• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل د فلسطينيانو حق او د تلپاتې سولې بنسټيز شرط دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، په غزه کې د تلپاتې سولې ټينګښت ګډ ماموريت دی او د يوه ازاد او خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل د فلسطيني ولس مشروع حق او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.

شهباز شريف دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) «د غزې د سولې پلاوي» په لومړۍ غونډه کې وکړې، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د واشنګټن ډي‌سي په ښار کې جوړه شوې وه. هغه وويل، چې د دې پلاوي په پرانيستې غونډه کې ګډون ورته وياړ دی او ټينګار يې وکړ، چې په غزه کې د تلپاتې سولې ترلاسه کول د دې نوښت اصلي موخه ده.

د پاکستان لومړي وزير د غزې لپاره د سولې د هڅو د بريا په اړه هيله څرګنده کړه او ويې ويل، نن ورځ کېدای شي د منځني ختيځ د سولې د تحقق لپاره د تاريخ د یوه «زرين فصل» په توګه ثبت شي.

هغه همداراز غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو پر بنسټ دې فلسطينيانو ته خپل حقونه ورکړل شي او ټينګار يې وکړ، چې په غزه کې د اوربند د سرغړونو بندېدل د تلپاتې سولې لپاره اړين دي.

شهباز شريف د خپلو خبرو په دوام کې د نړۍوالو شخړو په هواري کې د امريکا د ولسمشر رول وستايه او ويې ويل، چې د ډونالډ ټرمپ پر وخت مداخلې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ودروله او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د زرګونو کسانو ژوند وژغوره او سویلي اسيا يې له يوې سترې فاجعې وساتله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ولادیمیر زېلېنسکي: زرګونه اوکرايني مسلمانانو د روژې لومړۍ ورځ د جګړو په لیکو کې تېره کړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روژې مبارکې مياشتې له پيل سره هم‌مهاله اعلان وکړ، چې زرګونه اوکرايني مسلمانانو د دې سپېڅلې مياشتې لومړۍ ورځ د جګړې په ډګرونو کې تېره کړه.

زېلېنسکي د روژې مياشتې معنوي ارزښت ته په اشارې سره وويل، دا مياشت د رښتينې دوعا، عبادت او د ايمان د پياوړتيا وخت دی. د هغه په وينا، سږکال د اوکراين ډېری مسلمانان بیا د جګړې په سختو شرايطو او د لومړۍ کرښې په سنګرونو کې د روژې هرکلی کوي.

د اوکراين ولسمشر د کريميا د تاتارانو حالت ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د کريميا د تاتار ولس يوه برخه لا هم د روسيې تر «اشغال» لاندې او په بند کې ژوند کوي. هغه ټينګار وکړ، چې د اوکراين حکومت د خپلو ټولو وګړو د ازادۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دي.

زېلېنسکي همداراز د اسلامي نړۍ له ملاتړه مننه وکړه او ويې ويل، چې د مسلمانانو دوعاوې او يووالی د اوکراين لپاره ارزښت لري. هغه هيله څرګنده کړه، چې د روژې په مياشت کې دوعا او پيوستون به د باعزته او تلپاتې سولې د ټينګېدو لامل شي.

هغه په پای کې د نړۍ ټولو ولسونو ته د رښتينې سولې او ډاډمن امن هيله وکړه او ټينګار يې وکړ، چې جګړه او تاوتريخوالی بايد د نړۍ په هېڅ ګوټ کې عادي چاره ونه‌ګرځي.

ټرمپ وايي ملګرو ملتونو ته پیسې ور کوي چې د فعالیت جوګه شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې متحده ایالات به ملګرو ملتونو ته مالي مرسته ورکړي چې دغه سازمان پیاوړی او د فعالیت وړ شي.

امریکا د ملګرو ملتونو د بودجې تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی، خو د ټرمپ د ادارې پر مهال یې د منظمې بودجې لازمي ونډې نه دي ورکړې او همدارنګه یې هغو ادارو ته چې خپلواکې بودجې لري، داوطلبانه مرستې کمې کړې دي.

ټرمپ وویل: «موږ به ملګري ملتونه پیاوړي کړو. ډاډ به ترلاسه کړو چې د هغوی تاسیسات ښه وي. هغوی مرستې ته اړتیا لري. موږ به له مالي پلوه ورسره مرسته وکړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه د فعالیت وړ وي».

هغه زیاته کړه: «زما په اند ملګري ملتونه لوی ظرفیت لري، رښتیا هم لوی ظرفیت لري. خو تر اوسه یې خپل هغه ظرفیت نه دی پوره کړی».

ټرمپ د سولې بورډ لومړۍ غونډې ته وویل چې د غزې لپاره ۷ میلیارده ډالر راټول شوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ لومړۍ غونډې ته وویل چې د غزې د بیارغونې صندوق لپاره ۷ میلیارده ډالر مرسته راټوله شوې ده. دغه صندوق غواړي د وسله والو له بې وسلې کولو وروسته غزه بیا ورغوي.

د غزې د سولې بورډ لومړۍ غونډه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې پیل شوه. ټرمپ وویل، چې له ایران سره "معنا لرونکې معاملې" ته رسیدل اړین دي، که نه نو "بدې پېښې" پېښېدای شي.

په غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټیکر او د نړۍ نورو مشرانو ګډون درلود.

په غونډه کې په خپله وینا کې، ټرمپ په غزه او ایران کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر د اوربند تړون ستاینه وکړه، چې په اکتوبر کې تطبیق شو او ادعا یې وکړه چې په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده.

هغه روان تاوتریخوالی د کوچنیو پېښو په توګه تشریح کړ او زیاته یې کړه، چې هغه باور لري حماس به «خپلې وسلې په ځمکه ږدي»، او ویې ویل چې بې وسلې کول د حماس او اسراییل ترمنځ د خنډ یوه لویه نقطه پاتې ده.

ټرمپ وویل: «که دوی دا کار ونه کړي، نو له دوی سره به ډیر بد چلند وشي.»

هغه زیاته کړه: «موږ په ګډه کار کوو چې د غزې، منځني ختیځ او ټولې نړۍ لپاره روښانه راتلونکې ډاډمنه کړو.»

هغه له تهران سره د واشنګټن د وروستیو خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې سټیو ویټیکاف او جیریډ کوشنر له ایراني استازو سره ښې اړیکې لري.

هغه وویل: «دا په تیرو کلونو کې ثابته شوې، چې له ایران سره یوې معنا لرونکې موافقې ته رسیدل اسانه نه دي. موږ باید یوې معنا لرونکې موافقې ته ورسیږو، که نه نو بدې پېښې به وشي.»

روسیې له اوکراین سره د جګړې لپاره له زرو ډېر کینیايان ګومارلي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د کینیا د ملي استخباراتو د خدمتونو یو رپوټ ښيي چې له زرو ډېر کینیايي وګړي د اوکراین پرضد جګړې لپاره د روسي ځواکونو لیکو ته جذب شوي دی. دغو کسانو ته د میاشتې ۲،۷۱۵ ډالره معاش او څه کم ۱۰ زره ډالره اضافي پیسې منل شوې دي.

په نیروبي کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې مسکو دې کینیايان په ناقانونه ډول جذب کړي وي، خو ویې ویل چې بهرني وګړي کولای شي په خپله خوښه د روسیې له وسله‌والو ځواکونو سره یوځای شي.

رپوټ وایي چې جذب کوونکو پخواني سرتېري، پولیس او بې‌کاره کسان په نښه کړي او ژمنه یې ورسره کړې چې میاشتنی ۳۵۰ زره شیلینګ (۲,۷۱۵ ډالر) معاش او تر ۱،۲ میلیونه شیلینګ (۹,۳۰۹ ډالر) پورې بونس به ترلاسه کړي.

د پارلمان یوه مشر وویل: «تر اوسه له زرو ډېر کینیايان جذب شوي او د روسیې-اوکراین جګړې ته تللي دي».

کینیا په نومبر کې ویلي وو چې له ۲۰۰ څخه ډېر وګړي یې د روسیې په ګټه په اوکراین کې جنګېږي.

په همدې میاشت کې اوکراین اعلان وکړ چې د افریقايي هېوادونو شاوخوا ۱,۴۰۰ تنه اتباع د روسیې ترڅنګ جنګېږي.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې، ۸۹ کینیايان د اوکراین په لومړۍ کرښه کې وو، ۳۹ تنه روغتون کې بستر وو او ۲۸ تنه لادرکه ګڼل شويدي.

رپوټ وایي چې جذب شوي کسان لومړی د سیاحتي ویزو په وسیله له کینیا څخه وتلي او د ترکیې یا متحده عربي اماراتو له لارې روسیې ته رسېدلي دي.

یونېسف: په سوډان کې د ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اندېښنه ښودلې، چې په سوډان کې روان تاوتریخوالی د ماشومانو ژوند ګواښي. یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په سوډان کې د وروستي ډرون برید له امله ۱۵ ماشومان وژل شوي دي.

یونېسف د سوډان له حکومت او د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. تر دې وړاندې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي و، چې د سوډان په مرکزي کوردوفان سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده سیمه دا مهال د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو تر ولکې لاندې ده. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بې‌ځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.