• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د فضايي موجوداتو په اړه د اسنادو خپرولو امر وکړ

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د جګړې وزارت او نورو ادارو ته به لارښوونه وکړي؛ څو د فضايي موجوداتو او ناپېژندل شويو الوتونکو شيانو اړوند دولتي اسناد خپاره کړي.

دغه اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما تازه ويلي چې د ځمکې بهر موجوداتو موضوع واقعي ده. ټرمپ د جورجيا ايالت د سفر پرمهال خبريالانو ته د اوباما د څرګندونو په اړه وويل: «هغه دغه معلومات له محرمو اسنادو ترلاسه کړي وو؛ خو دا کار يې بايد نه وای کړی».
اوباما وړانې ويلي و، داسې کوم ثبوت یې نه‌دی ليدلی چې ګواکې فضايي موجوداتو دې ځمکې ته سفر کړی وي؛ خو باور لري چې د کایناتو د پراخوالي له امله ښايي په بل ځای کې مېشت وي.
هغه د دغه پوښتنې په ځواب کې «کله چې ولسمشر شوئ، لومړۍ پوښتنه مو څه وه چې غوښتل مو په ځواب يې وپوهېږئ؟» په ټوکه وويل: «پردي (فضايي موجودات) چېرته دي؟»
د ۲۰۱۹کال په جون میاشت کې د برېتانيا د سروې شرکت (یوګوو) له‌خوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي، ۵۴ سلنه امريکايان باور لري چې ښايي حکومت د ناپېژندل شويو الوتونکو شيانو په اړه تر هغه څه ډېر معلومات ولري چې اعلان کړي یې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي