• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تازه اقدامات پیل شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۰

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وایي چې په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، ګڼې استوګنیزې او سوداګریزې سیمې سروې شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په دغو سیمو کې عملیات پیل شي.

د سرچینو په وینا، د سروې اسناد راټول او د ضلعې ادارې او قانون پلي کوونکو ارګانونو ته سپارل شوي دي. راپورونه ښيي چې په سروې شویو سیمو کې هغه ځایونه شامل دي چې افغانان پکې اوسیږي یا کاروبارونه لري.

ویل کېږي، په دغه سروې‌ کې هغه کسان هم شامل دي چې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو شک پرې کیږي.

د سروې شویو سیمو په نوملړ کې زریاب کالوني، افغان کالوني، نوازاباد، یوسف‌اباد، کارپوریشن کالوني، فیصل کالوني او غریب‌اباد شاملې دي.

چارواکو ویلي چې عملیات به ښايي د شپې ناوخته یا سهار وختي ترسره شي، څو د هر ډول احتمالي مقاومت مخه ونیول شي.

هغوی ټینګار کړی چې له ناقانونه مېشتو کسانو سره به قانوني چلند کېږي او هغه کسان چې د قانوني استوګنې اسناد لري، له عملیاتو مستثنا دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر راپورونه څرګندوي چې له پاکستانه د افغانانو ستنېدل جبري بڼه لري او د ایستلو پر مهال ځینو کسانو ته د پیسو، جامو او ضروري توکو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې. همداراز، په ځینو پېښو کې د پولیسو د فزیکي چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو پاکستاني چارواکي وایي، اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د افغانانو د ایستلو پر مهال به د بشري حقونو له اصولو سره سم او انساني چلند کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

تورخم کې پاکستاني ګمرک افغانستان نه قاچاق شوي ۳۰ کیلو ګرامه سپین زر نیولي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
تورخم کې پاکستاني ګمرک افغانستان نه قاچاق شوي ۳۰ کیلو ګرامه سپین زر نیولي
100%

تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د ګمرک مشر غلام مصطفی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې یاد موټر له افغانستان نه پاکستان ته د راتګ پر مهال د تلاشي په ځای کې ودرول شوی او د پلټنې پر مهال څرګنده شوې چې دغه سپین زر په مهارت سره د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکي وایي، د نیول شویو سپینو زرو ارزښت شاوخوا ۴۸ میلیونه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، یاد بار وړونکی موټر د کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته رسولې وه او د بېرته راستنېدو پر مهال یې هڅه کوله دغه اندازه سپین زر په ناقانونه توګه پاکستان ته انتقال کړي. په دې تړاو موټر چلوونکی نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

پرون له ایران او پاکستان نه نږدې ۶زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰
پرون له ایران او پاکستان نه نږدې ۶زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنې چې ټول ۵۸۹۸کسان کیږي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته په جبري توګه راستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۳ کورنۍ چې شمیر یې ۴۵۶۷تنه و، د تورخم له لارې، ۱۲۴کورنۍ چې ۷۰۸تنه و، د سپین بولدک له لارې،۱۰۹ کورنۍ چې ۴۵۹تنه و، د ورېښمو پله له لارې، او ۱۷کورنۍ چې ۶۵تنه و، د اسلام‌کلا له لارېافغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بلخوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ځانمرګي برید له امله ۵ پوځیان وژل شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ځانمرګي برید له امله ۵ پوځیان وژل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا سیمه ایزې سرچینې وایي چې د بنو په سره‌درګه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، یو موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له زغروال موټر سره ټکر کړی چې ورپسې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې یو لوړپوړی پوځي قومندان هم شامل دی. ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې او د لټون عملیات پیل کړي دي.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ لا هم میلیونونه پښتانه ماشومان پر خپله ژبه له زده‌کړو محروم دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۰
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ لا هم میلیونونه پښتانه ماشومان پر خپله ژبه له زده‌کړو محروم دي
100%

د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم په میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو له حق څخه محروم دي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وایي، ماشومان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو حق لري او که له دې حق څخه محروم وي؛ نو دا له ښوونځي څخه د شړلو په معنا ده. همدا راز د پښتو ژبې یو شمېر پالونکي نیوکه کوي، چې په پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت له لوري په قصدي توګه تعلیمي ادارو کې د پښتو ژبې مخه نیول شوې او دې ژبې ته په ښوونځیو او پوهنځیو کې هېڅ راز ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

نیوکې کېږي، چې پښتونخوا کې له همدې کبله میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان پر خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم کړای شوي دي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې پخوانی استاد ډاکټر محبوب شاه محبوب د دې ورځې په مناسبت وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د افغانستان دننه خورا ډېر زیات کار شوی وو او د ظرفیتونو تر څنګ د ژبې بډاینې لپاره زرګونه ټوکه کتابونه ولیکل شول. هغه وویل: «هم د کمیت او هم د کیفیت له اړخه په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې لپاره ډېر کار شوی دی».

د نوموړي په خبره، د پښتنو په ټولو سیمو کې نږدې ۶۰سلنه وګړي لا هم په خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم دي.

فرانسه کې د‌ پوهنتون یوه استاده بیا وایي، د ټولنیز رسنیو په دودېدو او رامنځته کېدو سره هم پښتو ژبې ډېره وده کړې او خلک یې هڅولي چې په پښتو ژبې لیک و لوست وکړي.

یونېسکو بیا ویلي، چې په نړۍ کې ۴۰سلنه ماشومان په مورنۍ ژبو له زده‌کړو محروم دي.

د یادونې وړ ده، چې یونېسکو په ۱۹۹۹ کال کې له ژبو او کلتوري هویت څخه د ملاتړ په موخه د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه ونوموله.

۲زره کسیزې قطعې په اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې د غیرقانوني افغانانو نیول پيل کړي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۰
۲زره کسیزې قطعې په اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې د غیرقانوني افغانانو نیول پيل کړي
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د پولیسو او استخباراتي ادارو ګډې ۲۰۰۰ کسیزې قطعې د غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او په لومړی ورځ کې یې له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) راپور ورکړی، چې د یاد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد او پنځو ولسوالیو کې له ۱۰۰ څخه ډېر هغه افغانان او مشکوک کسان نیول شوي چې په غیرقانوني ډول یې په یاد هېواد کې ژوند کاوه.

د راپور له‌مخې، پاکستان د غیرقانوني مېشت افغان کډوالو د نیولو عملیاتو لپاره د پولیسو، رینجر، تروریزم ضد او استخباراتو ګډه ۲۰۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې او د غیرقانوني افغان کډوالو د لټون عملیاتو په لومړۍ ورځ یې ۴۴۹ جوماتونو، هټیو، کورونو او د اوسېدو په نورو ځایونونه کې لټون ترسره کړی دی.

یادې قطعي د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ، له ۱۰۰ څخه ډېر غیرقانوني افغانان او مشکوک کسان نیولي دي.

مسوولو چارواکو ویلي، چې یاد عملیات یې د غیرقانوني افغانانو پر ضد پیل کړي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد لري، د هغوی د اوسېدو لپاره هېڅ ستونزه نه‌شته.

په ورته مهال بیا په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان د پاکستان له حکومت څخه د ویزو د پروسس په برخه کې د اسانتیاوو او د ویزو د تمدید غوښتنه کوي او وايي، که پاکستان د ویزو بند شوی تمدید پیل کړي، ټول غیر قانوني افغانان به په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره خپل اړین او قانوني اسناد بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.