• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی دی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان د شیوا سیمې اوسیدونکې اینه وزیر د ویډیو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی او له ځان سره وړی دی. له دې ویډيو وروسته د اینه وزیر د توپ اچونې ځانګړي ډول د کرېکټ د مینه پالو پام ځان ته راواړوه.

ذکیم وزیر پر اېکس خواله رسنۍ کې د ټي ټي پي له خوا د زعفران وزیر د نیول کېدو او د تښتول کېدو په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو د زعفران وزیر د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو سرچینو وویل، چې د اینه وزیر ویډیو تیت کېدل او د هغې له خوا د ښوونځي غوښتلو پاکستاني طالبان په غصه کړي دي او دا کار یې د شرعیت خلاف بللی دی.

د اینه وزیر ویډيو هغه وخت په ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس شوه، چې نوموړې په یوه خاورین لوبغالي کې کرېکټ لوبه کوي او ښکاري چې د خپلې لوبډلې چتکه بالره ده.

اینه وزیرې د خپل ویډیو له تیت کېدو وروسته په یوه پېغام کې ویلي و، چې وزیرستان کې د نجونو ښه ښوونځی نشته او دا غواړي په یوه ښه ښوونځي کې زده کړې وکړي.

د ویډیو له تیت کېدو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي محسن داوړ د اینه وزیر د پلار عمرګل انځورونه خپاره کړل او وویل، چې د روښانفکره اینه وزیر پلار څو میاشتې وړاندې د پاکستان په پوځي زندان کې په شهادت ورسیده.
د پاکستاني طالبانو له خوا د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر نیولو په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو فعالینو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي او غوښتنه یې کړې ده، چې نوموړی دې باید ژر تر ژره ازاد کړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې هم د افغان طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدلو سره دې ډلې له شپږمه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ وتړل او نجونو یې له ټولو ورزشي لوبو څخه راګرځولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پخواني پاکستاني چارواکي خبرداری؛ پاکستاني طالبان به پښتانه له منځه یوسي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري خبرداری ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو پالیسۍ د پښتنو ټولنه ویجاړوي. چوهدري د جمعې په ورځ د ایکس کې په یوه پیغام کې لیکي: «طالبانو د پښتنو ټولنه ویجاړه کړې ده؛ تاسو د بشپړې تباهۍ په لور روان یاست.»

فواد چوهدري د پښتنو مشرانو څخه وغوښتل، چې د خان عبدالغفار خان زده ګړو ته بیرته راوګرځي.

د خدايي خدمتګار غورځنګ مشر خان عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارزې، ټولنیزو اصلاحاتو، تعلیم او د پښتنو ترمنځ د مساوات سمبول و. هغه د قومي ډلو او مذهبونو ترمنځ د سوله ییز ګډ ژوند لپاره مبارزه وکړه.

فواد چوهدري د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت روان وضعیت ته اشاره کړې، چې په عمده توګه پښتانه دي. دا ایالت په پاکستان کې ترټولو ناامنه سیمه ګڼل کیږي.

د چارواکو په وینا، خیبر پښتونخوا تقریبا هره ورځ د امنیتي پیښو شاهده وي.

هغه زیاته کړه، چې په خیبر پښتونخوا کې، د کم عمره نجونو ودونه منع نه دي، موسیقي "کفر" اعلان شوې او زاړه قبایلي دودونه عام شوي دي.

افغان طالبانو هم په څو مواردو کې د موسیقۍ وسایل لمنځه وړي دي، په دې وروستیو ورځو کې په پروان ولایت کې د سلګونو وسایلو سوځول شامل دي.

ښاغلي چوهدري ټینګار وکړ :«چې د پښتنو مشرتابه باید هوش ته راشي.»

فواد چوهدري د دیني مدرسو د تدریجي بدلون غوښتنه وکړه، چې په تدریجي ډول عصري مدرسې شي، ځان د قبیلوي فکر څخه لرې کړي او د ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

افغان او پاکستاني طالبان د نجونو د زده کړې مخالف دي.

افغان طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو سره سم د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ وتړل.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې زده کړو ته د نجونو لاسرسی هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی.

فواد چوهدري مخکې په څو مواردو کې په افغانستان کې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کړې وه، او دا یې د پاکستان او سیمې لپاره یو ګواښ بللی و.

پاکستان غزې ته ځواکونه نه‌لېږي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰

پاکستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه‌دی، چې په غزه کې د «نړۍوال ثبات ځواک» لپاره سرتېري لېږي. په غزه کې د نړۍوال ثبات ځواک قوماندان جاسپر جیفرز وویل، چې اندونیزیا، مراکش، قزاقستان، کوزوو او البانیا د سرتېرو لېږلو ژمنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې؛ جیفرز همدارنګه ویلي مصر او اردن ژمنه کړې، چې د دغه ځواکونو روزنه به پر غاړه واخلي. د سولې د پلاوي لومړۍ غونډه پرون په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شوه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و. ډونالډ ټرمپ د سولې د پلاوي په لومړۍ غونډه کې اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې د بیارغونې لپاره ۱۰ مېلیارده ډالر او نور هېوادونه به اووه مېلیارده ډالر ځانګړي کړي.

غزې ته د سولې پلاوي د ځواکونو استولو موخه د سرحدي سیمو امنیت ټینګښت، د سیمې غیرنظامي کول او د حماس بې‌‌وسلې کول بلل شوې. اندونیزیا تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د غزې تړانګې ته د ۸زره سوله‌ساتو ځواکونو د استولو لپاره چمتووالی نیسي.

په روژې میاشت کې؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

فرانسه۲۴: افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېلي بندیز؛ پاکستان د نشه‌يي توکو پر مرکز بدلېدونکی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د فرانسې ۲۴ ټلوېزیوني شبکه وایي، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان چې کلونه د نشه‌يي توکو د لېږد ترانزیتي لاره بلل کېده، اوس په سیمه کې د نشه‌يي توکو د تولید او مصرف پر یوه له مهمو مرکزونو بدل شوی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو یو کال وروسته، د افغانستان نويو واکمنو په ناڅاپي ډول د کوکنارو کرکېله چې د تریاکو او هیروینو د تولید بنسټیزه ماده ده، منع اعلان کړه. یاده رسنۍ زیاتوي، چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په تولید کې د پام وړ کمښت لامل شوه او د دې هېواد دودیز «نشه‌يي اقتصاد» یې سخت بدل کړ.

راپور کې راغلي، د دې بندیز په پایله کې، د کوکنارو کرکېله په چټکۍ سره د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته، بلوچستان ته ولېږدېده. بلوچستان چې مخکې هم له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د کوکنارو د ناقانونه کرکېلې له نويو مرکزونو څخه ګرځېدلی دی.

هم‌مهاله له دې بدلون سره، له افغانستان سره تړلو د قاچاق شبکو خپل تمرکز په پراخه کچه د صنعتي نشه‌يي توکو پر تولید او وېش واړاوه. په پایله کې، په افغانستان کې تولیدېدونکی میت‌امفیتامین اوس د پاکستان بازار سخت اغېزمن کړی او ورته د کاروونکو لپاره په پراخه کچه لاسرسی شونی شوی دی.

د نشه‌يي توکو د دې اقتصاد پراختیا د پاکستان ټولنې ته مستقیمې او ویجاړوونکې پایلې لرلې دي؛ داسې چې اوس میلیونونه کسان د اعتیاد له ستر ناورین سره لاس او ګرېوان دي. کارپوهان خبرداری ورکوي، که د دغې ښکارندې پر وړاندې اغېزناکې مبارزې لپاره تګلاره او سیمه ییزه همکاري رامنځته نه‌شي، نو دا بحران به لا پسې پراخ شي او د سیمې ټولنیز او اقتصادي ثبات به نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د ډرون څرخکې برید شوی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰

ځايي امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ساعته وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پاکستان پوځیانو یوې پوستې ته څېرمه چاودنه کې ۷ تنه ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، چادونې یو نږدې هوټل ته زیان اړولی او لومړني معلومات ښيي چې وسله والو ډرون کارولی.

په سیمه کې د پولیسو یو افسر صمد خان د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې ټپیان سملاسي د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څیړنې ښيي چې دا برید په ډرون څرخکې شوی ، خو د پېښې د څرنګتیا په اړه پلټنې لا روانې دي.

تر اوسه پورې په دې چاودنه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم کومې وسله والې د برید مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې هم د پاکستان پوځ او هم یې وسله وال مخالفان په بریدونو کې له ډرون څرخکو کار اخلي.