ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د ارزونې په حال کې یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ (کب ۱مه) وویل چې هغه د ایران پر ضد د پوځي برید د ترسره کولو په اړه غور کوي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ (کب ۱مه) وویل چې هغه د ایران پر ضد د پوځي برید د ترسره کولو په اړه غور کوي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر ایران د فشار راوستلو لپاره چې د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسیږي، د برید پلان لري؟، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم او ویلی شم چې زه د دې په اړه غور کوم».
تر دې مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نه تهران د صفر غنيسازۍ وړاندیز کړی او نه هم امریکا له ایران څخه داسې غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې له «ایم ایس این بي سي»خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. عراقچي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې واشنګټن ایران ته د صفر غنيسازۍ وړاندیز کړی، وویل: «ستاسو اټکل ناسم دی. موږ هېڅ ډول تعلیق نه دی وړاندیز کړی او امریکا هم له موږ څخه د صفر غنيسازۍ غوښتنه نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه، چې روانې خبرې اترې پر دې تمرکز لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام سولهییز دی او تل به سولهییز پاتې شي. د ده په وینا، د ایران موخه دا ده چې د خپل اټومي فعالیت سولهییز ماهیت نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیک بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځان ته اړولی او دواړه خواوې هڅه کوي د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې ومومي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نه تهران د صفر غنيسازۍ وړاندیز کړی او نه هم امریکا له ایران څخه داسې غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې له «ایم ایس این بي سي»خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. عراقچي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې واشنګټن ایران ته د صفر غنيسازۍ وړاندیز کړی، وویل: «ستاسو اټکل ناسم دی. موږ هېڅ ډول تعلیق نه دی وړاندیز کړی او امریکا هم له موږ څخه د صفر غنيسازۍ غوښتنه نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه، چې روانې خبرې اترې پر دې تمرکز لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام سولهییز دی او تل به سولهییز پاتې شي. د ده په وینا، د ایران موخه دا ده چې د خپل اټومي فعالیت سولهییز ماهیت نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي.
عراقچي همداراز ټینګار وکړ، چې ایران د امریکا خلک خپل دښمنان نه ګڼي، خو د امریکا د حکومت پالیسۍ د ایران پر وړاندې دښمنانه بولي. هغه وویل: «که دا دښمنانه پالیسۍ پای ته ورسېږي، ښايي دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو لپاره نوې او بېله لاره په پام کې ونیسي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیک بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځان ته اړولی او دواړه خواوې هڅه کوي د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې ومومي.
پاکستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نهدی، چې په غزه کې د «نړۍوال ثبات ځواک» لپاره سرتېري لېږي. په غزه کې د نړۍوال ثبات ځواک قوماندان جاسپر جیفرز وویل، چې اندونیزیا، مراکش، قزاقستان، کوزوو او البانیا د سرتېرو لېږلو ژمنه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ جیفرز همدارنګه ویلي مصر او اردن ژمنه کړې، چې د دغه ځواکونو روزنه به پر غاړه واخلي. د سولې د پلاوي لومړۍ غونډه پرون په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شوه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و. ډونالډ ټرمپ د سولې د پلاوي په لومړۍ غونډه کې اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې د بیارغونې لپاره ۱۰ مېلیارده ډالر او نور هېوادونه به اووه مېلیارده ډالر ځانګړي کړي.
غزې ته د سولې پلاوي د ځواکونو استولو موخه د سرحدي سیمو امنیت ټینګښت، د سیمې غیرنظامي کول او د حماس بېوسلې کول بلل شوې. اندونیزیا تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د غزې تړانګې ته د ۸زره سولهساتو ځواکونو د استولو لپاره چمتووالی نیسي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) يو پخواني مرستیال ويلي، که امريکا پر ايران احتمالي بريد وکړي؛ نو د بريدونو لومړۍ څپه به پر ستراتېژيکو توغنديزو مرکزونو متمرکزه وي. د هغه په وینا؛ دا هغه موخې دي چې د امريکايي او اسرایيلي ځواکونو لپاره مستقيم ګواښ بلل کېږي.
د يادې قوماندانۍ پخواني مرستيال باب هاروارد ویلي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي تجهيزاتو پراخ ځای پرځای کول يوازې د ځواک ښودنه نهده؛ بلکې دا څرګندوي چې واشنګټن د ډيپلوماټیکو هڅو د ناکامېدو په صورت کې چټک اقدام ته چمتو دی.
هغه د ډونالد ټرمپ د تګلارو په يادولو سره ويلي، که د ايران د اټومي پروګرام او بالستيک توغنديو په اړه ټاکل شوې موخې ترلاسه نهشي؛ نو د پوځي اقدام احتمال شته. د هاروارد په وينا؛ که د بريد امر وشي، لومړيتوب به د ايران د تهاجمي وړتياوو لهمنځه وړل وي او هڅه به وشي، چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.
هغه زياته کړه، له توغنديزو مرکزونو وروسته به د ايران اړوند سيمهييز ځواکونه هم په نښه شي؛ څو د غچ اخيستونکو بريدونو ګواښ کم شي. هغه ټينګار کړی، چې احتمالي بريدونه به د عامه زېربناوو پر ځای د سپاه پاسداران او د ځپنې پر وسايلو متمرکز وي.
نوموړي زیاته کړې، امريکا اوس کولای شي هره ورځ سلګونه بريدونه ترسره کړي او د سپاه د قوماندانۍ مرکزونه په څو ساعتونو کې په نښه کړي. هاروارد په پای کې وويل، هر ډول پوځي اقدام بايد داسې طرحه شي چې د حکومت د ځپنې وړتيا کمزورې کړي؛ پرته له دې چې د ايران عامه افکار د امريکا پر ضد راوپاروي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ حکومت د ایران پر وړاندې د پراخ او ښایي اوږدمهاله برید لپاره چمتو دی. پنټاګون وایي، په منځني ختیځ کې یې یو ستر ضربتي ځواک د بشپړیدو په حال کې دی.
په همدې حال کې، د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي، چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د محدود لومړني پوځي برید د غور په حال کې دی، څو تهران دې ته اړ کړي چې د هغه غوښتنې ومني.
د واشنګټن پوسټ د معلوماتو لهمخې، دغه پوځي چمتووالی چې له څو اوونیو راهیسې روان دی، د «یواېساېس جرالد فورډ» الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ او د هغې ملګرو بېړیو د رسیدو په انتظار کې دی. پوځي قومندانانو تېره اوونۍ د دې بېړیو ماموریت تمدید کړ او د کارابین سمندر له لارې یې د منځني ختیځ سیمې پر لور واستول. بېړۍ د پنجشنبې په ورځ د جبل الطارق تنګي ته نږدې شوې او د سرچینو په وینا، امکان لري، چې په څو ورځو کې برید پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په سهار (د سلواغې ۳۰مه) په واشنګټن کې د خپل لومړي «سولې بورډ» غونډه کې وویل: «کېدای شي موافقه وکړو، کېدای شي ویې هم نهکړو. تاسو به د ۱۰ ورځو په اوږدو کې پوه شئ». د هغه لوړپوړو امنیتي سلاکارانو د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ایران په اړه غونډه وکړه او خبر شول، چې اعزامېدونکې قواوې به د مارچ تر نیمایي په بشپړه توګه په سیمه کې ځای پر ځای شي.
د ځواک ننداره
چارواکي وايي، د امریکا حکومت غواړي، وښيي چې په سیمه کې د خپلې پوځي وړتیاوو د زیاتولو هڅه کوي. ټرمپ په ښکاره توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر آیتالله علي خامنهیي د نسکورولو امکان هم یاد کړی او تېره اوونۍ یې ویلي وو، که ایران نوي مشران ولري، «تر ټولو ښه پېښه به وي».
خو د واشنګټن پوسټ په وینا، لا هم د پوځي عملیاتو لپاره رسمي امر نهدی صادر شوی. ځینې سرچینې وايي، د ایټالیا د ژمني المپیک د ختمیدو موضوع هم په پریکړه کې په پام کې نیول شوې ده.
په اسراییل کې د امریکا پخواني سفیر او د پنټاګون پخواني لوړپوړي چارواکي ډینیل شاپیرو وویل، چې متحده ایالات د اسراییل له ملاتړ سره پر ایران له «پرېکنده پوځي برترۍ» برخمن دی. د هغه په وینا، جنګي بېړۍ د امریکا له موجوده ځواکونو سره یو ځای کېږي چې پهکې ګڼ شمېر جنګي الوتکې، د هوایي دفاع سیسټمونه او نورې وسلې شامل دي.
خو شاپیرو د ایران اسلامي جمهوریت د غبرګون په اړه خبرداری ورکړ: «هغوی به د امریکا او اسراییل له ګډو تېرو بریدونو ډېر زیانمن شي، خو دا د جګړې د ژر پای ته رسېدو معنا نهلري او هغوی کولای شي مقابل لوري ته هم تاوان واړوي».
د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی
په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی د واشنګټن او تهران له وروستیو خبرو سره همغږی دی، چې په عُمان او جنیوا کې ترسره شوې. د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لېوېټ ویلي، دواړه خواوو په خبرو کې «لږ پرمختګ» کړی، خو «په ځینو موضوعاتو کې ډېر واټن شته» او تمه ده، چې ایران په راتلونکو څو اوونیو کې نور تفصیل وړاندې کړي. لا هم معلومه نهده چې ټرمپ تر هغه وخته انتظار کوي که نه.
یوه اروپایي ډیپلوماټ چې د خبرو اترو له جریان څخه معلومات لري ویلي، په پیل کې فکر کېده، چې پوځي فشار د خبرو لپاره د امتیاز اخیستو وسیله وي، خو له جنیوا مذکراتو وروسته اوس داسې ښکاري، چې ایران به له خپلو اصلي دریځونو د بېلګې په توګه د یورانیمو غني کولو حق څخه، شا ته لاړ نهشي.
هغه وویل، د پوځي حضور زیاتوالی په پیل کې ځینې سیمه ییزو چارواکو ته ډاډ ورکوونکی وو، خو اوس د اوږدې جګړې لپاره د چمتووالي نښې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي. هغه وویل: «موخهييز بریدونه کېدای شي فشار راولي، خو اوږده وینه بهوونکې جګړه به وي او ښایي نور هېوادونه هم په قصدي یا تېروتنې سره په دې جګړه کې ښکېل کړي».
د پنټاګون پخوانۍ چارواکې دانا استرول وايي، د ځواکونو دا غونډېدنه د «یوازې یوه ورځني برید» ته نه، بلکې ډېرو پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی ښيي.
له ایران سره اوږدمهاله جګړه د ټرمپ د تېر وخت له عملیاتو لکه په ونزوېلا کې د نیکولاس مادورو نیول، په یمن کې د حوثيانو بمبارۍ او یا د ایران پر اټومي تاسیساتو له محدودو بریدونو سره اساسي توپیر لري. په تېرو مواردو کې ټرمپ د لنډمهاله عملیاتو امر کړی وو، بیا یې د بریا اعلان کړی او نورو موضوعاتو ته رسېدلی دی.
په میز کې اختیارات: له محدود برید څخه تر رژیم بدلولو
په دې پرمختګونو کې، والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې ټرمپ په «سولې بورډ» کې د غزې په اړه خبرداری ورکړی: «که ایران موافقه ونهکړي، بدې پېښې به وشي» او زیاته یې کړه، چې د ۱۰ ورځو په اوږدو کې به وضعیت روښانه شي.
امریکایي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې ټرمپ لا هم د برید امر نهدی کړی، خو د اختیارونو په منځ کې یې د یوې اوونۍ پراخو عملیاتو پلان شته چې هدف یې د ایران رژیم کمزوري کول یا بدلول دي او د محدودو حملو پلانونه هم د دولتي او پوځي تاسیساتو پر وړاندې سنجول کېږي.
ځینو چارواکو خبرداری ورکړی، چې داسې بریدونه ښایي تهران د غچ اخیستنې غبرګون ته اړ کړي او امریکا به د منځني ختیځ په پراخه جګړه کې ښکېله کړي.
والسټریټ ژورنال لیکي، د وروستیو خبرو ټپېدلی وضعیت، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور له زیاتوالي سره یو ځای، د پوځي اقدام احتمال لوړ کړی دی. واشنګټن غواړي، چې د ایران اټومي فعالیتونه ختم، د بالسټیک توغندیو پروګرام محدود او د نیابتي ځواکونو ملاتړ بند کړي. په همدې حال کې، تهران یوه جامع موافقه رد کړې او یوازې یې د محدودو امتیازاتو وړاندیز کړی دی.
دغې ورځپاڼه د ایراني چارواکو ګواښونو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې خامنهیي په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې ځواکونه یې کولای شي د امریکا یوه الوتکې وړونکی بېړۍ ډوبه کړي او پوځ یې «په داسې سختۍ ووهې چې بیا به ځان هم نهشي پورته کولی».
والسټریټ ژورنال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د ټرمپ د پخوا ټاکل شوې ضربالاجل په اړه بدبینه دی، ځکه تېر کال هم سپینې ماڼۍ ورته وخت ورکړ، خو څو ورځې وروسته د بی-۲ بمبارکوونکو الوتکو درې اټومي سایټونه په نښه کړل.
د ورځپاڼې په وینا، اوسني پلانونه د پخوانیو محدودو بریدونو پرتله ډېر پراخ او ډېر خطرناک دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د فضايي موجوداتو د رښتينولۍ په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې محرم معلومات افشا کړي، خو ټرمپ د دې ادعا لپاره هېڅ ډول سند يا ثبوت نهدی وړاندې کړی.
ټرمپ له خبريالانو سره د «اېر فورس ون» الوتکه کې چې د جورجيا ايالت پر لور روانه وه، په خبرو کې وويل: «هغه دا موضوع له طبقهبندي شويو معلوماتو راوېسته. هغه ته نهښايېدل چې داسې کار وکړي. ده لويه تېروتنه وکړه».
دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې اوباما د يوه پوډکاسټ له کوربه براین ټايلر کوهن سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ خپره شوه، د فضايي موجوداتو د شتهوالي په اړه پوښتنې ته ځواب ورکړ. اوباما په دې مرکه کې وويل: «هغوی شته دي، خو ما نهدي ليدلي او په ۵۱مه سيمه کې نه ساتل کېږي. هېڅ ډول ځمکې لاندې تاسيسات نشته، مګر دا چې کومه ستره دسيسه روانه وي او هغه يې د امريکا له ولسمشر څخه پټه ساتلې وي».
۵۱مه سيمه د امريکا د هوايي ځواک يوه پټه پوځي اډه ده، چې په نوېډا ايالت کې موقعيت لري. ځينې حاشيوي نظريه ورکوونکي ګومان کوي، چې د پرديو مړي او يوه لوېدلې فضايي بېړۍ هلته ساتل کېږي. خو په ۲۰۱۳ کال کې د مرکزي استخباراتو ادارې لهخوا خپاره شوي ارشيفونه ښيي، چې دغه ځای د فوق محرم جاسوسي الوتکو د ازموينې لپاره کارېدلی دی.
د اوباما په خبرو کې داسې هېڅ نښه نهوه، چې ګوندې ده کومو محرمو معلوماتو ته اشاره کړې وي. هغه د يکشنبې په ورځ په انسټاګرام کې په يو پيغام کې وليکل: «د خپلې ولسمشرۍ په موده کې ما هېڅ داسې سند ونهليد چې وښيي له موږ سره دې پرديو موجوداتو اړيکه نيولې وي. رښتيا هم»!
اوباما زياته کړه، چې له ځمکې څخه دباندې د ژوند د امکان په اړه د هغه باور د کایناتو د پراخوالي او د احصاييوي احتمال پر بنسټ ولاړ دی، چې ښايي د نړۍ په نورو برخو کې ژوند موجود وي. خو هغه ټينګار وکړ، چې د واټنونو د ډېر اوږدوالي له امله د دې احتمال کم دی چې د فضا موجودات دې ځمکې ته سفر کړی وي.
ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ده د فضا د موجوداتو په اړه کوم ثبوت ليدلی که نه، وويل: «زه نه پوهېږم چې هغوی شته که نه».
سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ولسمشر د څرګندونو په اړه نور وضاحت نهلري. د اوباما دفتر هم د نظر غوښتنې په اړه سمدستي غبرګون نهدی ښودلی.
د امریکا د جنګ وزارت په وروستيو کلونو کې د ناپېژندل شويو الوتونکو شيانو په اړه څېړنې کړې دي. د امريکا لوړپوړو پوځي قومندانانو په ۲۰۲۲ کال کې وويل، چې داسې هېڅ ثبوت يې نهدی موندلی چې وښيي فضایي موجودات دې ځمکې ته راغلي وي يا دې کومه بېړۍ راپرېوتې وي.
په هغه راپور کې چې د جنګ وزارت په ۲۰۲۴ کال کې خپور کړ، ويل شوي چې د دويمې نړۍوالې جګړې له پای راهيسې د امريکا د حکومت څېړنو د فضا له بهر څخه د کومې ټېکنالوژۍ هېڅ نښه نهده موندلې او ډېری ثبت شوې ليدنې په اصل کې عادي شيان او پديدې وې چې په تېروتنه پېژندل شوې وې.