د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.
سراجالحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».
سراجالحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».
د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»
مولانا سراجالحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.
نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نهشي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.
سراجالحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».
سراجالحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نهکېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».
نوموړی پرته له دې چې د ټيټيپي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نهدی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».
هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.
سراجالحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي د داعـش تور پر پاکستان پورې کړي څو له ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټيټيپي) څخه خپل دوامدار ملاتړ پټ وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ دننه ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره له دې ډلې ملاتړ او تمویل کوي.
مجاهد همداراز ویلي وو، چې په اسلاماباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی خونړی برید د پاکستان د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ او روزنې پایله ده، او زیاته کړې یې وه، چې دا ډول پالیسۍ به په پای کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.
خو مشرف زیدي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا ادعاوې بېاساسه دي او د ملګرو ملتونو راپورونه بل ډول واقعیت ښيي. د هغه په وینا، د د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستند راپورونه څرګندوي، چې د ټيټيپي، القاعده او داعش خراسان په ګډون څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې القاعده، داعش خراسان او ټيټيپي له یو بل جلا فعالیت کوي، دا د موضوع د پېچلي کولو هڅه ده، ځکه د هغه په وینا، دغه ډلې له ګډو سرچینو د جنګیالیو جلب، تمویل او لوژستیکي شبکو څخه استفاده کوي او له یو بل سره همغږي لري.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان پرلهپسې داسې شواهد وړاندې کړي چې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پر پاکستان اغېز کوي، خو د طالبانو حکومت هڅه کوي د خپلو مسوولیتونو څخه د خلکو او ګاونډیو هېوادونو پام واړوي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي چې ټولو هېوادونو ته پیغام ورکوي چې افغانستان ته دې پلمې نه لټوي او نه دې ګواښونه کوي.
هغه وویل، چې که څوک دا ناوړه اراده ولري نو ددی له سخت ځواب سره به مخ شي.
نوموړي د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مراسمو کې، په غیر مستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ د جګړې مزه څکلې ده، او ټولو هېوادونو ته وایو چې موږ ته دې پلمې او سترګې نه برګوي.»
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر د اسلام اباد له ځانمرګي برید وروسته ویلي وو، چې ښایي له روژې مخکې په افغانستان کې د دغه برید غچ واخلي.
نور محمد ثاقب ټینګار وکړ، څوک چې د افغانستان پر وړاندې ناوړه نیت ولري، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
هغه همداراز افغانان جګړې ته وهڅول او ویې ویل: «جنت د تورو تر سیورو لاندې دی»، او پر راتلونکي نسل یې غږ وکړ چې د خپلو پلرونو او نیکونو لاره تعقیب کړي.
بل خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې«موږ داسې مستند شواهد او راپورونه لرو چې پاکستان داعش ډلې ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ورکړي وو او د خپلو موخو لپاره یې کارول، او اوس یې په خیبر پښتونخوا کې دا ډله ځای پر ځای کړې او د پوځ له ملاتړه برخمنه ده.»
د طالبانو د چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته خوندي پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد وسله وال بریدونه تنظیموي، خو طالبان بیا وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده او دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.