د امریکا سترې محکمې د ټرمپ نړیوالې تعرفې رد کړې

د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پراخې تعرفې رد کړي چې هغه د ملي بیړنیو حالاتو د قانون پر بنسټ عملي کړې وې. سترې محکمې تایید کړې، چې د ټرمپ دا اقدام د ولسمشر د واک له حدودو څخه بهر دی.
د تعرفو موخه د وارداتو پر توکو مالیه لګول وو، چې ټرمپ د نړیوالې سوداګرۍ په جګړه کې کارولې، خو اوس به د ټرمپ لخوا راټول شوي احتمالي ۱۷۵ میلیارد ډالر یا زیات عاید بیرته ورکړل شي. سترې محکمې په ټینګار سره ویلي چې د تعرفو لګولو لپاره باید ولسمشر د کانګرس واضح اجازه ولري، چې په دې قضیه کې یې نه درلوده.
دې پرېکړې د نړیوال اقتصاد او امریکا د سوداګرۍ د شریکانو لپاره مهمې پایلې رامنځته کړي او د کانګرس د واک محدودیت یې بیا تایید کړ.
