانان وايي، تېر کال د اختر په شپه لسګونه ځوانان د طالبانو له خبرداري څخه د سرغړونې او د ږیرې خرېیلو له امله نیول شوي وو، چې د اختر درې ورځې یې په زندان کې تېرې کړې او وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې یې هغو کسانو ته چې ږیرې خرې‌يي، د شرعي تغزیر ورکړې خبرداری ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې سلمانیو ته خبرداری ورکړی وو، چې د خلکو ږیرې ونه‌خرې‌يي او لنډې یې هم نه‌کړي.

سویډن د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰
سویډن د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کوي
100%

د سویډن حکومت اعلان کړی، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ۷۰ میلیونه سویډني کرون ورکوي، ترڅو د افغانستان، سوریې او سومالیا په څېر هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنېدو بهیر چټک کړي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورشیل وايي، چې ځانګړې شوې پیسې به د افغانستان، عراق، سومالیا، ازبکستان، سوریې، تونس او لیبیا څخه د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي او د هغه کډوالو د بېرته لېږلو په بهیر کې وکاروي، چې په سویډن کې یې د پناه غوښته رد شوې ده.

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، چې دمګړی له هرو درېیو پناه‌غوښتونکو څخه یوازې یو یې د پناه اخیستو قانوني شرایط پوره کوي.

یوهان فورشیل وايي: «دا پیسې د هغو کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي چې د هویت د تثبیت اسناد نه لري، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. ستنېدونکو کسانو ته په خپل هېواد کې د سرپناه، خوړو او درملو برابرول هم شامل دي، څو د هغوی بېرته ستنېدل اسانه شي او همدارنګه د ډیپورټ کولو یا اېستلو د بهیر ګړندي کولو کې هم لګول کېږي، چې په سویډن کې په مجرم پېژندل شوي دي».

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، ځانګړې شوې پیسې به د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري ولګول شي.

جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوټ پروان او لغمان کې د موسیقۍ د الاتو سوځول وغندل

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰
جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوټ پروان او لغمان کې د موسیقۍ د الاتو سوځول وغندل
100%

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ او د ځوانانو ارکستر د پرتګال له براګا ښار څخه په پروان او لغمان ولایتونو کې د طالبانو له لوري د موسیقۍ د سلګونو الې سوځول په کلکو ټکو وغندل.

یاد انسټېټیوټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو دغه کړنه يوازې پر هنر او کلتور نېغ بريد نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د کلتوري هويت او هنري ميراث د له‌منځه وړلو ښکاره هڅه بلل کېږي. د دغو هنري بنسټونو په اند، موسيقي د تاريخ په اوږدو کې د افغانانو د ټولنيز ژوند نه بېلېدونکې برخه پاتې شوې او د ملي يووالي په ټينګښت، د ارزښتونو په لېږد او د هېواد د کلتوري بېلابېلوالي په څرګندولو کې يې مهمه ونډه ادا کړې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د موسيقۍ زرګونه الې ماتې او له‌منځه وړل شوې دي او موسيقي په بشپړه توګه منع اعلان شوې ده. طالبانو د هېواد میلیونونه وګړي له خپلو بنسټیزو کلتوري او هنري حقونو بې‌برخې کړي او د هنرمندانو، موسیقۍ جوړوونکو او د هنر د مینه‌والو پروړاندې یې یو ځپونکی او وېروونکی چاپېریال رامنځته کړی دی.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ او د ځوانانو ارکستر دغه کړنه د کلتوري حقونو او اساسي ازادیو ښکاره سرغړونه بولي. دوی له نړۍوالې ټولنې، کلتوري بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي، چې د دغه اندېښمنوونکي بهیر پروړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د افغان موسیقۍ د میراث ساتنې او له هنرمندانو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د خبرپاڼې په پای کې ټينګار شوی، چې دغه دواړه هنري بنسټونه د افغانستان د موسيقۍ د ساتنې، ودې او پالنې پر خپل کلک هوډ ولاړ دي او باور لري، چې هنر او موسيقي به له ټولو بنديزونو سره سره ژوندۍ پاتې شي او د افغانستان د کلتور غږ به هېڅکله چوپ نه‌شي.

د افغان فلم پخوانۍ مشره: طالبان د هر ډول ازادۍ او خلاقیت مخالف دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰
د افغان فلم پخوانۍ مشره: طالبان د هر ډول ازادۍ او خلاقیت مخالف دي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغان فلم مشرې صحرا کریمي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، موسیقي، سینما او هنر د ازادۍ په خپرولو کې بنسټیز رول لوبوي. د هغې په وینا، هنري ازادي کولای شي د طالبانو پر ضد عامه افکار تنظیم کړي.

د نوموړې په خبره، طالبان پوهېږي چې هنر د دوی د ایډیالوژۍ لپاره ګواښ دی او له همدې کبله دوی د سینما او موسیقۍ سره دوښمني کوي. صحرا کریمي زیاته کړې، چې په افغانستان کې هنرمندان له سختو بندیزونو سره مخ دي او نه‌شي کولای چې هنري تولیدات ولري.

هغې وویل: «هنر عملا سقوط او سانسور شوی دی. تاسې هېڅ داسې هنري اثر نه‌شي موندلای چې افغانستان کې تولید شوی وي». د افغان فلم دې پخوانۍ مشرې زیاته کړې، چې پر هنرمندانو روان بندیزونه د افغان ټولنې لپاره خورا خطرناک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه طالبانو په پروان ولایت کې د موسیقۍ سلګونه الې سوځولې دي او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې له هنري کړنو څخه ځانونه وساتي.

افغان اېواک د امریکا له دولت څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د ځنډېدلې پروسې په تړاو وضاحت غوښتی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰
افغان اېواک د امریکا له دولت څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د ځنډېدلې پروسې په تړاو وضاحت غوښتی
100%

د افغان‌اېواک بنسټ اعلان کړی، چې نن یې د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړو چارواکو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بهیر د بیا پیل او ارزونې په تړاو رسمي لیک استولی دی. دغه لیک د امریکا د بهرنیو ، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته لېږل شوی دی.

د لیک له‌مخې، که څه هم د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان په تړاو تګلارو کې بنسټیز بدلونونه راغلي، خو د امریکا حکومت له افغان پناه‌غوښتونکو سره د لېږد د شوې ژمنې په تړاو پر خپلو پرېکړو بیا کتنه نه ده کړې.

په لیک کې راغلي، چې د افغانانو د قانوني لېږد لارو ځنډول یا محدودول د روڼتیا، همغږۍ او د کانګرس له غوښتنو سره د سمون په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د «ښه راغلاست» پروګرام ځنډېدو د امریکا افغان متحدین له ګڼو ننګوونو، ابهام او ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي دي.

د افغان اېواک په وینا، دغه پروګرام د امریکا په معاصر تاریخ کې د کډوالۍ له تر ټولو خوندي او کره څېړل کېدونکو لارو څخه شمېرل کېده او د بیاکتنې تر بشپړېدو مخکې یې درول د حکومت د ستراتېژۍ په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په لیک کې ګڼو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په‌کې د ویزو د ورکړې ځنډول او د لېږد ځینو لارو بندېدل، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو په اداره کې د دوسیو د ارزونې د مودې اوږدېدل، د ګڼو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسېدل، د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر ځنډول او د قانوني اسناد لرونکو ځینو کسانو د نیول کېدو یا سختې څارنې په اړه اندېښنې شاملې دي.

افغان‌ اېواک وايي، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کمښت دې ته لاره هواره کړې ده چې ناسم معلومات د رسمي لارښوونو ځای ونیسي او کورنۍ اړ شي پر اوازو او اټکلونو تکیه وکړي.

د لیک په پای کې د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی، چې د افغانستان موضوع ګوندي او سیاسي مسئله نه ده، بلکې د امریکا د اعتبار، ملي امنیت او اوږدمهالو ژمنو سره تړاو لري. دغه بنسټ ویلي، چې د لیک د لېږلو موخه رغنده همکاري ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د خطر سره مخ افغانانو د ژوند ریښتینې ستونزې او شرایط د امریکا په وروستۍ پالیسۍ کې په پام کې نیول کېږي.