مسکو: اروپا پر روسيې د بنديزونو له امله تر دوه ټرېليونه يورو زيان کړی

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال الکساندر ګروشکو وايي، اروپايي ټولنې پر روسيې د بنديزونو له امله دروند اقتصادي زيان ليدلی دی. هغه «اېزوستيا» ورځپاڼې ته ويلي: «که مستقيم زيانونه او له لاسه وتلې ګټې حساب کړو، تر ټولو نږدې او واقعي اټکل د ۱.۵ تر ۲ ټرېليونه يورو پورې رسېږي».
ګروشکو د اروپايي ټولنې د احتمالي محدوديتونو په اړه وويل: «ګورو به چې څه کولای شو، خو زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره يوازې غچ اخيستل نهدي؛ بلکې تر ټولو مهمه دا ده، چې زموږ بنديزونه اغېزناک اوسي. زموږ د اروپايي همکارانو برعکس، موږ ځان ته د زیان رسولو تاریخچه نهلرو».
اروپايي ټولنې لادمخه د روسيې پر ضد د نویو بنديزونو وړانديز کړی، چې پهکې د روسیې د تېلو صادراتو لپاره د سمندري خدماتو بشپړ بندیز شامل دی. دا د اوکراين پر وړاندې د روسيې له يرغل وروسته د بندیزونو ۲۰م وړانديز دی.
روسيه له درېيمې برخې څخه زيات خپل تېل د لوېديځو بېړیو پرمټ تر ډېره هند او چين ته صادروي. ياد بنديز به دغه سوداګرۍ ته چې ډېری يې د اروپايي ټولنې د سمندري هېوادونو لکه يونان، قبرس او مالتا د بېړيو له لارې ترسره کېږي، پای ته ورسوي.
دغه بنديزونه د عملي کېدو لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تاييد ته اړتيا لري.
