
د برېتانيا د پاچا چارلز درېيم کشر ورور، اندرو ماونټبېټن وېنډزر د پنجشنبې په ورځ له عامه دندې د ناوړه استفادې په شک ونيول شو. د بي بي سي د راپور له مخې، پر هغه تور دی چې ګواکې محرمانه دولتي اسناد يې جنسي مجرم جېفري ايپسټين ته لېږلي دي.
پوليسو په يوه اعلاميه کې وويل: «ټېمز وېلي پوليسو له عامه دندې د ناوړه استفادې د جرم په اړه پلټنه پيل کړې ده».
اعلاميه زياتوي: «يو سړی چې عمر يې په شپېتمو کلونو کې دی او د نورفوک اوسېدونکی دی، نيول شوی او اوس هم د پوليسو په توقيف کې دی. د ملي لارښود له مخې، موږ د نيول شوي کس نوم نه افشا کوو».

په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۸۰ تنه افغانان لا هم جرمني ته د تګ په تمه دي. د تېر کال په ډسمبر کې د جرمني فدرالي حکومت له ۶۵۰ زیاتو کسانو څخه د منلو ژمنه بېرته واخیسته. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له امنیتي پلټنو د وتلو او منل شويو افغانانو د لېږد لپاره به زر پلان جوړ شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ټاګیس شپیګل ته ویلي، چې دا مهال په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۳۰ افغانان د منلو فدرالي پروګرام په چوکاټ کې او نږدې ۵۰ پخواني ځايي همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته د سفر په تمه دي.
د وزارت په وینا، د هغو کسانو لپاره چې د منلو پاڼه او امنیتي څېړنه یې مثبتې پایلې ولري، «د انتقال پلان ژر جوړیږي».
ویاندې زیاته کړه: «شمېرې بدلېدونکې دي او د روانو اداري بهیرونو او حتا د اداري محکمو د پرېکړو له امله هره ورځ بدلېدای شي».
د جرمني فدرالي حکومت د ډسمبر په میاشت کې له ۶۵۰ څخه زیاتو افغان ښځو او سړیو ته خبر ورکړ چې جرمني به نور هغوی ونه مني. دا پرېکړه د هغو کسانو په اړه وه چې د بشري حقونو په نوملړ کې وو، یا د «انتقالي پروګرام» برخه ول.
له دې پرېکړې سره یو ځای، هغوی ته دا وړاندیز هم وشو چې که بېرته افغانستان ته ستنېږي یا بل هېواد ته ځي، مالي او لوژستیکي مرسته به ورسره وشي. د دغو کسانو لپاره پخوانۍ مرستې لکه په مېلمستونونو کې استوګنه به پای ته ورسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه هم په اسلاماباد کې پر مېشتو کسانو او هم هغو کډوالو تطبیقېږي چې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له نږدې ۲۷۰ ورځو راهیسې د طالبانو استخباراتو د افچین کمپنۍ د دریو مسوولانو پاسپورټونه برمته نیولي دي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د چین سفارت له طالبانو غوښتي چینايي وګړو ته پاسپورټونه ورکړي چې چین ته ستانه شي.
د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو نن پنجشنبه وویل، چې دا پاسپورټونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په سپارښتنه ددې ډلې د استخباراتو ریاست له خوا د افچین کمپنۍ له دریو مسوولانو اخیستل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د افچین کمپنۍ درې تنه مسوولان په کابل کې ازاد ګرځي، خو د پاسپورټونو د نه لرلو له امله افغانستان نه نه شي وتلی.
د روان کال د وږي ۸مه افغانستان انټرنشنل راپور خپور کړ، چې طالبانو د افچین کمپنۍ اته چینايي کارکوونکي خوشي کړي او بېرته چین ته ستانه شوي، خو څلور نور لا هم د دوی په ولکه کې دي.
طالبانو له دې کمپنۍ سره په نامعلومو دلایلو د امو د نفتو قرارداد لغوه کړی او د کمپنۍ ماشینونه یې هم ضبط کړي دي.
د طالبانو دې سرچینې د کسانو د نیول کېدو د علت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د غبرګولي ۴مه اعلان وکړ چې، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرلهپسې سرغړونو له امله فسخ شوی دی.
د تړون د فسخ کېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې وه.
له دې وړاندې یوې چینايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« قرارداد طالبانو خپله لغوه کړ خو اوس یې د کمپنۍ کسان ځکه نیولي چې پر کمپنۍ فشار راوړي څو ماشین الات طالبانو ته پرېږدي.»
دوی همداراز ویلي و، چې طالبان اوس هم د دوی د ماشین الاتو په واسطه تېل استخراجوي.
خو اوس افچین کمپني ته نژدې سرچینو وویل، چې داخلي شرکتونه او کمپنۍ د نفتو د استخراج توان نه لري او روان استخراج به د تیلو استخراج بهیر ویجاړ کړي.
سرچینې وویل:« د افچین کمپنۍ ټېکنالوژي کارول اسانه نه دي، دا تیل به ډېر ژر ختم شي ځکه چې د امو نفتو د ځمکې لاندې جوړښت ډیر پېچلی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د کانونو وزارت یو پلاوی د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی و او هلته یې له روسي کمپنیو غوښتي وو چې د امو سیند د نفتو استخراج پرغاړه واخلي.
په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي وایي، ټاکل شوې چې د ملاهبت الله په لاسلیک ۱۰۰۰ نور جنګیالي بدخشان ته ولاړ شي؛ څو په دغه ولایت کې د سرو زرو کانونو د کېندنې له شرکتونو ساتنه وکړي. د هغه په وینا؛ دغه ځواک د پانګونې ساتنې او د کانونو د پروسې د تنظیم لپاره جوړ شوی دی.
ښاغلي غزنوي په یوه مرکه کې ویلي، چې د بدخشان په کانونو کې پانګونه ساتنې او منظم مدیریت ته اړتیا لري او له همدې امله د کانونو د امنیت ډاډمنتیا لپاره د یوه ځانګړي ځواک جوړولو وړاندیز شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو والي وویل، چې د دغه ځواکونو فعالیتونه به ډېر ژر پیل شي او تخنیکي چارې یې روانې دي. ځایي اوسېدونکي د «روڼتیا له نشتوالي او د چاپېریال د لهمنځه تلو» له امله د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې له کبله ناخوښه دي.
غزنوي دا هم وویل، چې له دغه کانونو ترلاسه شوي عاید د طالبانو حکومت پورې اړه لري؛ خو دغه عاید به د عامه ګټو پروژو لپاره په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې وکارول شي. په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د ځایي اوسېدونکو او د طالبانو د کانونو د کېندنې شرکتونو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبانو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو او په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې ته زور ورکړی او دامهال سلګونه شرکتونه د افغانستان په شمال کې د کانونو په کېندنو بوخت دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په بدخشان کې ۱۰۰زره کسان د یادې ډلې لپاره د سرو زرو کانونه پر کېندنې بوخت دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان په مستقیمه او نامستقیمه توګه د شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خوان او ارغنجخواه کانونو کې فعالیت لري.
په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د خطاطانو له ټولنې سره په ګډه د «هفت قلم» په نوم هنري نندارتون جوړ کړی دی. د یاد ریاست په وینا؛ په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۴۰ قلمه هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دغه نندارتون کې د خطاطۍ او رسامۍ بېلابېل اثار شامل وو، چې د هنر برخې مینهوالو پهکې ګډون کړی و؛ خو د یاد نندارتون د ګډونوالو په ډله کې هېڅ ښځینه نهوه شامله او نه هم د ښځو کوم هنري اثر نندارې ته وړاندې شو.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د یوه سوداګریز او صنعتي نندارتون ته د ښځو د ورتګ مخه نیول شوې وه. سره له دې چې افغان نجونې او ښځې په نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري؛ خو په دغه نندارتون او ورته نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ګډون اجازه نهورکول کېږي.
دغه وضعیت د ښځو پر هنري، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو دوام ښيي، چې له امله یې ګڼې نجونې له خپلو هنري فعالیتونو او د خپلو اثارو له نندارې بېبرخې پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روژې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، د روژه ماتي پرمهال باید هغه ۱۷.۴ مېلیونه افغانان له یاده ونه اېستل شي چې له سختې لوږې سره مخ دي. یادې ادارې ویلي، چې ۲۱ مېلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له سختې لوږي سره مخ مېلیونونه ستنې شوې کډوالې کورنۍ او د طبیعي پېښو اغېزمنو سره باید مرسته او همکاري وشي.
تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین په اړه خبرداری ورکړی. هغه د مرستو د کمښت ویجاړونکو پایلو ته په اشارې ویلي:« د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی».
اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د ۱۷.۴ مېلیون کسانو څخه چې له سختې لوږې سره مخ دي؛ د خوړو نړۍوال پروګرام اوس یوازې دوه مېلیونو سره مرسته کولای شي. جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته وویل: «موږ اوس اړ یو، چې د هرو څلورو کسانو له ډلې یوازې له یوه سره مرسته وکړو؛ ځکه چې کافي بودجه نهلرو».