• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړي ښايي د ایران پر وړاندې د جګړې د واک په اړه رایه اچونه وکړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د ایران پر وړاندې د پوځي برید د امکان د ارزونې او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د زیاتوالي په ترڅ کې، د امریکا د کانګرس غړو ویلي، چې ښايي د راتلونکې اونۍ په جریان کې د ولسمشر د اختیارونو د محدودولو په اړه د رایې ورکولو پرېکړه وکړي.

د امریکا د استازو جرګې غړي وایي، دغه چاره ځکه کوي، څو ټرمپ پرته د کانګرس له اجازې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام ونه‌کړي.

د امریکا د اساسي قانون له‌مخې، د جګړې اعلان د کانګرس واک دی، نه د ولسمشر؛ پرته له هغو محدودو حالاتو چې د ملي امنیت له امله اړینه وي، محدود پوځي عملیات ترسره شي. همدارنګه، د رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ راپور ورکړ، چې د امریکا پوځ د دې امکان لپاره چمتووالی نیسي، که ټرمپ د برید امر ورکړي، څو اونۍ باید اوږده یا پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.

په تېرو کلونو کې، د کانګرس ګڼو غړو، له دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو څخه، هڅه کړې چې د پرېکړو له لارې ولسمشر د نورو هېوادونو پر وړاندې د پوځي اقدام له ترسره کولو څخه د کانګرس له اجازې پرته منع کړي، خو دا هڅې تر اوسه ناکامه شوې دي.

جمهوري غوښتونکي چې په سنا او د استازو په مجلس کې لږ اکثریت لري، دا پرېکړې بندې کړي او دلیل یې دا دی، چې کانګرس باید د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر واک محدود نه‌کړي.

په تازه اقدام کې، ډیموکرات سناتور ټیم کین د ویرجینیا ایالت او جمهوري غوښتونکی سناتور رند پال د کنټاکي ایالت د تېرې میاشتې په پای کې داسې مساله په سنا کې ثبت کړې، چې د ایران پر وړاندې هر ډول توند اقدام په روښانه ډول د کانګرس د اجازې په صورت کې ترسره شي.

ټیم کین د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په یوې اعلامیه کې ویلي: «که زما ځینې همکاران د جګړې ملاتړ کوي، باید زړورتیا ولري چې د جګړې په اړه رایه ورکړي او خپلو رأی ورکوونکو ته جواب ویونکي وي، نه دا چې د خپلو مېزونو ترشا پټ شي». دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې د امریکا تجهیزات او پوځي ځواکونه سیمې ته لېږدول کېدل.

د سناتور کین یوه مرستیال ویلي، چې تر اوسه د دې پرېکړې د څېړنې لپاره په سنا کې کوم ځانګړی وخت نه‌دی ټاکل شوی.

په استازو مجلس کې هم، د جمهوري غوښتونکو استازی ټوماس‌مسي او د ډیموکراتانو استازی رو خانا ویلي، چې د راتلونکې اونۍ په جریان کې به د ورته پرېکړې د رایې ورکولو هڅه وکړي.

رو خانا پر خپله اېکس‌پاڼه یو پېغام کې ویلي: «د ټرمپ د حکومت چارواکي وايي، چې د ایران پر وړاندې د برید ۹۰ سلنه امکان شته. هغه پرته د کانګرس د اجازې داسې اقدام نه‌شي کولای».

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي