د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي

د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله له سخت باران او توپان څخه ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي. د ایران خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان جنرال مجید شجاع ویلي، دغه کډوالو غوښتل له افغانستان نه ایران ته واوړي چې په سخت باران او سړې هوا کې ایسار پاتې شول.

