ډونالډ ټرمپ وايي د ونزوېلا ۵۰ مېليونه بېرله تېل هيوسټن ته روان دي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ونزوېلا ۵۰مېليونه بېرله تېل د ټېکساس ايالت هيوسټن بندر ته روان دي. هغه له خبريالانو سره په خبرو کې د تېلو په صنعت کې له ونزوېلا سره د امريکا مرستو ته اشاره وکړه او ويې ويل: «اوسمهال ۵۰مېليونه بېرله تېل په ډېرو لويو بېړيو کې هيوسټن ته روان دي».
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، په ونزویلا کې لنډمهاله چارواکي به له ۳۰ څخه تر ۵۰ مېلیونه بېرله پورې د لوړ کیفیت لرونکي هغه تېل امریکا ته وسپاري چې بندیز پرې لګېدلی. ټرمپ (د مرغومي ۱۶مه) پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي و: «دغه تېل به د بازار په بیه وپلورل شي او عواید به یې زما تر کنټرول لاندې د امریکا د ولسمشر په توګه ساتل کېږي؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه پیسې د ونزویلا او د امریکا د خلکو په ګټه کارول کېږي».
هغه زیاته کړه وه: «ما د انرژۍ له وزیر کرېس رایټ څخه غوښتي، چې دغه طرحه سملاسي عملي کړي. دغه تېل به د زېرمهکوونکو بېړیو له لارې ولېږدول شي او په مستقیم ډول به د امریکا د تخلیې بندرونو ته راوړل شي».
