
په بامیان کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې ریاست خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ یې پر ۳۰ تازه ستنو شویو کډوالو کورنیو د کډوالو په ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه وېشلي دي.
د یاد ریاست په وینا؛ دغه کورونه چې د ۱۳۲زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي، د هر کور د جوړېدو لګښت یې ۴زره او ۴۰۰ ډالر دی او هر کور دوه خونې، یو دهلېز، یو پخلنځی او دوه تشنابونه لري.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.
طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي..