د امریکا پوځ: ختیځ ارام سمندر کې درې تنه د نشهیي توکو قاچاقبر وژل شوي
د امریکا پوځ وایي، د ختیځ ارام سمندر په اوبو کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په یوه عملیات کې درې پېژندل شوي «د نشه یي توګو ـ ترهګر» وژلي دي.
د امریکا پوځ وایي، د ختیځ ارام سمندر په اوبو کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په یوه عملیات کې درې پېژندل شوي «د نشه یي توګو ـ ترهګر» وژلي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ په هغه بېړۍ کې وو چې د نشهیي توکو د قاچاق په عملیاتو کې ښکېله وه.
د معلوماتو له مخې، پوځي ځواکونو یاد عملیات د ختیځ ارام سمندر په سیمه کې ترسره کړي، خو د پېښې د دقیق ځای او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د ايران او امريکا ترمنځ د کړکېچ له زياتېدو سره هممهاله، نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې امریکا له سيمهييزو پوځي اډو خپل سلګونه سرتېري اېستلي دي. د راپورنو لهمخې، ايران خپل اټومي بنسټونه پياوړي کوي او جرمني او فرانسې بیا خپلو وګړو ته له ايران څخه د وتلو سپارښتنه کړې ده.
يادې ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا د جنګ وزارت (پنټاګون) د احتمالي غچ اخيستونکو بريدونو د مخنيوي لپاره د دفاعي ګامونو په چوکاټ کې سلګونه امريکايي سرتېري د قطر له العديد هوايي اډې او همدارنګه د بحرين له پوځي اډو څخه اېستلي دي.
دا ګام په داسې حال کې اخيستل شوی، چې امريکايي چارواکي د شخړې د لا زياتېدو احتمال يادوي.
په همدې مهال، دوو امريکايي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د ايران په اړه د امريکا پوځي چمتووالی پرمختللې مرحلې ته رسېدلی دی. د هغوی په وينا، تر ارزونې لاندې لارې چارې پر نښه شويو کسانو بريد او که ډونالډ ټرمپ ورته اجازه ورکړي ان د تهران د واکمن نظام د بدلون تعقيب هم پهکې رانغاړي.
رويټرز تر دې وړاندې راپور ورکړی وو، چې د امريکا پوځ ځان د څو اونيو لپاره د يوه پرلهپسې پوځي برید ترسره کولو ته چمتو کوي.
ټاکل شوې ده، چې د امريکا کانګرس د راتلونکې اونۍ له پيله د داسې طرحې په اړه رايه ورکړي، چې د کانګرس له اجازې پرته پر ايران په بريد کولو کې د ولسمشر ټرمپ واک محدود کړي. د امريکا د اساسي قانون لهمخې، جګړې ته د امريکايي ځواکونو د لېږلو واک له کانګرس سره دی، پرته له دې چې د ملي امنيت د محدودو بريدونو خبره وي.
همدارنګه، د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي مايک لالر او د ډيموکرات ګوند استازي جاش ګوټهايمر د امريکا د استازو جرګې په يوې ګډه خبرپاڼه کې د ايران په تړاو د جګړې د واکونو قانون ته په اشارې سره ويلي، تر هغه چې د ايران د حکومت له لوري د «مرګ پر امريکا» شعار پورته کېږي، اسلامي جمهوريت به د امريکايي سرتېرو، د دغه هېواد د متحدينو او نړيوال ثبات لپاره يو دوامداره او جدي ګواښ وي.
د ايران د مصلحت نظام د تشخيص د شورا غړي محسن رضايي بیا پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې اقتصادي پرمختګ او د بنديزونو شنډول او بېړۍ ويجاړونکي توغندي د ايران ځواکمن مټ بلل کېږي.
په تهران کې د پارلمان د ملي امنيت د کمېسيون غړي اسماعيل کوثري د ټرمپ له لوري د لس ورځني ضرب الاجل خبره يوازې رواني جګړه بللې او ويلي يې دي، چې له هر ډول پېښې سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی شته.
سکاینيوز هم راپور ورکړی، چې د سپوږمکيو انځورونو شننه ښيي؛ ایران د امريکا له پوځ سره د کړکېچ د زياتېدو ترڅنګ خپل اټومي او دفاعي بنسټونه پياوړي کړي او ورسره يې د روسيې له ځواکونو سره ګډ پوځي تمرينونه هم ترسره کړي دي.
په اروپا کې، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د ايران او امريکا ترمنځ د کړکېچ دوام ته په اشارې سره له ټولو جرمني وګړو غوښتي، چې په بېړنۍ توګه ايران پرېږدي او خبرداری يې ورکړی، چې د امنيتي وضعيت لا زيات خرابوالی او پوځي نښتې رد کېدای نهشي.
راپورونه وايي، چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم ورته ګام پورته کړی دی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د سولې پلاوي لومړۍ غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر پر ګډون نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د ټرمپ له سولې بورډ څخه ووځي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي مولانا عبدالغفور حیدري (د جمعې په ماخوستن (د کب لومړۍ) په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د ټرمپ په مشرۍ په یاد بورډ کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګډون ورته د منلو وړ نهدی.
په اعلامیه کې راغلي: «څو چې د حماس او فلسطین ولس د سولې د هر ډول بهیر له کړنو ډاډمن شوی نهوي، په سیمه کې تلپاتي سوله او ثبات ناشونی دی».
په یاده اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی، چې د پاکستانیانو د احساساتو درناوی دې وکړي او د ټرمپ له سولې بورډ سره دې خپله لاره جلا کړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند ویلي، چې پاکستان باید د اسراییل د ظلمونو پر وړاندې خپل روښانه دریځ په کلکه وساتي.
په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند به د فلسطین د ازادۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او که پاکستان د ټرمپ د سولې بورډ غړی پاتې شي او یا هم فلسطینیانو ته کوم زیان ورسیږي، نو پاکستانیان به هېڅکله د خپل حکومت مشران ونهبښي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په واشنګټن کې د غزې سولې بورډ لومړۍ غونډه تر سره شوه او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو مشرانو هم په یاده غونډه کې ګډون کړی وو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د دې پلاوي په پرانېستې غونډه کې ګډون ورته وياړ دی او ټينګار يې وکړ، چې په غزه کې د تلپاتې سولې ترلاسه کول د دې نوښت اصلي موخه ده.
د امريکا د نورس وېسټرن پوهنتون نوې څېړنه ښيي،که څوک له ويده کېدو درې ساعته مخکې له خوړو ځان وساتي، د خوب پر مهال یې د وينې فشار او د زړه درزا ښه کېږي. له دې سربېره، له ويده کېدو مخکې د څراغونو د رڼا کمول هم د زړه او رګونو او همدارنګه د مېټابوليزم روغتيا پياوړې کوي.
دا څېړنه نږدې اته اوونۍ روانه وه او پايلې يې د امريکا د زړه ټولنې په علمي مجله کې خپرې شوې دي. په دې څېړنه کې لږ تر لږه د ۳۹ ګډونوالو معلومات وڅېړل شول چې عمرونه يې د ۳۶ او ۷۵ کلونو ترمنځ وو او زيات وزن یې درلود.
هغو کسانو چې لږ تر لږه درې ساعته مخکې له خوبه خوړل بند کړي وو، د هغو کسانو پرتله چې خپل عادي خوړنيز عادتونه يې دوامداره ساتلي وو، د پام وړ ښهوالی وليد. په دې ښهوالي کې د وينې فشار ۳.۵ سلنه راکمول او د زړه درزا ۵ سلنه کمېدل شامل وو. همدارنګه، د خوب پر مهال د دغو کچو طبيعي ټيټوالی هم وليدل شو، چې څېړونکو هغه د زړه او رګونو د روغتيا مهمه نښه وبلله.
د دغو کسانو د وينې د شکر کچه هم د ورځې په اوږدو کې په ښه حالت کې وه.
د نورس وېسټرن پوهنتون د فېنبرګ د طب پوهنځي د عصبي ناروغيو مرستيالې استادې ډاکټرې ډانيلا ګريمالدي ویلي: «د خوړو د وختونو سمون د بدن له طبيعي ويښتيا او خوب له بهير سره کولای شي د زړه، مېټابوليزم او خوب ترمنځ همغږي ښه کړي. دا ټول يو ځای د زړه او رګونو د روغتيا د ساتنې لپاره کار کوي».
هغې زياته کړه، چې څېړونکي د دغو منظم ښهوالي پايلو په ليدلو «رښتيا هم ډېر خوښ او حيران» شول.
ګريمالدي فاکس نيوز ته وويل: «دا ډېره په زړه پورې وه، چې يو نسبتاً ساده بدلون، يعنې د خوړو د وخت بدلول، کولای شي په يوه وخت کې د شپې د خپلواکه عصبي سيسټم توازن، د وينې د فشار راکمول، د زړه د درزا سمون او د سهار د ګلوکوز مېټابوليزم ښهوالی، پرته له دې چې کالوري محدوده شي يا وزن کم شي، رامنځته کړي».
هغې ټينګار وکړ، چې له خوبه مخکې درې ساعته موده «ډېره حياتي» ده، ځکه په همدې وخت کې د مېلاټونين هورمون زياتېږي او بدن د خوب پر لور روانېږي. په دې پړاو کې خواړه خوړل کولای شي د مېټابوليزم بهير ګډوډ کړي.
ډاکټره وينډي ټروکسل، چې د خوب د ناروغيو متخصصه ده، وويل: «د دې تګلارې د پلي کېدو لوړه کچه ښيي چې دا لاره په ورځني ژوند کې عملي او دوامداره کېدای شي او د زړه او مېټابوليزم پر روغتيا د اندازه کېدونکي ښهوالي اغېز لري».
هغې زياته کړه، چې د امريکا د زړه ټولنې د څېړنې په اساس اوس سالم خوب د زړه د روغتيا لپاره د «ژوند اته بنسټيزو اصلونو» له ډلې يو اصل بلل کېږي.
نورس وېسټرن پوهنتون راپور ورکړی، چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په متحده ايالاتو کې يوازې ۶.۸ سلنه لويان د زړه او مېټابوليزم له پلوه په ښه او مطلوب حالت کې وو. دا ډول روغتيايي ستونزې کولای شي د مزمنو ناروغيو لامل شي، لکه د شکر دویم ډول، د زړه او رګونو ناروغۍ او د ځيګر د غوړوالي ناروغي.
د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز د څرګندونو لهمخې، د زړه ناروغي لا هم په ټوله نړۍ کې د مړينې لومړی لامل ګڼل کېږي.
دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې اسراییل په لبنان کې د حماس د قوماندې یو مرکز هم په نښه کړی دی.
رویټرز د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې یاد بریدونه د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د لبنان د بقاع درې په بعلبک سیمه کې د حزبالله پر مرکزونو شوي دي.
د اسراییل پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ختیځ لبنان د بقاع درې په بعلبک سیمه کې یې د حزبالله د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.
پر همدغه مهال سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې د حزبالله یو جګپوری چارواکی هم شامل دی، خو حزبالله تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې په لبنان کې د عین الحلوه په سیمه کې د حماس د قوماندې یو مرکز هم په نښه کړی، خو د یاد برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې جزییات نهدي ورکړي.
اسراییل او حزبالله په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځکړیتوب پر اوربند هوکړه کړې، څو په سرحدي سیمو کې جګړه پای ته ورسوي، خو له لا هم دواړه لوري یو او بل د اوربند پر سرغړونو تورنوي.
دوو امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) رویټرز اژانس ته ویلي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي پلان جوړونه پرمختللي پړاو ته رسېدلې ده. یادو چارواکو ویلي، چې د امریکا په انتخابونو کې په ایران کې د مشخصو اشخاصو په نښه کول او د ایران د نظام د بدلول شامل دي.
رویټرز ویلي، چې یادو امریکايي چارواکو د په نښه کېدونکو کسانو په اړه نور جزییات نهدي ورکړي او دا یې هم نهده څرګنده کړې، چې د امریکا پوځ به له پراخو ځمکنیو ځواکونو پرته د رژیم د بدلولو لپاه څه ډول اقدام وکړي.
رویټرز اژانس تېره اونۍ هم راپور ورکړی وو، چې د امریکا پوځ د ایران پړ وړاندې د څو اونیو دوامدارو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي او په یادو عملیاتو کې به د ایران پر امنیتي تاسیساتو او همدارنګه د یاد هېواد پر اټومي زیربناوو بریدونه هم شامل وي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي: «تمرکز پر هغو کسانو دی چې د سپاه پاسداران ځواکونو قومانده او کنټرول په واک کې لري. خو د داسې کسانو په نښه کول پراخو اضافي سرچینو ته اړتیا لري».
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر په ښکاره توګه په ایران کې د حکومت د بدلولو احتمال مطرح کړی او تېره اونۍ یې ویلي وو: «داسې ښکاري چې دا به تر ټولو غوره پېښه وي چې رامنځته کېدای شي».
په ورته مهال سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران پر خاوره برید وکړي، دوی به هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي.