• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۲زره کسیزې قطعې په اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې د غیرقانوني افغانانو نیول پيل کړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د پولیسو او استخباراتي ادارو ګډې ۲۰۰۰ کسیزې قطعې د غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او په لومړی ورځ کې یې له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) راپور ورکړی، چې د یاد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې له ۱۰۰ څخه ډېر هغه افغانان او مشکوک کسان نیول شوي چې په غیرقانوني ډول یې په یاد هېواد کې ژوند کاوه.

د راپور له‌مخې، پاکستان د غیرقانوني مېشت افغان کډوالو د نیولو عملیاتو لپاره د پولیسو، رینجر، تروریزم ضد او استخباراتو ګډه ۲۰۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې او د غیرقانوني افغان کډوالو د لټون عملیاتو په لومړۍ ورځ یې ۴۴۹ جوماتونو، هټیو، کورونو او د اوسېدو په نورو ځایونونه کې لټون ترسره کړی دی.

یادې قطعي د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ، له ۱۰۰ څخه ډېر غیرقانوني افغانان او مشکوک کسان نیولي دي.

مسوولو چارواکو ویلي، چې یاد عملیات یې د غیرقانوني افغانانو پر ضد پیل کړي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد لري، د هغوی د اوسېدو لپاره هېڅ ستونزه نه‌شته.

په ورته مهال بیا په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان د پاکستان له حکومت څخه د ویزو د پروسس په برخه کې د اسانتیاوو او د ویزو د تمدید غوښتنه کوي او وايي، که پاکستان د ویزو بند شوی تمدید پیل کړي، ټول غیر قانوني افغانان به په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره خپل اړین او قانوني اسناد بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خواجه اصف ادعا: هند د افغانستان په ملاتړ د پاکستان پر وړاندې نیابتي جګړه مخته وړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د هغه نیابتي جګړې پایله بللې چې د هند له‌خوا په کابل کې د طالبانو په ملاتړ پر مخ وړل کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې، چې هند او افغانستان په نیابتي جګړه کې لاس لري او پاکستان به د پولې اخوا بریدونو کې هېڅ زړه نا زړه نه‌شي.

نوموړي زیاته کړې: «دمګړی په افغانستان کې هر ډول ترهګرې ډلې شته. ټي‌ټي‌پي، داعش، بلوڅ وسله‌وال او نورې بلا ډیرې ډلې هلته شته، ځکه کابل له هغوی سره همکار دی».

نوموړي ویلي، چې دمګړۍ په پاکستان کې نږدې ټولې ترهګرې ډلې شته او لامل یې هم د یادو ډلو په ځپلو کې د افغان طالبانو د جدیت نشتوالی بللی دی.

نوموړي همداراز ادعا کړې: «په پاکستان کې هر برید د کابل له برکته کېږي. دوی [طالبان] پر ټول هېواد واک لري، که دوی وغواړي دوی ترهګرې ډلې کنټرولولی شي او دا د دوی مسوولیت دی».

نوموړي په ډاګه کړې، چې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ هېڅ ډول ډیپلوماټيکې اړیکې نه‌شته او هغوی له پاکستان سره په جګړه کې د ماتې خوړولو د غچ لپاره د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او برعکس وايي، چې د داعش ډلې ټول مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي او هند هم د پاکستان دغه ډول څرګندونې بې‌بنسټه بللي دي.

په کندهار کې له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د یوې خیریه موسسې له لوري په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه. دغو کورنیو د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مرستو کې یوه اندازه اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

دغو اړمنو کورنیو همداراز هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم ورسره ورته مرستې وشي.

مسوولینو هم یادو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې نورې مرستې به هم ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه‌شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

طالبان وایي له دې وروسته پاکستاني لارۍ تر عمري کمپ پورې د افغان کډوالو د لېږد اجازه لري

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دې وروسته به راستنېدونکي کډوال خپلې کډې د پاکستاني لاریو له لارې تر تورخم عمري کمپ راوړي. دغه ریاست زیاتوي چې پاکستانۍ لارۍ له عمري کمپ هاخوا د افغانستان ولايتونو ته د کډوالو د لېږد اجازه نه لري.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي، چې افغان کډوال به له عمري کمپ تر خپلو سيمو د هېواد په لاریو کې لېږدول کېږي. راپور زیاتوي چې د کډو وړلو لګښت د نظام له بوديجې ورکول کېږي‌.

طالبانو د افغانستان له بار وړونکو موټر چلوونکو غوښتي چې تورخم ته لاړ شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی دی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان د شیوا سیمې اوسیدونکې اینه وزیر د ویډیو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی او له ځان سره وړی دی. له دې ویډيو وروسته د اینه وزیر د توپ اچونې ځانګړي ډول د کرېکټ د مینه پالو پام ځان ته راواړوه.

ذکیم وزیر پر اېکس خواله رسنۍ کې د ټي ټي پي له خوا د زعفران وزیر د نیول کېدو او د تښتول کېدو په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو د زعفران وزیر د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو سرچینو وویل، چې د اینه وزیر ویډیو تیت کېدل او د هغې له خوا د ښوونځي غوښتلو پاکستاني طالبان په غصه کړي دي او دا کار یې د شرعیت خلاف بللی دی.

د اینه وزیر ویډيو هغه وخت په ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس شوه، چې نوموړې په یوه خاورین لوبغالي کې کرېکټ لوبه کوي او ښکاري چې د خپلې لوبډلې چتکه بالره ده.

اینه وزیرې د خپل ویډیو له تیت کېدو وروسته په یوه پېغام کې ویلي و، چې وزیرستان کې د نجونو ښه ښوونځی نشته او دا غواړي په یوه ښه ښوونځي کې زده کړې وکړي.

د ویډیو له تیت کېدو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي محسن داوړ د اینه وزیر د پلار عمرګل انځورونه خپاره کړل او وویل، چې د روښانفکره اینه وزیر پلار څو میاشتې وړاندې د پاکستان په پوځي زندان کې په شهادت ورسیده.
د پاکستاني طالبانو له خوا د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر نیولو په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو فعالینو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي او غوښتنه یې کړې ده، چې نوموړی دې باید ژر تر ژره ازاد کړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې هم د افغان طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدلو سره دې ډلې له شپږمه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ وتړل او نجونو یې له ټولو ورزشي لوبو څخه راګرځولي.

ایراني ځواکونو په پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۰

ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي کې ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې شوي و، چې د ایراني مامورینو لخوا ژغورل شوي او اوس خوندي دي.

شجاع د دې په اړه جزییات نه دي ورکړي، چې ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.

سره له دې چې سرحدي امنیت سخت شوی او د افغان کډوالو پراخې بیرته ستنیدنې ترسره شوي، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی او د ژمي سړه هوا هم د دې بهیر مخه نه شي نیولی.

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ایران سفر محدود کړي، او د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې به کلک اقدامات وشي.