• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خواجه اصف ادعا: هند د افغانستان په ملاتړ د پاکستان پر وړاندې نیابتي جګړه مخته وړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د هغه نیابتي جګړې پایله بللې چې د هند له‌خوا په کابل کې د طالبانو په ملاتړ پر مخ وړل کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې، چې هند او افغانستان په نیابتي جګړه کې لاس لري او پاکستان به د پولې اخوا بریدونو کې هېڅ زړه نا زړه نه‌شي.

نوموړي زیاته کړې: «دمګړی په افغانستان کې هر ډول ترهګرې ډلې شته. ټي‌ټي‌پي، داعش، بلوڅ وسله‌وال او نورې بلا ډیرې ډلې هلته شته، ځکه کابل له هغوی سره همکار دی».

نوموړي ویلي، چې دمګړۍ په پاکستان کې نږدې ټولې ترهګرې ډلې شته او لامل یې هم د یادو ډلو په ځپلو کې د افغان طالبانو د جدیت نشتوالی بللی دی.

نوموړي همداراز ادعا کړې: «په پاکستان کې هر برید د کابل له برکته کېږي. دوی [طالبان] پر ټول هېواد واک لري، که دوی وغواړي دوی ترهګرې ډلې کنټرولولی شي او دا د دوی مسوولیت دی».

نوموړي په ډاګه کړې، چې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ هېڅ ډول ډیپلوماټيکې اړیکې نه‌شته او هغوی له پاکستان سره په جګړه کې د ماتې خوړولو د غچ لپاره د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او برعکس وايي، چې د داعش ډلې ټول مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي او هند هم د پاکستان دغه ډول څرګندونې بې‌بنسټه بللي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

خُرم: د امريکا احتمالي موخه ايران کې د «نوي نظام جوړول» نه بلکې د «اوسني نظام ګډوډول» دي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ارګ د دفتر پخواني ریيس عبدالکریم خُرم د سيمې وروستيو پوځي خوځښتونو ته په اشارې سره ويلي، داسې ښکاري چې د امريکا متحده ايالاتو احتمالي موخه په ايران کې د نوي نظام رامنځته کول نه‌دي، بلکې د شته نظام کمزوري کول او ګډوډول دي.

خُرم د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه کې په یوې خپرې کړې شننه کې ويلي، چې د سيمې د تاوتريخوالي زياتوالی له هغې قضیې سره هم‌مهاله شوی، چې د جېفري اپسټين د دوسيې پايلې د امريکا پر ولسمشر ډونالد ترمپ سياسي اغېز ښیندلی دی، خو نوموړي ټينګار کړی، چې اساسي پام بايد د سيمې په اړه د امريکا پر سترې تګلارې وي، نه يوازې پر کورنيو سياسي موضوعاتو.

د هغه په اند، امريکا په داسې وخت کې چې د روسيې او چين په څېر له ځواکمنو سيالانو سره مخ ده، هڅه کوي د پوځي چمتووالي او سياسي خوځښتونو له لارې خپل برلاسی دريځ وساتي او په سيمه کې خپل نفوذ ټينګ کړي.

خُرم د سوريې وروستي بدلونونه، د غزې جګړه، په سویلي قفقاز کې د امريکا رول، د افغانستان اوسنی حالت او د پاکستان په ځينو سيمو کې بې‌ثباتي د يوې لویې اجنډا برخې بللي دي. د هغه په وينا، دا ټول بهيرونه په پای کې د روسيې د مهارولو او د منځني ختيځ د انرژۍ زېرمو ته د چين د لاسرسي د محدودولو له ستر هدف سره تړاو لري.

نوموړي همداراز په سویس کې د امريکا، روسيې او ايران تر منځ وروستيو خبرو ته په اشارې ويلي، چې سټیف ویټکوف او جراډ کوشنر ته د دغې مسالې سپارل ښيي، چې واشنګټن په دې خبرو کې بشپړ جديت نه‌لري او ښايي دا بهير يوازې د وخت تېرولو لپاره وي.

خُرم د خپلې شننې په پای کې ليکلي، چې له ځمکنۍ پوځي لاسوهنې پرته د «نظام بدلون» عملي کول ډېر ګران کار دی. د هغه په اند، که هوايي يا سمندري بريدونه ترسره شي، نو تر ټولو ډېر امکان دا دی، چې د نوي جوړښت پر ځای به بې‌ثباتي نوره هم پراخه شي او ان د ایران د ټوټه کېدو خطر به هم زيات شي. هغه دا وضعيت د هغه څه له تجربې سره ورته بللی چې په لیبیا کې رامنځته شول.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې هر ډول پراخې نښتې به د سيمې لپاره درنې پايلې ولري او د منځني ختيځ ثبات به نور هم زيانمن او کمزوری کړي.

په کندهار کې له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د یوې خیریه موسسې له لوري په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه. دغو کورنیو د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مرستو کې یوه اندازه اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

دغو اړمنو کورنیو همداراز هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم ورسره ورته مرستې وشي.

مسوولینو هم یادو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې نورې مرستې به هم ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه‌شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

عراقچي له خپلو روسي او مصري سیالانو سره د اټومي مذاکراتو په تړاو خبرې کړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په دوو جلا جلا ټېلیفوني اړیکو کې له خپلو روسي او مصري سيالانو سره د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو بدلونونو او د اټومي خبرو د بهير په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړۍ ټېلیفوني اړيکه کې عراقچي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو او نړيوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

عراقچي په دې ټېلیفوني خبرو کې د اټومي موضوع په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت دريځونه روښانه کړل او ويې ويل، چې تهران د عادلانه او متوازنې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو پر مخ وړلو ته ژمن دی. هغه ټينګار وکړ، چې دا بهير بايد د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (NPT) په چوکاټ کې د ايران د حقونو او ګټو په پام کې نيولو سره پر مخ يوړل شي.

نوموړي همدارنګه په نړۍوالو ډګرونو کې د روسيې د رغنده او مثبتو دريځونو ستاينه وکړه او خپل روسي سيال يې د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو د بهير له وروستيو بدلونونو خبر کړ. خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د دوه‌اړخيزو اړيکو د ځينو نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

په بله بېله ټېلیفوني اړيکه کې د مصر د بهرنيو چارو وزير بدر عبدالعاطي له عراقچي سره د سيمه‌ييزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې وکړې. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وایي، عراقچي په دې خبرو کې هم د اټومي موضوع په اړه د ايران دريځونه بيان کړل او خپل مصري سيال يې په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ د وروستيو غيرمستقيمو خبرو اترو له بحثونو او پرمختګونو څخه خبر کړ.

ایراني چارواکي په داسې حال کې د سیمې هېوادونو له مشرانو سره دا خبرې اترې کوي، چې دوی تازه په سویس کې له امریکا سره د یوارنیمو غني کېدو او اټومي وسلو په تړاو مذاکرات کړي دي. عراقچي تر دې مذاکراتو وروسته رسنیو ته وویل، چې له امریکا سره یې په ځینو ټکو هوکړه کړې او نږدې راتلونکي کې به یو ګډ متن هم خپور کړي.

خو له دې سره سره ډونالډ ټرمپ لا هم پر ایران د برید ګواښونه دوامداره ساتلي او دغه هېواد ته یې لس ورځې وخت ورکړی که ورسره جوړ نه‌شي؛ نو له سخت وضعیت سره به مخ شي.

مولوي عبدالحمید: ایران باید په هوښیارۍ سره د جګړې مخه ونیسي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام مولوي عبدالحمید د ایران او امریکا ترمنځ روانو کړکېچونو ته په اشارې ویلي، چې جګړه د ملتونو لپاره ویجاړونکې پایلې لري او چارواکي باید په هوښیارۍ سره د جګړې مخنیوی وکړي.

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام مولوي عبدالحمید د جمعې له لمانځه مخکې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونو ته په اشاره ویلي، چې د ایران چارواکي باید د تدبیر له لارې د جګړې مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې: «په دې ورځو کې زموږ په هېواد کې د جګړې خبرې کېږي. هېڅوک دې د جګړې او له دښمن سره د مخامخ کېدو هیله نه‌کوي، ځکه جګړه تباهي ده او د ملتونو لپاره درنې پایلې لري».
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د جګړې د پېښېدو مخنیوی د چارواکو په لاس کې دی او د جګړې په مخنیوي کې باید له هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.

نوموړي همداراز د ایران پر حکومت غږ کړی، چې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي سیاسي بندیان دې له قید او شرط پرته ازاد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې په خورا نازک وضعیت کې دي او ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې به له ډېرو بدو پېښو سره مخ شي.

طالبان وایي له دې وروسته پاکستاني لارۍ تر عمري کمپ پورې د افغان کډوالو د لېږد اجازه لري

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دې وروسته به راستنېدونکي کډوال خپلې کډې د پاکستاني لاریو له لارې تر تورخم عمري کمپ راوړي. دغه ریاست زیاتوي چې پاکستانۍ لارۍ له عمري کمپ هاخوا د افغانستان ولايتونو ته د کډوالو د لېږد اجازه نه لري.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي، چې افغان کډوال به له عمري کمپ تر خپلو سيمو د هېواد په لاریو کې لېږدول کېږي. راپور زیاتوي چې د کډو وړلو لګښت د نظام له بوديجې ورکول کېږي‌.

طالبانو د افغانستان له بار وړونکو موټر چلوونکو غوښتي چې تورخم ته لاړ شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.