• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما د ټولنیز عدالت ټینګښت لپاره د ښځو د زده‌کړو او ټولګډونه حکومت پر اهمیت ټینګار کړی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ټولنیز عدالت د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، هیڅ هېواد نه‌شي کولای تر هغې ټولنیز عدالت ټینګ کړي چې د ټولنې نیمایي برخه یې له زده‌کړو بې‌برخې وي.

د یوناما له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې تل پاتې سوله هغه وخت شونې ده؛ کله چې د ټولنې ټول قشرونه، ښځې، ځوانان، لږکۍ او معلولیت لرونکي وګړي د پرېکړو په نیولو کې پراخه برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې نن د فبرورۍ ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړۍواله ورځ ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لګولي او له همدې امله ډېری ماشومان هر کال له زده‌کړو پاتې کېږي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي‌ دي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په پکتیا کې د سړوخونو جوړولو له امله د مېوو حاصلات ۱۵سلنه زیات شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۰
طالبان وايي په پکتیا کې د سړوخونو جوړولو له امله د مېوو حاصلات ۱۵سلنه زیات شوي
100%

په پکتیا کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوو برخې مسوول سنګرمل جلالي وایي، په دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مېوو شاوخوا شپږ نیم زره مټریک ټنه حلاصلات راټول شوي چې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د هغه په وینا؛ دغه ولایت ۳۷۹ سړې خونې لرې او د مېوو په برخه کې ځان بساینې ته نږدې دی. سنګرمل جلالي وايي، چې په پکتیا کې سږ کال د مېوو او سبزیجاتو په تولیداتو کې د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ولایت د سړوخونو په لرلو د مېوې او سبزیجاتو په برخه کې پرځان بسیا شوی او دامهال یوازې په یوه سړه خونه کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مڼې ساتل کېږي.

هغه ویلي: «خوشبختانه موږ پکتیا کې دومره سړې خونې لرو او هیڅ اړتیا نه‌شته، چې په بېړني ډول یې نورو هېوادونو ته ولېږو. اوس یې دلته ساتلای و. یوازې په یوه سړه خونه کې تقریبا ۷سوه ټنه مڼې موجودې دی».

جلالي دا هم ویلي، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازار موندنې په موخه یې د سړوخونو جوړولو ته پاملرنه کړې او سږ کال په دغه ولایت کې ۶۱ د سبزیجاتو او مېوو سړې خونې لري. نوموړی وايي: «موږ پکتیا کې ۳۷۹ سړې خونې جوړې کړې. سږ کال ۶۱ د سبزیجاتو او مېوه جاتو سړې خونې لرو په هر موسم کې چې دوی وغواړي موږ مېوه ورته لېږلای شو».

خو د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

طالبان: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته درې مېلیونه ماشومانو درملنه شوې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰
طالبان: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته درې مېلیونه ماشومانو درملنه شوې
100%

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته درې مېلیونه ماشومانو درملنه شوې ده. د هغه په وینا؛ د ۲۰۲۵کال په پیل کې ځینو بنسټونو په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو شمېر ۳.۷ مېلیونه ښودلی و.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه کسانو درملنه د افغانستان په شاوخوا ۳زره او ۲۰۰ مرکزونو کې شوې ده. هغه وایي، په یاده موده کې له دې ډلې ورسره په سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰زره ناروغان ثبت شوي دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین په اړه خبرداری ورکړی. هغه د مرستو د کمښت ویجاړونکو پایلو ته په اشارې ویلي:« د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی».

جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته وویل: «موږ اوس اړ یو، چې د هرو څلورو کسانو له ډلې یوازې له یوه سره مرسته وکړو؛ ځکه چې کافي بودجه نه‌لرو». هغه زیاته کړه: «دغه شمېرې بې‌سارې دي او ما د بشري فعال په توګه د خپلې ۳۰کلنې کاري تجربې پرمهال هیڅکله داسې څه نه‌و لیدلي».

په روژې میاشت کې؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰
په روژې میاشت کې؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی
100%

د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

د «بېل د نشتوالي» له امله؛ طالبانو په خوست کې د خوراکي توکو ۱۲ هټۍ وتړلې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰
د «بېل د نشتوالي» له امله؛ طالبانو په خوست کې د خوراکي توکو ۱۲ هټۍ وتړلې
100%

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وايي، په دغه ولایت کې د یادې ډلې د نرخونو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمېسیون له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د «بېل د نشتوالي» له امله د خوراکي توکو ۱۲ هټۍ تړل شوې دي. د هغه په وینا؛ دغه هټۍ به د دوی تر دویم امر پورې تړلې وي.

ښاغلي ګربز ویلي، چې د دغه ولایت د بیو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون د ښار په بېلابېلو برخو کې د هټیو د توکو د بیو روڼتیا، د وزن اصلاح او د بېلونو د کڼټرول په موخه څار پیل کړی.

نوموړي زياته کړې: «هغه ۱۲ د خوراکي توکو دوکانونه چې پېرېدونکو ته یې توکي په لوړو بیو پلورل او هم یې د پلور رسمي بېلونه نه درلودل د یاد کمېسیون له لوري تر بل امر پورې وتړل شول».

ورته مهال طالبانو په خوست کې له ټولو هټۍوالو غوښتنه کړې، چې د ټاکل شویو بیو او معیاري وزنونو سره سم پېر او پلور وکړي. د روژې د رارسېدو سره سم په کابل او ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي له امله سر ټکوي؛ خو طالبانو بیا د بیو د لوړېدو د مخنيوي ډاډ ښودلی دی.

روان کال؛ طالبان وایي تر ۴ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۰
روان کال؛ طالبان وایي تر ۴ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

هغه د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه ویلي، چې د خوشې شویو زندانیانو په ګډون د ستانه شویو کډوالو ډېره برخه له ایران او پاکستان نه ده.

هغه زیاته کړې: «د ټولو ستانه شویو کډوالو شمېر ۴ مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کسانو ته رسېږي، دوی ته په لنډمهاله پنډغالو کې د مېشتېدنې، خوراکي او غیر خوراکي مرستو، عامه خدماتو او ترانسپورټ زمینه برابره شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي».

په راپور کې زیاته شوې، چې د نړۍوالې ټولنې نه پاملرنې او د مرستو کمښت د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. حقاني ویلي، چې په همدې موده کې یې له ۴۵۵زره او ۸۳ ستانه شویو کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو سره د ۱۶ مېلیارده او ۱۵۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

نوموړي‌ ویلي: «د روان کال له پیله د مرغومي میاشتې تر پایه پورې ۴۵۵زره او ۸۳ کورنیو سره د مرستندویه موسسو په همکارۍ نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکي، روغتیا، سرپناه او حقوقي مشورو برخو کې مرستې شوې». د هغه په خبره؛ له دغه مرستو په مستقیم ډول ۳ مېلیونه او ۱۷۶زره تنه برخمن شوي.