د افغانستان ځینې برخې د ریښتر په کچه ۵.۷ درجې زلزلې ولړزولې

د جمعې په ورځ، د کب په لومړۍ نېټه، یوې قوي زلزلې د افغانستان ځینې برخې ولړزولې. زلزله په کابل، ننګرهار، پروان او بغلان ولایتونو کې احساس شوې ده. د یورو مدیترانې زلزله پېژندنې مرکز وویل، چې د زلزلې شدت ۵.۷ درجې و او مرکز یې په ختیځ بغلان کې و.
