• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنه: له ويده کېدو درې ساعته مخکې له خوړو ډډه کول د زړه روغتيا ته ګټه رسوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰

د امريکا د نورس وېسټرن پوهنتون نوې څېړنه ښيي،که څوک له ويده کېدو درې ساعته مخکې له خوړو ځان وساتي، د خوب پر مهال یې د وينې فشار او د زړه درزا ښه کېږي. له دې سربېره، له ويده کېدو مخکې د څراغونو د رڼا کمول هم د زړه او رګونو او همدارنګه د مېټابوليزم روغتيا پياوړې کوي.

دا څېړنه نږدې اته اوونۍ روانه وه او پايلې يې د امريکا د زړه ټولنې په علمي مجله کې خپرې شوې دي. په دې څېړنه کې لږ تر لږه د ۳۹ ګډونوالو معلومات وڅېړل شول چې عمرونه يې د ۳۶ او ۷۵ کلونو ترمنځ وو او زيات وزن یې درلود.

هغو کسانو چې لږ تر لږه درې ساعته مخکې له خوبه خوړل بند کړي وو، د هغو کسانو پرتله چې خپل عادي خوړنيز عادتونه يې دوامداره ساتلي وو، د پام وړ ښه‌والی وليد. په دې ښه‌والي کې د وينې فشار ۳.۵ سلنه راکمول او د زړه درزا ۵ سلنه کمېدل شامل وو. همدارنګه، د خوب پر مهال د دغو کچو طبيعي ټيټوالی هم وليدل شو، چې څېړونکو هغه د زړه او رګونو د روغتيا مهمه نښه وبلله.

د دغو کسانو د وينې د شکر کچه هم د ورځې په اوږدو کې په ښه حالت کې وه.

د نورس وېسټرن پوهنتون د فېنبرګ د طب پوهنځي د عصبي ناروغيو مرستيالې استادې ډاکټرې ډانيلا ګريمالدي ویلي: «د خوړو د وختونو سمون د بدن له طبيعي ويښتيا او خوب له بهير سره کولای شي د زړه، مېټابوليزم او خوب ترمنځ همغږي ښه کړي. دا ټول يو ځای د زړه او رګونو د روغتيا د ساتنې لپاره کار کوي».

هغې زياته کړه، چې څېړونکي د دغو منظم ښه‌والي پايلو په ليدلو «رښتيا هم ډېر خوښ او حيران» شول.

ګريمالدي فاکس نيوز ته وويل: «دا ډېره په زړه پورې وه، چې يو نسبتاً ساده بدلون، يعنې د خوړو د وخت بدلول، کولای شي په يوه وخت کې د شپې د خپلواکه عصبي سيسټم توازن، د وينې د فشار راکمول، د زړه د درزا سمون او د سهار د ګلوکوز مېټابوليزم ښه‌والی، پرته له دې چې کالوري محدوده شي يا وزن کم شي، رامنځته کړي».

هغې ټينګار وکړ، چې له خوبه مخکې درې ساعته موده «ډېره حياتي» ده، ځکه په همدې وخت کې د مېلاټونين هورمون زياتېږي او بدن د خوب پر لور روانېږي. په دې پړاو کې خواړه خوړل کولای شي د مېټابوليزم بهير ګډوډ کړي.

ډاکټره وينډي ټروکسل، چې د خوب د ناروغيو متخصصه ده، وويل: «د دې تګلارې د پلي کېدو لوړه کچه ښيي چې دا لاره په ورځني ژوند کې عملي او دوامداره کېدای شي او د زړه او مېټابوليزم پر روغتيا د اندازه کېدونکي ښه‌والي اغېز لري».

هغې زياته کړه، چې د امريکا د زړه ټولنې د څېړنې په اساس اوس سالم خوب د زړه د روغتيا لپاره د «ژوند اته بنسټيزو اصلونو» له ډلې يو اصل بلل کېږي.

نورس وېسټرن پوهنتون راپور ورکړی، چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په متحده ايالاتو کې يوازې ۶.۸ سلنه لويان د زړه او مېټابوليزم له پلوه په ښه او مطلوب حالت کې وو. دا ډول روغتيايي ستونزې کولای شي د مزمنو ناروغيو لامل شي، لکه د شکر دویم ډول، د زړه او رګونو ناروغۍ او د ځيګر د غوړوالي ناروغي.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز د څرګندونو له‌مخې، د زړه ناروغي لا هم په ټوله نړۍ کې د مړينې لومړی لامل ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې د حزب‌الله د یوه جګپوړي چارواکي په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۰

دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې اسراییل په لبنان کې د حماس د قوماندې یو مرکز هم په نښه کړی دی.

رویټرز د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې یاد بریدونه د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د لبنان د بقاع درې په بعلبک سیمه کې د حزب‌الله پر مرکزونو شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ختیځ لبنان د بقاع درې په بعلبک سیمه کې یې د حزب‌الله د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.

پر همدغه مهال سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې د حزب‌الله یو جګپوری چارواکی هم شامل دی، خو حزب‌الله تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې په لبنان کې د عین الحلوه په سیمه کې د حماس د قوماندې یو مرکز هم په نښه کړی، خو د یاد برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي.

اسراییل او حزب‌الله په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځکړیتوب پر اوربند هوکړه کړې، څو په سرحدي سیمو کې جګړه پای ته ورسوي، خو له لا هم دواړه لوري یو او بل د اوربند پر سرغړونو تورنوي.

رویټرز: امریکا پر ایران د برید په صورت کې مشخص مشران په نښه کوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰

دوو امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) رویټرز اژانس ته ویلي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي پلان جوړونه پرمختللي پړاو ته رسېدلې ده. یادو چارواکو ویلي، چې د امریکا په انتخابونو کې په ایران کې د مشخصو اشخاصو په نښه کول او د ایران د نظام د بدلول شامل دي.

رویټرز ویلي، چې یادو امریکايي چارواکو د په نښه کېدونکو کسانو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌ده څرګنده کړې، چې د امریکا پوځ به له پراخو ځمکنیو ځواکونو پرته د رژیم د بدلولو لپاه څه ډول اقدام وکړي.

رویټرز اژانس تېره اونۍ هم راپور ورکړی وو، چې د امریکا پوځ د ایران پړ وړاندې د څو اونیو دوامدارو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي او په یادو عملیاتو کې به د ایران پر امنیتي تاسیساتو او همدارنګه د یاد هېواد پر اټومي زیربناوو بریدونه هم شامل وي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي: «تمرکز پر هغو کسانو دی چې د سپاه پاسداران ځواکونو قومانده او کنټرول په واک کې لري. خو د داسې کسانو په نښه کول پراخو اضافي سرچینو ته اړتیا لري».

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر په ښکاره توګه په ایران کې د حکومت د بدلولو احتمال مطرح کړی او تېره اونۍ یې ویلي وو: «داسې ښکاري چې دا به تر ټولو غوره پېښه وي چې رامنځته کېدای شي».

په ورته مهال سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران پر خاوره برید وکړي، دوی به هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټرمپ ته: په امریکا کې د قضایي ځواک خپلواکي باید وساتل شي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت او د هغه کابینه باید اجازه ونه‌لري چې د قاضیانو په نیوکو یا نورو لارو د عدالت او د قانون د واک بنسټونه کمزوري کړي. امریکا کې سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ تعرفې ناقانونه او لغو اعلان کړي، خو ټرمپ ورسره مخالفت کړی دی.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا کانګرس باید ټولې ممکنه هڅې وکړي، څو د قضایي ځواک خپلواکي تأمین کړي، د قاضیانو، وکیلانو او د قضایي ادارو کارکوونکو ملاتړ وکړي او د قضایي ځواک مشروعیت یقیني کړي، چې د اجراییه قوې څارنه وکړي، څو د بشري حقونو سرغړونه او ناعادلانه چلندونه رامنځته نه‌شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د قضایي ځواک کمزوري کول کولی شي د بشري حقونو د رعایت او د عادلانه محاکمې په برخه کې جدي خطرونه رامنځته کړي. د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ له لوري لګول شوې ګمرکي تعرفې لغو اعلان کړي او دا کار یې ناقانونه بللی، خو ورسره هم‌مهاله بیا ټرمپ په یو‌ ځانګړي اقدام کې د نړۍ په ټولو هېوادونو د ۱۵۰ورځو لپاره لس سلنه ګمرکي تعرفې وضعه کړې.

ډونالډ ټرمپ د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ۱۵۰ ورځو لپاره لس سلنه ګمرکي مالیه ولګوله | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بښنې نړیوال سازمان د ټرمپ دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې دا چاره په امریکا کې د محاکمو او قضایي ادارو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

۲زره کسیزې قطعې په اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې د غیرقانوني افغانانو نیول پيل کړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د پولیسو او استخباراتي ادارو ګډې ۲۰۰۰ کسیزې قطعې د غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او په لومړی ورځ کې یې له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) راپور ورکړی، چې د یاد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې له ۱۰۰ څخه ډېر هغه افغانان او مشکوک کسان نیول شوي چې په غیرقانوني ډول یې په یاد هېواد کې ژوند کاوه.

د راپور له‌مخې، پاکستان د غیرقانوني مېشت افغان کډوالو د نیولو عملیاتو لپاره د پولیسو، رینجر، تروریزم ضد او استخباراتو ګډه ۲۰۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې او د غیرقانوني افغان کډوالو د لټون عملیاتو په لومړۍ ورځ یې ۴۴۹ جوماتونو، هټیو، کورونو او د اوسېدو په نورو ځایونونه کې لټون ترسره کړی دی.

یادې قطعي د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ، له ۱۰۰ څخه ډېر غیرقانوني افغانان او مشکوک کسان نیولي دي.

مسوولو چارواکو ویلي، چې یاد عملیات یې د غیرقانوني افغانانو پر ضد پیل کړي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد لري، د هغوی د اوسېدو لپاره هېڅ ستونزه نه‌شته.

په ورته مهال بیا په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان د پاکستان له حکومت څخه د ویزو د پروسس په برخه کې د اسانتیاوو او د ویزو د تمدید غوښتنه کوي او وايي، که پاکستان د ویزو بند شوی تمدید پیل کړي، ټول غیر قانوني افغانان به په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره خپل اړین او قانوني اسناد بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.

ټرمپ وايي د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۲ زره کسان ووژل شول

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وروستیو لاریونونو ته په اشاره ویلي، چې په ډېر لنډ وخت کې ۳۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې په نسبتا لنډ وخت کې په ایران کې ۳۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د ایران خلک له خپلو مشرانو څخه ډېر توپیر لري او دا یو ډېر، ډېر، ډېر خواشینونکی حالت دی. زه په حقیقت سره د ایران د خلکو لپاره خواشینی یم، دوی په دوزخ کې ژوند کوي».

نوموړي د ایران په اړه یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې هغه تېره ورځ ایراني چارواکو ته پریکنده خبرداری ورکړ، چې د اټومي هوکړې نه‌کولو له امله به ایران له بدو پېښو سره مخ شي.