• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په پکتیا کې د سړوخونو جوړولو له امله د مېوو حاصلات ۱۵سلنه زیات شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۰

په پکتیا کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوو برخې مسوول سنګرمل جلالي وایي، په دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مېوو شاوخوا شپږ نیم زره مټریک ټنه حلاصلات راټول شوي چې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د هغه په وینا؛ دغه ولایت ۳۷۹ سړې خونې لرې او د مېوو په برخه کې ځان بساینې ته نږدې دی. سنګرمل جلالي وايي، چې په پکتیا کې سږ کال د مېوو او سبزیجاتو په تولیداتو کې د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ولایت د سړوخونو په لرلو د مېوې او سبزیجاتو په برخه کې پرځان بسیا شوی او دامهال یوازې په یوه سړه خونه کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مڼې ساتل کېږي.

هغه ویلي: «خوشبختانه موږ پکتیا کې دومره سړې خونې لرو او هیڅ اړتیا نه‌شته، چې په بېړني ډول یې نورو هېوادونو ته ولېږو. اوس یې دلته ساتلای و. یوازې په یوه سړه خونه کې تقریبا ۷سوه ټنه مڼې موجودې دی».

جلالي دا هم ویلي، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازار موندنې په موخه یې د سړوخونو جوړولو ته پاملرنه کړې او سږ کال په دغه ولایت کې ۶۱ د سبزیجاتو او مېوو سړې خونې لري. نوموړی وايي: «موږ پکتیا کې ۳۷۹ سړې خونې جوړې کړې. سږ کال ۶۱ د سبزیجاتو او مېوه جاتو سړې خونې لرو په هر موسم کې چې دوی وغواړي موږ مېوه ورته لېږلای شو».

خو د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته درې مېلیونه ماشومانو درملنه شوې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته درې مېلیونه ماشومانو درملنه شوې ده. د هغه په وینا؛ د ۲۰۲۵کال په پیل کې ځینو بنسټونو په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو شمېر ۳.۷ مېلیونه ښودلی و.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه کسانو درملنه د افغانستان په شاوخوا ۳زره او ۲۰۰ مرکزونو کې شوې ده. هغه وایي، په یاده موده کې له دې ډلې ورسره په سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰زره ناروغان ثبت شوي دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین په اړه خبرداری ورکړی. هغه د مرستو د کمښت ویجاړونکو پایلو ته په اشارې ویلي:« د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی».

جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته وویل: «موږ اوس اړ یو، چې د هرو څلورو کسانو له ډلې یوازې له یوه سره مرسته وکړو؛ ځکه چې کافي بودجه نه‌لرو». هغه زیاته کړه: «دغه شمېرې بې‌سارې دي او ما د بشري فعال په توګه د خپلې ۳۰کلنې کاري تجربې پرمهال هیڅکله داسې څه نه‌و لیدلي».

په روژې میاشت کې؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

د «بېل د نشتوالي» له امله؛ طالبانو په خوست کې د خوراکي توکو ۱۲ هټۍ وتړلې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وايي، په دغه ولایت کې د یادې ډلې د نرخونو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمېسیون له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د «بېل د نشتوالي» له امله د خوراکي توکو ۱۲ هټۍ تړل شوې دي. د هغه په وینا؛ دغه هټۍ به د دوی تر دویم امر پورې تړلې وي.

ښاغلي ګربز ویلي، چې د دغه ولایت د بیو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون د ښار په بېلابېلو برخو کې د هټیو د توکو د بیو روڼتیا، د وزن اصلاح او د بېلونو د کڼټرول په موخه څار پیل کړی.

نوموړي زياته کړې: «هغه ۱۲ د خوراکي توکو دوکانونه چې پېرېدونکو ته یې توکي په لوړو بیو پلورل او هم یې د پلور رسمي بېلونه نه درلودل د یاد کمېسیون له لوري تر بل امر پورې وتړل شول».

ورته مهال طالبانو په خوست کې له ټولو هټۍوالو غوښتنه کړې، چې د ټاکل شویو بیو او معیاري وزنونو سره سم پېر او پلور وکړي. د روژې د رارسېدو سره سم په کابل او ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي له امله سر ټکوي؛ خو طالبانو بیا د بیو د لوړېدو د مخنيوي ډاډ ښودلی دی.

روان کال؛ طالبان وایي تر ۴ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

هغه د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه ویلي، چې د خوشې شویو زندانیانو په ګډون د ستانه شویو کډوالو ډېره برخه له ایران او پاکستان نه ده.

هغه زیاته کړې: «د ټولو ستانه شویو کډوالو شمېر ۴ مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کسانو ته رسېږي، دوی ته په لنډمهاله پنډغالو کې د مېشتېدنې، خوراکي او غیر خوراکي مرستو، عامه خدماتو او ترانسپورټ زمینه برابره شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي».

په راپور کې زیاته شوې، چې د نړۍوالې ټولنې نه پاملرنې او د مرستو کمښت د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. حقاني ویلي، چې په همدې موده کې یې له ۴۵۵زره او ۸۳ ستانه شویو کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو سره د ۱۶ مېلیارده او ۱۵۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

نوموړي‌ ویلي: «د روان کال له پیله د مرغومي میاشتې تر پایه پورې ۴۵۵زره او ۸۳ کورنیو سره د مرستندویه موسسو په همکارۍ نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکي، روغتیا، سرپناه او حقوقي مشورو برخو کې مرستې شوې». د هغه په خبره؛ له دغه مرستو په مستقیم ډول ۳ مېلیونه او ۱۷۶زره تنه برخمن شوي.

د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۰

د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله له سخت باران او توپان څخه‏ ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي. د ایران خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان جنرال مجید شجاع ویلي، دغه کډوالو غوښتل له افغانستان نه ایران ته واوړي چې په سخت باران او سړې هوا کې ایسار پاتې شول.

هغه ویلي، چې له افغانستان سره د تایباد پر پوله ژغورل شوي کسان د مرګ له ګواښ سره مخ وو. نوموړي زیاته کړې: «د ایران او افغانستان په پوله کې د سخت باران او سړې هوا له امله د افغان وګړو یوه لویه ډله د کنګل کېدو او د مرګ له ګواښ سره مخ وه. پوله ساتي وتوانېدل، چې دغه کسان د سرحدي څار تجهیزاتو په کارولو او همغږو عملیاتو وژغوري».

نوموړي ویلي، چې ژغورل شویو افغانانو ته یې لومړنۍ روغتیایي مرستې رسولې او یوشمېر کسان یې روغتیايي مرکزونو ته هم لېږدولي دي. نوموړي له افغانانو غوښتي، چې له قانوني لارو دغه هېواد ته ولاړ شي او خبرداری یې ورکړی: «د مرګ د ګواښ ترڅنګ، پر ناقانونه لارو تګ به دوی له جدي اقدام سره مخ کړي».

تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشېدي ویلي و، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې ایراني وسله‌والو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۰۰ بندپاتې افغان کډوال له سختې واورې او توپان څخه ژغورلي دي.

همداراز د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان کړی و، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.