• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فراه او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. بلخوا په فراه کې هم د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې دا پېښه د بلوچانو په سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یوه سوزوکي ډوله موټر له یوه پیکپ سره ټکر وکړ.

د ټپیانو روغتیایي وضعیت «ښه ښودل» شوی دی.

په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولسوالۍ د مادابه سیمې په یوه بله ترافیکي پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره تخار ولایت ته انتقال شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال ګڼ قربانیان لري. د طالبانو په ولکه کې د ملي احصاییې او معلوماتو ادارې او همدارنګه د نړیوالو بنسټونو د مخکینیو راپورونو پر اساس، هر کال په هېواد کې زرګونه ترافیکي پېښې ثبتېږي چې سلګونه کسان پکې وژل کیږي او زرګونه ټپیان کیږي. د تېزې موټر چلونې، غیر معیاري سړکونو، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ او د کافي څارنې نشتوالی د دې پېښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقوقو مدافعان: د طالبانو له لوري د موسیقۍ الاتو سوځول له فرهنګي حقونو سرغړونه ده

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې د طالبانو له خوا د موسیقۍ الاتو سوځول د افغانستان د وګړو د فرهنګي حقونو نقض بللی او دا کړنه یې غندلې ده. دوی زیاتوي، د طالبانو دا چاره د هنر، خلاقیت او د بیان د ازادۍ پر وړاندې د یوه څرګند سیاست ښکارندوي کوي.

د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې جمعې په ورځ، د کب په لومړی نېټه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د موسیقۍ د الاتو په نښه کول، د هنرمندانو، موسیقي پوهانو او هغو کسانو لپاره یو جدي ګواښ دی چې هویت او د ژوند وسیله یې له هنر سره تړلې ده.

په اعلامیه کې راغلی، چې دغه هنري وسایل سوځول، نه دا چې مشروع او روا اقدام نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه څرګنده دښمني ګڼل کېږي.

دې ټولنې ویلي، چې په فرهنګي ژوند کې ګډون، له هنر څخه د ګټې اخیستنې حق او د فرهنګي میراث ته د لاسرسي حق، د هر انسان له نه سلبېدونکو حقوقو څخه شمېرل کېږي.

دوی زیاتوی، چې د روانو سیاستونو له مخې، هنر په افغانستان کې عملاً منع شوی او طالبان تر واکمنۍ لاندې هنري فعالیتونه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د اعلامیې په پای کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د داسي کړنو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي. د فرهنګي حقونو نقض پر رواندي چوپتیا، د هنر ځپنې د عادي کېدو او د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو د کمزوري معنا لري.

دوه ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وویل، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.

ریچارډ لېنډسي: ټولنیز عدالت هغه وخت ټینګېږي چې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، د ټولنیز عدالت نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، «ټولنیز عدالت هغه وخت ټینګېږي چې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي.» دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د نفوذ نیمایي برخه چې مېرمنې دي له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغه زیاته کړې چې بریټانیا له هغو افغانانو سره ولاړه ده چې د انصاف، وقار او فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ پر اېکس‌ خواله رسنۍ کې د رسنیو پر ازادۍ هم ټینګار کړی چې خپلواکې رسنۍ د عادلانه ټولنې مهمه برخه ده او باید خوندي وساتل شي او ډاډ ترلاسه شي چې تر ټولو زیانمن خلک له پامه ونه غورځول شي.

نن جمعه د فېبرورۍ ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده چې ملګرو ملتونو له خوا نمانځل کېږي.دا ورځ د ټولنیز عدالت، برابرۍ او د انساني حقونو د ساتنې لپاره ځانګړې شوې ده. د دې ورځې د نمانځلو موخه دا ده چې ټولنیز عدالت یوازې یو شعار نه وي، بلکې عملي ګامونه پورته شي.

خو افغانستان هغه هېواد دی چې ټولنیز عدالت پکې ترپښو لاندې شوی. د یوه ستر هېواد نیمه برخه چې ښځې دي، له ټولو ټولنیزو حقونو بې برخې شوي. زده کړه چې د هر انسان اساسي او شرعي حق دی، ترې اخېستل شوی. د کار، سپورټ ځایونو ته د تګ، سینګارتونونو ته د تګ او حتا پارکونو ته د تګ اجازه ترې اخیستل شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په ۲۰۰۷کال کې پرېکړه وکړچې هر کال د فېبرورۍ ۲۰مه دې د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ونمانځل شي.

د کابل اوسېدونکي: د پلازمېنې په اسمان کې ناپېژانده بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د پلازمېنې په اسمان کې د یوه ناپېژانده ډرون الوتکې ګزمې لیدلې دي. د ۱۷ ناحیې یوه اوسېدونکي د کب په لومړی نېټه وویل چې «یوه بې پیلوټه الوتکه» د کابل په اسمان کې په څرګنده توګه ګزمې کوي.

د کابل یوه اوسېدونکي له خوا افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د کابل په اسمان کې یوه بې پیلوټه الوتکه ګزمې کوي.

د هغه په ​​وینا، ډرون د ساعتونو لپاره د پلازمېنې په اسمان کې ګزمې کولې.

دا لا څرګنده نه ده، چې یاده بې پیلوټه الوتکه د کوم هیواد پورې اړه لري.

طالبانو په رسمي ډول د کابل په اسمان کې د ډرون الوتکې د ګزمې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واک ترلاسه کولو راهیسې د هیواد هوايي حریم نه دی کنټرول کړی.

طالب چارواکو دا منلې چې د افغانستان فضا لاهم ددوی په کنټرول کې نه ده.

په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په څلور نیمو کلونو کې په مختلفو ولایتونو کې خلکو په مکرر ډول د ناپیژندل شویو ډرون الوتکو ګزمې لیدلي دي.

د راپورونو له مخې په دې موده کې د امریکا د څارنې ډرون او جنګي جټ الوتکې د افغانستان په مختلفو برخو کې الوتنې کړې دي.

پاکستان هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا په اجازې او همغږۍ سره د افغانستان په اسمان کې جنګي جیټ او بې پیلوټه الوتکو الوتنې کړې دي.

طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې ۱۲ کسان په دُرو وهلي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د روانې اوونۍ په څلورو ورځو کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۲ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، دوشنبې،چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې د چارشنبې په ورځ کابل کې پنځه کسانو ته، بلخ کې درې کسانو ته، پروان او غور کې دوه- دوه کسانو ته په دُرو وهلو سزا ورکړل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۷۲ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

په ترکیه کې طالب او قزاق چارواکي د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰

په انقره کې د طالبانو سفارت وایي، چې طالب سفیر سنیع الله فرهمند ددې هېواد لپاره د قزاقستان له سفیر، ساپیوف یرکیبولان اونالبیکولي، سره کتلي او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا هم هر اړخیزې خبرې کړې دي. د دواړو لوریو استازو ټینګار کړی، چې د اقتصادي همکاریو پراختیا، پانګونه او سوداګریز تعامل کولی شي د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

ویل کېږي چې د لیدنې پر مهال د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې فرصتونو، ترانزیټي همکاریو او د سیمه‌ییزو پروژو د پراختیا موضوعات هم مطرح شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د سوداګریزو پلاوو تبادله، د نندارتونونو جوړول او د ګډو اقتصادي کمېټو فعالول به د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه وي.

همداراز قزاق سفیر د سیمه‌ییزو همکاریو، ترانزیټي دهلیزونو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې قزاقستان په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سوداګرۍ او بشري مرستو په برخه کې همکاري زیاته کړې او هڅه کوي، چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.