• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په تورخم کې یې ۵۲۵ میل وسلې او مهمات نیولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه په طورخم کې له پاکستان څخه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میل بېلابېلې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي. دوی زیاتوی دا وسلې له پاکستان څخه د راوښتو افغان کډوالو د کډو په دوو موټرو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ‏په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۲۷ زره فیره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله ام‌فور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټي‌ټي‌کوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
‏د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه تنه چې یو یې افغان او بل کس د پاکستان وګړی دی، نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

طالبانو تروسه په اړه څه نه دي ویلي، چې دا وسلې چاته او د څه لپاره لېږدول کېدې.

تراوسه پاکستان په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار د شنبې په ورځ، د کب په دویمه وویل چې یو موټر«فرونر» د کشم او تشکان ولسوالیو ترمنځ له سړک څخه واوښت او سیند ته ولوېد.

د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه د څلورو کسانو جسدونه له اوبو ایستل شوي او د پنځم کس د جسد د راایستلو هڅې روانې دي. د معلوماتو له مخې، د موټر ټوله سپرلۍ د ارگو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کشم ولسوالۍ کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی و. همداراز، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د همدې ولایت د ارغنجخواه په ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له کبله ۱۵کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پاکستان کابل ته د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر د سفر مخه نیولې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې سرحدي ساتونکو د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر کابل ته د سفر مخنيوی کړی دی. جمعیت علما اسلام له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او مشران یې د افغان طالبانو په وړاندې د اسلام اباد د پالیسیو منتقدین دي.

سرچینو په اسلام اباد کې د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې پاکستاني افسرانو د جمعیت علما اسلام د یوه مشر مفتي کفایت الله کابل ته د سفر کولو څخه منع کړی.

د سرچینو په وینا، هغه پلان درلود چې کابل ته سفر وکړي خو د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ودرول شو.

د جمعیت علما اسلام مشرانو مخکې هڅه کړې وه، چې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو دا هڅې ناکامې شوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ظاهري ډول خرابې شوې، چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو بریدونو شدت پیدا کړ.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې طالبان په دې تورن کړل چې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو بریدونو مخه نه نیسي.

په بیان کې ویل شوي چې پاکستان به نور زغم ونه وکړي او یاغیان به په هر ځای کې چې وي په نښه کړي.

په وروستیو اونیو کې، یو شمېر پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیتونو کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت: د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت وايي، چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوي او په ۷ پروژو کې یولړ تعدیلونه راغلي دي. په دې پروژو کې د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول هم شامل دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، د کب ۲مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې ۷ پروژې یې د تایید پرځای بیرته کرکتنې ته لېږل شوي دي څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو.

د طالبانو وینا دا پروژې د افغانستان د داخلي بودېجې څخه تمویلیږي.

د پاکستان پوځ: له افغانستان څخه هر ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ وایي، چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ځانګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا برید «د افغانستان له خاورې څخه په ګته اخیستنې» ترسره شوی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به په دې اړه هېڅ ډول زغم ونه ښيي او د پېښې له عاملانو به «هر چېرې چې وي» غچ واخلي.

د پوځ په وینا، وسله‌وال چې «خوارج» بلل شوي، لا هم د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د پاکستان دننه بریدونه کوي او ادعا شوې، چې طالبان د دغو ډلو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی، چې له امله یې یو ډګروال او یو سرتېری وژل شوي دي. وژل شوي کسان ډګروال شهزاده ګل فراز (۴۳کلن) او سرتېری کرامت‌شاه (۲۸کلن) ښودل شوي، چې دواړه د پېښور اوسېدونکي وو.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په دغې نښته کې پنځه تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي هم وژل شوي دي، خو د ټپیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دې تازه اعلامیې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې وې، چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌وال د افغانستان په خاوره کې حضور لري.

طالبان وايي په بغلان کې یې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بغلان د پنځلسو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یې سپکې او درنې وسلې نیولي دي. په دې وسلو کې ۱۵ میله کلاشینکوفونه، ۶۲ میله توفنګچې، ۲ میله پیکا او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د کب ۲مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې له دې نیول شویو وسلو کې ۱۷۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۵۵۹ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۳۷ فیره د دهشکې مرمۍ، ۱۱۶ فیره د بریټا مرمۍ او نور مهمات او تجهیزات شامل دي.

طالبانو د نیول شو وسلو په اړه نور جزییات نه ورکړي او نه یې هم ویلي، چې په دې تړاو یې څوک نیولي دي.

په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلو د قاچاق او د نیولو راپورونه زیات شوي دي.