• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن‌پوسټ: ټرمپ پر ایران د پوځي برید لپاره پراخ چمتووالی لري

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۰

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ حکومت د ایران پر وړاندې د پراخ او ښایي اوږدمهاله برید لپاره چمتو دی. پنټاګون وایي، په منځني ختیځ کې یې یو ستر ضربتي ځواک د بشپړیدو په حال کې دی.

په همدې حال کې، د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي، چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د محدود لومړني پوځي برید د غور په حال کې دی، څو تهران دې ته اړ کړي چې د هغه غوښتنې ومني.

د واشنګټن پوسټ د معلوماتو له‌مخې، دغه پوځي چمتووالی چې له څو اوونیو راهیسې روان دی، د «یواېس‌اېس جرالد فورډ» الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ او د هغې ملګرو بېړیو د رسیدو په انتظار کې دی. پوځي قومندانانو تېره اوونۍ د دې بېړیو ماموریت تمدید کړ او د کارابین سمندر له لارې یې د منځني ختیځ سیمې پر لور واستول. بېړۍ د پنجشنبې په ورځ د جبل الطارق تنګي ته نږدې شوې او د سرچینو په وینا، امکان لري، چې په څو ورځو کې برید پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په سهار (د سلواغې ۳۰مه) په واشنګټن کې د خپل لومړي «سولې بورډ» غونډه کې وویل: «کېدای شي موافقه وکړو، کېدای شي ویې هم نه‌کړو. تاسو به د ۱۰ ورځو په اوږدو کې پوه شئ». د هغه لوړپوړو امنیتي سلاکارانو د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ایران په اړه غونډه وکړه او خبر شول، چې اعزامېدونکې قواوې به د مارچ تر نیمایي په بشپړه توګه په سیمه کې ځای پر ځای شي.

د ځواک ننداره
چارواکي وايي، د امریکا حکومت غواړي، وښيي چې په سیمه کې د خپلې پوځي وړتیاوو د زیاتولو هڅه کوي. ټرمپ په ښکاره توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي د نسکورولو امکان هم یاد کړی او تېره اوونۍ یې ویلي وو، که ایران نوي مشران ولري، «تر ټولو ښه پېښه به وي».

خو د واشنګټن پوسټ په وینا، لا هم د پوځي عملیاتو لپاره رسمي امر نه‌دی صادر شوی. ځینې سرچینې وايي، د ایټالیا د ژمني المپیک د ختمیدو موضوع هم په پریکړه کې په پام کې نیول شوې ده.

په اسراییل کې د امریکا پخواني سفیر او د پنټاګون پخواني لوړپوړي چارواکي ډینیل شاپیرو وویل، چې متحده ایالات د اسراییل له ملاتړ سره پر ایران له «پرېکنده پوځي برترۍ» برخمن دی. د هغه په وینا، جنګي بېړۍ د امریکا له موجوده ځواکونو سره یو ځای کېږي چې په‌کې ګڼ شمېر جنګي الوتکې، د هوایي دفاع سیسټمونه او نورې وسلې شامل دي.

خو شاپیرو د ایران اسلامي جمهوریت د غبرګون په اړه خبرداری ورکړ: «هغوی به د امریکا او اسراییل له ګډو تېرو بریدونو ډېر زیانمن شي، خو دا د جګړې د ژر پای ته رسېدو معنا نه‌لري او هغوی کولای شي مقابل لوري ته هم تاوان واړوي».

د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی

په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی د واشنګټن او تهران له وروستیو خبرو سره همغږی دی، چې په عُمان او جنیوا کې ترسره شوې. د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لېوېټ ویلي، دواړه خواوو په خبرو کې «لږ پرمختګ» کړی، خو «په ځینو موضوعاتو کې ډېر واټن شته» او تمه ده، چې ایران په راتلونکو څو اوونیو کې نور تفصیل وړاندې کړي. لا هم معلومه نه‌ده چې ټرمپ تر هغه وخته انتظار کوي که نه.

یوه اروپایي ډیپلوماټ چې د خبرو اترو له جریان څخه معلومات لري ویلي، په پیل کې فکر کېده، چې پوځي فشار د خبرو لپاره د امتیاز اخیستو وسیله وي، خو له جنیوا مذکراتو وروسته اوس داسې ښکاري، چې ایران به له خپلو اصلي دریځونو د بېلګې په توګه د یورانیمو غني کولو حق څخه، شا ته لاړ نه‌شي.

هغه وویل، د پوځي حضور زیاتوالی په پیل کې ځینې سیمه ییزو چارواکو ته ډاډ ورکوونکی وو، خو اوس د اوږدې جګړې لپاره د چمتووالي نښې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي. هغه وویل: «موخه‌ييز بریدونه کېدای شي فشار راولي، خو اوږده وینه‌ بهوونکې جګړه به وي او ښایي نور هېوادونه هم په قصدي یا تېروتنې سره په دې جګړه کې ښکېل کړي».

د پنټاګون پخوانۍ چارواکې دانا استرول وايي، د ځواکونو دا غونډېدنه د «یوازې یوه ورځني برید» ته نه، بلکې ډېرو پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی ښيي.
له ایران سره اوږدمهاله جګړه د ټرمپ د تېر وخت له عملیاتو لکه په ونزوېلا کې د نیکولاس مادورو نیول، په یمن کې د حوثيانو بمبارۍ او یا د ایران پر اټومي تاسیساتو له محدودو بریدونو سره اساسي توپیر لري. په تېرو مواردو کې ټرمپ د لنډمهاله عملیاتو امر کړی وو، بیا یې د بریا اعلان کړی او نورو موضوعاتو ته رسېدلی دی.

په میز کې اختیارات: له محدود برید څخه تر رژیم بدلولو
په دې پرمختګونو کې، وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې ټرمپ په «سولې بورډ» کې د غزې په اړه خبرداری ورکړی: «که ایران موافقه ونه‌کړي، بدې پېښې به وشي» او زیاته یې کړه، چې د ۱۰ ورځو په اوږدو کې به وضعیت روښانه شي.
امریکایي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې ټرمپ لا هم د برید امر نه‌دی کړی، خو د اختیارونو په منځ کې یې د یوې اوونۍ پراخو عملیاتو پلان شته چې هدف یې د ایران رژیم کمزوري کول یا بدلول دي او د محدودو حملو پلانونه هم د دولتي او پوځي تاسیساتو پر وړاندې سنجول کېږي.

ځینو چارواکو خبرداری ورکړی، چې داسې بریدونه ښایي تهران د غچ اخیستنې غبرګون ته اړ کړي او امریکا به د منځني ختیځ په پراخه جګړه کې ښکېله کړي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکي، د وروستیو خبرو ټپېدلی وضعیت، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور له زیاتوالي سره یو ځای، د پوځي اقدام احتمال لوړ کړی دی. واشنګټن غواړي، چې د ایران اټومي فعالیتونه ختم، د بالسټیک توغندیو پروګرام محدود او د نیابتي ځواکونو ملاتړ بند کړي. په همدې حال کې، تهران یوه جامع موافقه رد کړې او یوازې یې د محدودو امتیازاتو وړاندیز کړی دی.

دغې ورځپاڼه د ایراني چارواکو ګواښونو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې خامنه‌یي په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې ځواکونه یې کولای شي د امریکا یوه الوتکې وړونکی بېړۍ ډوبه کړي او پوځ یې «په داسې سختۍ ووهې چې بیا به ځان هم نه‌شي پورته کولی».

وال‌سټریټ ژورنال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د ټرمپ د پخوا ټاکل شوې ضرب‌الاجل په اړه بد‌بینه دی، ځکه تېر کال هم سپینې ماڼۍ ورته وخت ورکړ، خو څو ورځې وروسته د بی-۲ بمبارکوونکو الوتکو درې اټومي سایټونه په نښه کړل.

د ورځپاڼې په وینا، اوسني پلانونه د پخوانیو محدودو بریدونو پرتله ډېر پراخ او ډېر خطرناک دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د فضایي موجوداتو په تړاو اوباما د محرمو معلوماتو پر افشا کولو تورن کړ

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د فضايي موجوداتو د رښتينولۍ په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې محرم معلومات افشا کړي، خو ټرمپ د دې ادعا لپاره هېڅ ډول سند يا ثبوت نه‌دی وړاندې کړی.

ټرمپ له خبريالانو سره د «اېر فورس ون» الوتکه کې چې د جورجيا ايالت پر لور روانه وه، په خبرو کې وويل: «هغه دا موضوع له طبقه‌بندي شويو معلوماتو راوېسته. هغه ته نه‌ښايېدل چې داسې کار وکړي. ده لويه تېروتنه وکړه».

دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې اوباما د يوه پوډکاسټ له کوربه براین ټايلر کوهن سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ خپره شوه، د فضايي موجوداتو د شته‌والي په اړه پوښتنې ته ځواب ورکړ. اوباما په دې مرکه کې وويل: «هغوی شته دي، خو ما نه‌دي ليدلي او په ۵۱مه سيمه کې نه ساتل کېږي. هېڅ ډول ځمکې لاندې تاسيسات نشته، مګر دا چې کومه ستره دسيسه روانه وي او هغه يې د امريکا له ولسمشر څخه پټه ساتلې وي».

۵۱مه سيمه د امريکا د هوايي ځواک يوه پټه پوځي اډه ده، چې په نوېډا ايالت کې موقعيت لري. ځينې حاشيوي نظريه‌ ورکوونکي ګومان کوي، چې د پرديو مړي او يوه لوېدلې فضايي بېړۍ هلته ساتل کېږي. خو په ۲۰۱۳ کال کې د مرکزي استخباراتو ادارې له‌خوا خپاره شوي ارشيفونه ښيي، چې دغه ځای د فوق‌ محرم جاسوسي الوتکو د ازموينې لپاره کارېدلی دی.

د اوباما په خبرو کې داسې هېڅ نښه نه‌وه، چې ګوندې ده کومو محرمو معلوماتو ته اشاره کړې وي. هغه د يکشنبې په ورځ په انسټاګرام کې په يو پيغام کې وليکل: «د خپلې ولسمشرۍ په موده کې ما هېڅ داسې سند ونه‌ليد چې وښيي له موږ سره دې پرديو موجوداتو اړيکه نيولې وي. رښتيا هم»!

اوباما زياته کړه، چې له ځمکې څخه دباندې د ژوند د امکان په اړه د هغه باور د کایناتو د پراخوالي او د احصاييوي احتمال پر بنسټ ولاړ دی، چې ښايي د نړۍ په نورو برخو کې ژوند موجود وي. خو هغه ټينګار وکړ، چې د واټنونو د ډېر اوږدوالي له امله د دې احتمال کم دی چې د فضا موجودات دې ځمکې ته سفر کړی وي.

ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ده د فضا د موجوداتو په اړه کوم ثبوت ليدلی که نه، وويل: «زه نه پوهېږم چې هغوی شته که نه».

سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ولسمشر د څرګندونو په اړه نور وضاحت نه‌لري. د اوباما دفتر هم د نظر غوښتنې په اړه سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د امریکا د جنګ وزارت په وروستيو کلونو کې د ناپېژندل شويو الوتونکو شيانو په اړه څېړنې کړې دي. د امريکا لوړپوړو پوځي قومندانانو په ۲۰۲۲ کال کې وويل، چې داسې هېڅ ثبوت يې نه‌دی موندلی چې وښيي فضایي موجودات دې ځمکې ته راغلي وي يا دې کومه بېړۍ راپرېوتې وي.

په هغه راپور کې چې د جنګ وزارت په ۲۰۲۴ کال کې خپور کړ، ويل شوي چې د دويمې نړۍوالې جګړې له پای راهيسې د امريکا د حکومت څېړنو د فضا له بهر څخه د کومې ټېکنالوژۍ هېڅ نښه نه‌ده موندلې او ډېری ثبت شوې ليدنې په اصل کې عادي شيان او پديدې وې چې په تېروتنه پېژندل شوې وې.

ایران ګوترېش ته ویلي چې د پوځي برید په صورت کې به پرېکنده ځواب ورکړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلي، که دغه هېواد له پوځي برید سره مخ شي، نو په سیمه کې به د بریدګر هېواد ټولې اډې او تاسیسات قانوني اهداف وګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوه لیک کې ویلي، چې د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې «د پوځي تېري د حقیقي ګواښ نښه ده».

په لیک ویل شوي، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه‌دی.

دغه لیک چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ادرس لیکل شوی، په‌کې راغلي، که پر ایران پوځي برید وشي، نو پرېکنده ځواب به ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د «سولې بورډ» غونډې پرمهال ویلي، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه معنا لرونکې هوکړه ونه‌کړي، نو په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به له خورا بدو پایلو سره مخ شي.

نوې څېړنه: د جرمني په رسمي بنسټونو کې توکم‌پالنه ژورې ریښې لري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

یوه نوې څېړنه ښيي، چې په جرمني کې توکم‌پالنه یوازې د اشخاصو فردي چلند نه‌دی، بلکې د رسمي بنسټونو د جوړښت او ورځنیو کړنلارو برخه ګرځېدلې ده. د لایپزیګ د ټولنیز یووالي د څېړنو د انسټيټیوټ څېړونکو له درې کلنې ارزونې وروسته خپلې دا موندنې خپرې کړې دي.

دوی په دې موده کې د کارموندنې مرکزونه، د کډوالۍ دفترونه، پولیس، ګمرک، محکمې، روغتیايي بنسټونه او د ټولنیزو خدمتونو ادارې څېړلي دي.

د جرمني خبري شبکې دویچه‌وله د چهارشنبې په ورځ د دغې څېړنې د پایلو په اړه راپور ورکړ او ویې لیکل، چې په یادو ټولو بنسټونو کې توکميز توپیر شته. د راپور له‌مخې، د هرې ادارې د کاري دود او د کارکوونکو د واک او صلاحیت د کچې له‌مخې، دا تبعیض په بېلابېلو بڼو څرګندېږي.

د څېړنې له‌مخې، د ژبې خنډونه له مهمو ستونزو څخه ګڼل شوي دي. ځینو غوښتونکو ته په فعاله توګه مرسته برابریږي، خو هغه کسان چې په جرمني ژبه پوره مهارت نه‌لري، کله ناکله له خدمتونو بې برخې کېږي او یا هم د ژبې ستونزه د خدمت د نه‌وړاندې کولو لپاره د پلمې په توګه کارول کېږي.

له دې سربېره، د سیمو تر منځ د عامه لیدلورو او ټولنیز چاپېریال توپیرونه هم د ادارو په چلند او کړنو کې اغېز ښندي او انعکاس مومي.

څېړونکو سپارښتنه کړې، چې د شکایتونو خپلواکې ادارې دې جوړې شي، د پوهاوي او د توکم‌پالنې ضد روزنیز پروګرامونه دې پراخ شي او له هغو ټولنیزو ډلو څخه چې د تبعیض له ګواښ سره مخ دي، کسان دې د دولتي خدمتونو په ټولو کچو کې وګومارل شي.

دغه څېړنه په ډاګه کوي، چې د توکم‌پالنې پر وړاندې مبارزه یوازې په قوانینو او مقرراتو نه‌حل کېږي، بلکې د عامه بنسټونو د جوړښت او کاري کلتور سمون او بدلون هم همغومره ارزښت او اړتیا لري.

د قطر استازې: د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک ټاکلو حق پرته په منځني ختیځ کې ثبات ناشونی دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې یو ځل بیا له فلسطین څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د اسراییل وروستی اقدام یې د سولې پر وړاندې لوی خنډ بللی دی. په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې ویلي، چې د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک ټاکلو له حق پرته په منځني ختیځ کې ثبات ناشونی دی.

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف ال‌ثاني د یاد سازمانو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې د اسراییل له‌خوا د غزې د لویدیځې غاړي د ځمکو د غضب او هلته د نویو اداري بدلونونو په اړه سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي، چې اسراییل غواړي په دې اقدام سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو لړۍ چټکه کړي.

نوموړې زیاته کړه: «قطر د اسراییل له‌خوا د لویدیځې غاړې ځمکې په دولتي نامه اړول په کلکه غندي او دا د فلسطیني ولس د حقونو د غصب یو بل غیرقانوني ګام بولي».

نوموړې ویلي، چې اسراییل په پرله‌پسې ډول له اوربند څخه په سرغړونې سره پاروونکي اقدامات کوي او غوښتنه یې کړې چې اسراییل دې په غزه کې د دایمي ثبات لپاره د سولې دویم پړاو ته په بشپړ درناوی ولري.

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې د خپلو خبرو پر مهال په ټینګار سره ویلي، چې په منځني ختیځ کې تر هغه وخته ثبات ناممکن دی، څو چې د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق نه‌وي ورکړل شوی.

نوې څېړنه: غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر اعلان شویو هغو لوړ دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۰

د لنسټ ګلوبل هېلت مجلې یو څېړنه څرګندوي، چې د اسراییل د پوځي برید په لومړیو ۱۵ میاشتو کې په غزې تړانګه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۷۵ زرو اوړي. دا شمېر د هغو نږدې ۴۹ زرو کسانو پرتله ډېر لوړ دی، چې همدې موده کې د غزې روغتیايي چارواکو اعلان کړی وو.

دغه علمي او ارزول شوې څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري د دې مودې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شاوخوا ۵۶ اعشاریه ۲ سلنه جوړوي. د څېړونکو په وینا، دا ترکیب په ټوله کې د غزې د روغتیا وزارت له راپورونو سره سمون لري.

د دې څېړنې میداني چارې د «فلسطین د پالیسۍ او سروې څېړنیز مرکز» له لوري ترسره شوې دي. دا بنسټ د فلسطیني نظر پوښتونکي خلیل شقاقي تر مشرۍ لاندې کار کوي او له څو لسیزو راهیسې په لوېدیځه غاړه او غزه کې د عامه افکارو سروې‌ګانې ترسره کوي. د دې مطالعې اصلي لیکوال مایکل سپاګاټ دی، چې د رایل هالووې د لندن پوهنتون استاد دی.

د لیکوالانو په وینا، دا په غزې تړانګه کې د مړینو د کچې په اړه لومړنۍ خپلواکه وګړنیزه سروې ده، چې د روغتیا وزارت پر اداري شمېرو له تکیې پرته ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۰مې نېټې پیل او په اوو ورځو کې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له دوو زرو فلسطیني کورنیو سره مخامخ مرکې شوې دي.

په راپور کې راغلي: «ګډ شواهد ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې، د غزې تړانګې شاوخوا ۳ تر ۴ سلنه وګړي د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. همدارنګه، د جګړې له امله په غیرمستقیم ډول د پام وړ شمېر عادي مړینې هم رامنځته شوې دي».

د قربانیانو د شمېر پر سر اختلاف

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې وروسته، کله چې د حماس په مشرۍ پر اسراییل بریدونه وشول او ورپسې اسراییل پر غزې دوامداره بریدونه پیل کړل، د وژل شویو کسانو شمېر تل لانجمنه موضوع پاتې شوې ده. د غزې روغتیايي چارواکي، چې ملګرو ملتونو په تېرو کلونو کې یې شمېرې د باور وړ بللې دي وایي، تر اوسه له ۷۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او اټکل کوي، چې زرګونه جسدونه لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

اسراییل دغه شمېر له دې امله تر پوښتنې لاندې راوستی، چې د غزې روغتیا وزارت د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي. خو تېره میاشت د اسراییل یوه لوړپوړي پوځي چارواکي اسراییلي رسنیو ته ویلي وو، چې دغه شمېر په ټوله کې سم دی؛ هغه دریځ چې وروسته د اسراییل پوځ وویل، د رسمي معلوماتو استازیتوب نه‌کوي.

د لنست ګلوبل هېلت څېړونکي وایي، د دوی شننه هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې شمېر لوړ ښودل شوی دی او ان دا څرګندوي، چې د روغتیا وزارت شمېر ښايي د روانو بحراني شرایطو له امله تر اصلي شمېر ټيټ وي.

د مړینو د شمېر د محاسبې څرنګوالی

په دې څېړنه کې میداني مرکه‌کوونکي چې ډېری یې ښځې وې او د سروې په ترسره کولو کې یې تجربه لرله، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له کورنیو سره مخامخ خبرې کړې دي. په پوښتنپاڼه کې له ځواب ویونکو غوښتل شوي وو، چې د خپلو نږدې خپلوانو هغه کسان په نومونو یاد کړي چې وژل شوي دي.

لیکوالان څرګندوي، چې د مړینو اټکل د وزندارو ټولیزو شمیرو پر بنسټ شوی دی؛ یعنې د سروې هر ګډونوال ته داسې توان ورکړل شوی، چې د غزې په ټول نفوس کې د هغه د استازیتوب کوونکو کسانو شمېر وښيي. د هغوی په وینا، د تاوتریخوالي اړوند مړینو پایلې د ۹۵ سلنې باور وړ کچې له حدودو سره مل دي، چې د احصایوي اټکل د کره‌والي اندازه څرګندوي.

د دې څېړنې له‌مخې، د جګړې په لومړیو ۱۵ میاشتو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ عادي مړینې هم ثبت شوې دي، چې لاملونه یې ناروغۍ، پخواني جسمي حالتونه، پېښې یا د جګړې له امله نور غیرمستقیم عوامل بلل شوي دي. دا شمېر له هغو نږدې ۷۵ زره او ۲۰۰ جګړه ییزو مړینو څخه جلا اټکل شوی دی.

د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې په بریدونو کې چې د حماس تر مشرتابه لاندې ځواکونو د اسراییل پر سوېل ترسره کړل، له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور یرغمل نیول شوي وو. د اوربند پر مهال یو شمېر یرغمل کسان او د ځینو وژل شویو مړي بېرته سپارل شوي دي.

حماس له اسراییل سره په نښتو کې د خپلو ځینو پوځي قومندانانو وژل کېدل منلي، خو د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه یې ډېر کم رسمي شمېرې خپرې کړې دي.