• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: له واشنګټن سره په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت یو

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ډان براون څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان او واشنګټن په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ډان براون د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. هغه د طالبانو چلند «د خواشینۍ وړ» بللی و او ویلي یې و، چې نړۍ باید پر طالبانو فشار راوړي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیالې سفیرې ټامي بروس د امنیت شورا غونډې ته ویلي‌ و، چې طالبان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې بندیان د مذاکراتو په وخت کې د فشار وسیله ګرځوي.

د راپورونو له مخې؛ اوس‌مهال شاوخوا درې امریکایي وګړي پولینیسیس اډرین، ډېنس والټر کویل او محمودشاه حبیبي د طالبانو په زندانونو کې دي؛ خو طالبانو د حبیبي نیول رد کړي او د کویل د خوشې کېدو په بدل کې یې د ګوانټانامو له زندانه د القاعدې د یوه افغان غړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ویل کېږي، طالبان د محمد رحیم په نوم د یوه کس د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې له ۲۰۰۸کال راهیسې په ګوانټانامو زندان کې دی. هغه د القاعدې شبکې او د اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور تورن دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له ایران او پاکستان نه تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې یوازې پرون د نیمروز، هرات، کندهار او تورخم له لارو ۹۰۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې. طالبانو ویلي، چې په همدې ورځ یې ۹۶۸ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د طالبانو یاد کمېسون د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۸، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۴ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۷۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالبانو زیاته کړې، چې له دغه کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې کړې او ژر به خپلو مېنو ته هم ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بل‌خوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د طالبانو له‌خوا په ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو بندیز په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور وروسته، دغې ډلې په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته اجازه ورکړه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدني روزنې ولایتي مسوولینو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر کړی و، چې د «رمضان جام» کرېکټ سیالۍ به نه‌ترسره کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل، د تراوېح لمونځ قضا کېدل بللي وو.

په ورژه کې پر سپورټي سیالیو د طالبانو د بندیز په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو د راپور له خپرېدو وروسته، تازه افغانستان انټرنشنل- پښتو په هلمند کې د طالبانو د والي امان‌الدین منصور هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې ده.

په مکتوب کې لیکل شوي: «د هلمند د ورزشکارانو غوښتنه، وايي زموږ سیالۍ د روژې په خاطر بندې سوي دي، نو د ولایت مقام له طرفه تر تراوېحو وروسته د سیالۍ اجازه سته، تر تراوېحو یو ساعته وروسته».

100%

سرچینو ویلي، چې ورزشي سیالیو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین به پر ټولو لوبغالو څارنه کوي او د تراوېح لمونځ پر وخت هغو کسانو ته چې پر لوبو بوخت وي، سزا ورکړل شي.

تر دې مخکې په هلمند کې ګڼو ورزشکارانو او د کرېکټ لوبغاړو د طالبانو له‌خوا د شپې له لوري د کرېکټ او نورو ورزشي سیالیو په اړه بندیز ته غبرګونونه ښودلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په ولایتونو کې د ټینېس، کرېکټ، فوټسال او فوټبال سیالۍ ترسره کېږي او په یادو سیالیو کې سلګونه لوبغاړي او مینه‌وال یې ګډون کوي.

فرید حمیدي: طالبانو د اړمنو او ناروغو متقاعدینو حقوق غصب کړي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي پر طالبانو په نیوکو سره وايي، دغه ډله د متقاعدینو د حقونو په ورکړه کې غفلت کوي. هغه زیاته کړې، چې په روانه روژه کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او دغو اړمنو کسانو ته خپل حقوق ورکړل شي.

نوموړي وویل، چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې د متقاعدینو معاشونه او حقوق نه‌دي ورکړي.

حمیدی د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د څو کلونو د حقوقو له غصب وروسته، طالبانو تېر کال د اګست په میاشت کې داسې فرمان صادر کړ چې «تفرقه» په‌کې له ورایه ښکارېده. هغه وایي، دا فرمان د دې سبب شوی چې «بې ځایه کاغذپرانۍ وشي، د طالبانو محاکمو، د مالیې وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په دهلیزونو کې سپین ږیري او ناروغ متقاعدین لا پسې سرګردانه شي».

حمیدی ټینګار وکړ، له پیل څخه روښانه وه، چې طالبان د متقاعدینو حقوق غصبوي، خو د خلکو د فریب لپاره یې ورته «اداري، قضایي او قانوني خنډونه» جوړ کړي دي.

پخواني لوی څارنوال دا هم وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او حق حقدار ته ورسول شي. باید دروغجن سیاست او د متقاعدینو سرګردانۍ نورې بندې شي».

دغو پخوانیو متقاعدینو څو څو ځله په کابل کې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو مخې ته لاریونونه وکړل او د طالبانو له مشره یې غوښتنه وکړه، چې د دوی حقوق ورکړي، خو د دغې ډلې د مشر هغه فرمان لا هم په اداراتو کې نه‌عملي کېږي چې دغو پخوانیو مامورینو ته یې د تقاعدۍ حقوقو پر ورکړې ټینګار کړی دی.

اخلاقي وايي د طالبانو مخالفینو باید د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له شخړو ګټه پورته کړې وای

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظامي د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، د طالبانو مخالف جریانونه د جوړښتي کمزورۍ او د یووالي د نشتوالي له امله پر دې نه‌دي توانېدلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اختلافاتو د افغانانو په ګټه استفاده وکړي.

د اخلاقي په وینا، په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچ چې پخوا د «زوړ ملګري» په نوم یادېده، لا هم روان دی او روښانه حل‌لاره ورته نه‌ښکاري. هغه زیاتوي، د طالبانو مخالفو ادرسونو تر اوسه د دې سیاسي فرصت د مدیریت لپاره روښانه او منسجم میکانېزم نه‌دی وړاندې کړی.

هغه ټینګار کړی، چې ستونزه یوازې د افرادو د نظر اختلاف کې نه‌ده، بلکې اساسي ننګونه د «پریکړې کولو، لومړیتوب ټاکلو او د سیاسي بدیل د تعریف لپاره د همغږي بنسټیز چوکاټ نشتوالی» دی. د هغه په باور، په داسې حالت کې ان بهرني درزونه هم نه‌شي کولای ستراتیژیک فرصت ته واوړي.

پخواني وزير زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د واک دوام یوازې د دې ډلې د ځواک پایله نه‌ده، بلکې د مخالفو جریانونو د تیت‌ و پرک فعالیتونو تر څنګ په‌کې د پلان نشتوالی هم خپله ونډه لري.

اخلاقي خبرداری ورکړی، تر هغه چې جوړښتي یووالی رامنځته نه‌شي او د سیاسي مبارزې لپاره روښانه لاره ونه‌ټاکل شي، هېڅ سیمه‌ییز او نړیوال فرصت به د افغانستان خلکو ته عملي پایلې ورنه‌کړي. هغه داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې طالبانو او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره وسله‌والې نښتې وکړې او له هماغه وخت راهیسې یې د سوداګرۍ پر مخ له یو بل سره دروازې هم تړلې دي.

طالبانو له هندي پانګوالو سره د درملو سکټور په برخه کې د همکارۍ پراختیا په اړه خبرې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له هندي سوداګرو سره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د نندارې لپاره د یوه تالار د جوړولو او د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د اړیکو پراختیا او همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هندي پانګوال انګوش ستانا او د هغه له مل پلاوي سره د قیمتي ډبرو د نندارې د یوه تالار جوړولو او همدارنګه د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا رامنځته کولو په تړاو خبرې کړي.

یاد هندي سوداګر ویلي، چې غواړي افغانستان ته د جرمني هغه ټېکنالوژي را انتقال کړي، چې له کثافاتو او پلاستیکونو څخه په زیاته کچه د تېلو اېستلو وړتیا لري.

طالبانو ویلي، چې هندي سوداګرو ته یې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له خپله اړخه د فرصتونو چمتو کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د هندي سوداګرو د پانګونې لېوالتیا ته هرکلی کوي، چې تر دې وړاندې تر ډېره دغه فرصتونه پاکستاني سوداګرو ته چمتو کېدل، خو د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره د هند په څېر هېوادونو ته لاس اوږد کړي.