په سوډان کې د بېپيلوټه الوتکې بريد له امله ۳ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي

د سوډان سویلي کردفان ايالت کې يو مرستندويه کاروان چې خوراکي او نور بشري توکي يې لېږدول؛ د چټک ملاتړ ځواکونو د بېپيلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو. د سوډان د روغتیایي ادارو د راپور له مخې؛ په دغه بريد کې درې مرستندويه کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
یادې ادارې دغه پېښه له نړۍوالو بشري قوانينو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول بريدونه د بشري مرستو چارې او د ملکي وګړو امنيت نور هم له ګواښ سره مخ کوي.
