• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالحمید: ایران باید په هوښیارۍ سره د جګړې مخه ونیسي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام مولوي عبدالحمید د ایران او امریکا ترمنځ روانو کړکېچونو ته په اشارې ویلي، چې جګړه د ملتونو لپاره ویجاړونکې پایلې لري او چارواکي باید په هوښیارۍ سره د جګړې مخنیوی وکړي.

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام مولوي عبدالحمید د جمعې له لمانځه مخکې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونو ته په اشاره ویلي، چې د ایران چارواکي باید د تدبیر له لارې د جګړې مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې: «په دې ورځو کې زموږ په هېواد کې د جګړې خبرې کېږي. هېڅوک دې د جګړې او له دښمن سره د مخامخ کېدو هیله نه‌کوي، ځکه جګړه تباهي ده او د ملتونو لپاره درنې پایلې لري».
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د جګړې د پېښېدو مخنیوی د چارواکو په لاس کې دی او د جګړې په مخنیوي کې باید له هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.

نوموړي همداراز د ایران پر حکومت غږ کړی، چې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي سیاسي بندیان دې له قید او شرط پرته ازاد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې په خورا نازک وضعیت کې دي او ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې به له ډېرو بدو پېښو سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایران ته د ګوګل د سوداګریزو معلوماتو د لېږد په تور ۳ ایرانیان نیول شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې اعلان کړی چې دوه ایرانۍ خویندې او د یوې خاوند یې، چې پخوا یې په ګوګل کې کار کاوه، د لټون انجن د تخنیکي معلوماتو او نورو ټکنالوژیو د غلا او ایران ته د دغو معلوماتو د لېږد په تور، د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې په ۳۰مه، په امریکا کې نیول شوي دي.

۴۱ کلنه سمانه غندالي او د هغې مېړه ۴۰ کلن محمدجواد خسروي، له خپلې خور ۳۲ کلنې سرور غندالي سره، د پنجشنبې په ورځ ونیول شول. دغو کسانو پخوا په ګوګل کې کار کاوه او د موبایل کمپیوټري پروسسرونو په برخه کې یې فعالیت درلود.

دغه درې کسان تورن دي چې د پروسسر د امنیت، کوډ ګذارۍ او نورو ټکنالوژیو اړوند سوداګریز رازونه یې له ګوګل او نورو ټکنالوژۍ شرکتونو څخه غیرمجازو درېیمو اړخونو او شخصي ځایونو ته، د شرکتونو اړوند کاري وسایلو په ګډون ایران ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د ګوګل داخلي امنیتي سیستمونو د سمانه غندالي فعالیتونه وارزول، په ۲۰۲۳ کال کې د هغې لاسرسی یې د شرکت سرچینو ته بند کړ.

د ورته فعالیتونو په بله بېلګه کې، سویډني رسنیو شاوخوا یوه میاشت مخکې د دوو ایراني‌تباره وروڼو د نیولو خبر ورکړی و چې د «اسلامي جمهوریت لپاره د صنعتي جاسوسۍ» په شک سویډن کې نیول شوي دي. دا دوسیه د طبي او درملیز ټکنالوژۍ په یوې حساسې کمپنۍ کې د لوړې کچې صنعتي جاسوسۍ پورې اړه لري.

د دوسیې څارنوالې جنا سوراندر ویلي چې دغه شرکت داسې محصولات تولیدوي چې د درملنې له برخې سره تړاو لري.

د هغې په وینا، شرکت د دغو دوو ایراني‌تباره وروڼو مشکوک چلند ته پام شو، چې د قضیې مظنونین دي او پولیسو ته یې شکایت وړاندې کړ. هغوی شاوخوا پنځه میاشتې مخکې نیول شوي وو.

سویډني رسنۍ «ټي‌وي۴ نیوز» راپور ورکړی چې د دې قضیې څېړنې «په کلکه محرمانه» دي او د سویډن د امنیتي خدمت (سپو) په همکارۍ روانې دي.

دغه دوه ایراني‌تباره وروڼه څو لسیزې کېږي چې په سویډن کې ژوند کوي او مشر ورور یې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د «لوړې کچې جاسوسۍ» په تور تر تعقیب لاندې دی. بل ورور یې هم په همدې قضیه کې د غلا په تور مظنون دی او په دې وروستیو کې په ضمانت له بند څخه خوشې شوی دی.

اسلامي جمهوریت پخوا هم په سویډن کې امنیتي فعالیتونه لرلي دي. د ۱۴۰۱ کال په مني کې، دوه ایراني وروڼه د روسیې لپاره په جاسوسۍ تورن شوي وو.

د سویډن د خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه ایراني محصلین او څېړونکي چې له هېواده بهر دي، په یوه داسې پروګرام کې برخه لري چې هدف یې د هغو ټکنالوژیو ترلاسه کول دي چې د اسلامي جمهوریت په پوځي صنعتونو کې کارېدلی شي.

ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د ارزونې په حال کې یو

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ (کب ۱مه) وویل چې هغه د ایران پر ضد د پوځي برید د ترسره کولو په اړه غور کوي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر ایران د فشار راوستلو لپاره چې د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسیږي، د برید پلان لري؟، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم او ویلی شم چې زه د دې په اړه غور کوم».

تر دې مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نه تهران د صفر غني‌سازۍ وړاندیز کړی او نه هم امریکا له ایران څخه داسې غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې له «ایم ایس این بي سي»خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. عراقچي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې واشنګټن ایران ته د صفر غني‌سازۍ وړاندیز کړی، وویل: «ستاسو اټکل ناسم دی. موږ هېڅ ډول تعلیق نه دی وړاندیز کړی او امریکا هم له موږ څخه د صفر غني‌سازۍ غوښتنه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه، چې روانې خبرې اترې پر دې تمرکز لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او تل به سوله‌ییز پاتې شي. د ده په وینا، د ایران موخه دا ده چې د خپل اټومي فعالیت سوله‌ییز ماهیت نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیک بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځان ته اړولی او دواړه خواوې هڅه کوي د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې ومومي.

عباس عراقچي: نه موږ د صفر غني‌سازۍ وړاندیز کړی او نه هم امریکا داسې غوښتنه کړې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نه تهران د صفر غني‌سازۍ وړاندیز کړی او نه هم امریکا له ایران څخه داسې غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې له «ایم ایس این بي سي»خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. عراقچي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې واشنګټن ایران ته د صفر غني‌سازۍ وړاندیز کړی، وویل: «ستاسو اټکل ناسم دی. موږ هېڅ ډول تعلیق نه دی وړاندیز کړی او امریکا هم له موږ څخه د صفر غني‌سازۍ غوښتنه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه، چې روانې خبرې اترې پر دې تمرکز لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او تل به سوله‌ییز پاتې شي. د ده په وینا، د ایران موخه دا ده چې د خپل اټومي فعالیت سوله‌ییز ماهیت نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي.

عراقچي همداراز ټینګار وکړ، چې ایران د امریکا خلک خپل دښمنان نه ګڼي، خو د امریکا د حکومت پالیسۍ د ایران پر وړاندې دښمنانه بولي. هغه وویل: «که دا دښمنانه پالیسۍ پای ته ورسېږي، ښايي دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو لپاره نوې او بېله لاره په پام کې ونیسي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیک بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځان ته اړولی او دواړه خواوې هڅه کوي د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې ومومي.

پاکستان غزې ته ځواکونه نه‌لېږي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰

پاکستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه‌دی، چې په غزه کې د «نړۍوال ثبات ځواک» لپاره سرتېري لېږي. په غزه کې د نړۍوال ثبات ځواک قوماندان جاسپر جیفرز وویل، چې اندونیزیا، مراکش، قزاقستان، کوزوو او البانیا د سرتېرو لېږلو ژمنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې؛ جیفرز همدارنګه ویلي مصر او اردن ژمنه کړې، چې د دغه ځواکونو روزنه به پر غاړه واخلي. د سولې د پلاوي لومړۍ غونډه پرون په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شوه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و. ډونالډ ټرمپ د سولې د پلاوي په لومړۍ غونډه کې اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې د بیارغونې لپاره ۱۰ مېلیارده ډالر او نور هېوادونه به اووه مېلیارده ډالر ځانګړي کړي.

غزې ته د سولې پلاوي د ځواکونو استولو موخه د سرحدي سیمو امنیت ټینګښت، د سیمې غیرنظامي کول او د حماس بې‌‌وسلې کول بلل شوې. اندونیزیا تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د غزې تړانګې ته د ۸زره سوله‌ساتو ځواکونو د استولو لپاره چمتووالی نیسي.

د سنټکام پخوانی چارواکی: واشنګټن کولای شي د ایران حکومت په څو ساعتونو کې نسکور کړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) يو پخواني مرستیال ويلي، که امريکا پر ايران احتمالي بريد وکړي؛ نو د بريدونو لومړۍ څپه به پر ستراتېژيکو توغنديزو مرکزونو متمرکزه وي. د هغه په وینا؛ دا هغه موخې دي چې د امريکايي او اسرایيلي ځواکونو لپاره مستقيم ګواښ بلل کېږي.

د يادې قوماندانۍ پخواني مرستيال باب هاروارد ویلي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي تجهيزاتو پراخ ځای پرځای کول يوازې د ځواک ښودنه نه‌ده؛ بلکې دا څرګندوي چې واشنګټن د ډيپلوماټیکو هڅو د ناکامېدو په صورت کې چټک اقدام ته چمتو دی.
هغه د ډونالد ټرمپ د تګلارو په يادولو سره ويلي، که د ايران د اټومي پروګرام او بالستيک توغنديو په اړه ټاکل شوې موخې ترلاسه نه‌شي؛ نو د پوځي اقدام احتمال شته. د هاروارد په وينا؛ که د بريد امر وشي، لومړيتوب به د ايران د تهاجمي وړتياوو له‌منځه وړل وي او هڅه به وشي، چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.

هغه زياته کړه، له توغنديزو مرکزونو وروسته به د ايران اړوند سيمه‌ييز ځواکونه هم په نښه شي؛ څو د غچ اخيستونکو بريدونو ګواښ کم شي. هغه ټينګار کړی، چې احتمالي بريدونه به د عامه زېربناوو پر ځای د سپاه پاسداران او د ځپنې پر وسايلو متمرکز وي.

نوموړي زیاته کړې، امريکا اوس کولای شي هره ورځ سلګونه بريدونه ترسره کړي او د سپاه د قوماندانۍ مرکزونه په څو ساعتونو کې په نښه کړي. هاروارد په پای کې وويل، هر ډول پوځي اقدام بايد داسې طرحه شي چې د حکومت د ځپنې وړتيا کمزورې کړي؛ پرته له دې چې د ايران عامه افکار د امريکا پر ضد راوپاروي.