• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د یوې خیریه موسسې له لوري په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه. دغو کورنیو د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مرستو کې یوه اندازه اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

دغو اړمنو کورنیو همداراز هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم ورسره ورته مرستې وشي.

مسوولینو هم یادو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې نورې مرستې به هم ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه‌شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي له دې وروسته پاکستاني لارۍ تر عمري کمپ پورې د افغان کډوالو د لېږد اجازه لري

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دې وروسته به راستنېدونکي کډوال خپلې کډې د پاکستاني لاریو له لارې تر تورخم عمري کمپ راوړي. دغه ریاست زیاتوي چې پاکستانۍ لارۍ له عمري کمپ هاخوا د افغانستان ولايتونو ته د کډوالو د لېږد اجازه نه لري.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي، چې افغان کډوال به له عمري کمپ تر خپلو سيمو د هېواد په لاریو کې لېږدول کېږي. راپور زیاتوي چې د کډو وړلو لګښت د نظام له بوديجې ورکول کېږي‌.

طالبانو د افغانستان له بار وړونکو موټر چلوونکو غوښتي چې تورخم ته لاړ شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.

دغه عملیات چې تازه د اسلام‌اباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه په‌کې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلام‌اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلام‌اباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بې‌ځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.

ایراني ځواکونو په پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۰

ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي کې ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې شوي و، چې د ایراني مامورینو لخوا ژغورل شوي او اوس خوندي دي.

شجاع د دې په اړه جزییات نه دي ورکړي، چې ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.

سره له دې چې سرحدي امنیت سخت شوی او د افغان کډوالو پراخې بیرته ستنیدنې ترسره شوي، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی او د ژمي سړه هوا هم د دې بهیر مخه نه شي نیولی.

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ایران سفر محدود کړي، او د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې به کلک اقدامات وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان له ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره دخوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي)مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

نوموړي له اسوشیټیډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بشري مرستو کمېدو په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ کچه بې‌سارې لوړې کړې، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د هغه په وینا، اوسنۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلې او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي.

ایلیف زیاته کړې: «د مرستو کمښت ویجاړوونکی دی. له څلورو میلیونو وږو او خوارځواکو ماشومانو څخه، موږ اوس اړ یو چې له هرو څلورو څخه درې ماشومان رد کړو، ځکه کافي بودجه نه لرو.» هغه ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم له یوه جدي او ناورین راوړونکي خوراکي بحران سره مخ دی، ځکه د هېواد نږدې دوه پر درېیمه برخه وګړي له شدیدې یا بحراني خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د لوږې پراخ بحران بېلابېل لاملونه لري، چې د نړیوالو مرستو کمښت یې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دوی زیاتوي، چې اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او د خلکو د عوایدو کمښت د دې بحران د پراختیا سبب شوي دي.

همداراز، اقلیمي بدلونونه، پرله‌پسې وچکالۍ، د کار فرصتونو نشتوالی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم هغه مهم عوامل دي، چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

په فراه او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. بلخوا په فراه کې هم د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې دا پېښه د بلوچانو په سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یوه سوزوکي ډوله موټر له یوه پیکپ سره ټکر وکړ.

د ټپیانو روغتیایي وضعیت «ښه ښودل» شوی دی.

په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولسوالۍ د مادابه سیمې په یوه بله ترافیکي پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره تخار ولایت ته انتقال شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال ګڼ قربانیان لري. د طالبانو په ولکه کې د ملي احصاییې او معلوماتو ادارې او همدارنګه د نړیوالو بنسټونو د مخکینیو راپورونو پر اساس، هر کال په هېواد کې زرګونه ترافیکي پېښې ثبتېږي چې سلګونه کسان پکې وژل کیږي او زرګونه ټپیان کیږي. د تېزې موټر چلونې، غیر معیاري سړکونو، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ او د کافي څارنې نشتوالی د دې پېښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

د بشري حقوقو مدافعان: د طالبانو له لوري د موسیقۍ الاتو سوځول له فرهنګي حقونو سرغړونه ده

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې د طالبانو له خوا د موسیقۍ الاتو سوځول د افغانستان د وګړو د فرهنګي حقونو نقض بللی او دا کړنه یې غندلې ده. دوی زیاتوي، د طالبانو دا چاره د هنر، خلاقیت او د بیان د ازادۍ پر وړاندې د یوه څرګند سیاست ښکارندوي کوي.

د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې جمعې په ورځ، د کب په لومړی نېټه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د موسیقۍ د الاتو په نښه کول، د هنرمندانو، موسیقي پوهانو او هغو کسانو لپاره یو جدي ګواښ دی چې هویت او د ژوند وسیله یې له هنر سره تړلې ده.

په اعلامیه کې راغلی، چې دغه هنري وسایل سوځول، نه دا چې مشروع او روا اقدام نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه څرګنده دښمني ګڼل کېږي.

دې ټولنې ویلي، چې په فرهنګي ژوند کې ګډون، له هنر څخه د ګټې اخیستنې حق او د فرهنګي میراث ته د لاسرسي حق، د هر انسان له نه سلبېدونکو حقوقو څخه شمېرل کېږي.

دوی زیاتوی، چې د روانو سیاستونو له مخې، هنر په افغانستان کې عملاً منع شوی او طالبان تر واکمنۍ لاندې هنري فعالیتونه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د اعلامیې په پای کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د داسي کړنو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي. د فرهنګي حقونو نقض پر رواندي چوپتیا، د هنر ځپنې د عادي کېدو او د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو د کمزوري معنا لري.

دوه ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وویل، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.