• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سمندري او هوايي ځواکونه "ترهګر" اعلان کړل

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

ایران د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سمندري او هوايي ځواکونه "ترهګر" اعلان کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ګام یې د اروپايي ټولنې د هغې وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې پورته کړی، چې سپاه پاسداران یې د ترهګرو په نوملړ شامل کړی و.

اروپايي ټولنې څو ورځې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ او د دې پرېکړې لامل په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر ضد د تهران له لوري د سخت زور کارول بلل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دا پرېکړه غېرقانوني، بې‌بنسټه او «منافقانه» بللې چې له‌مخې یې د سپاه پاسداران ډله د «ترهګرو په نوملړ» کې شامله کړې ده.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰
پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰
د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې
100%

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰
ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.

جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰
جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي
100%

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم مخکې هم د ایران د پرېښودو سپارښتنه شوې وه، خو دا ځل یې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د الوتنو د احتمالي ځنډېدو له امله پر چټک وتلو ځانګړی ټینګار کړی دی.

دغه وزارت همداراز اعلان کړی، چې د سیمې د امنیتي ګواښونو له امله یې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۵۴هېوادونو کې خپلو وګړو ته سیمه‌ییز امنیتي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي، چې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، په امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو کې هم د احتمالي ناڅاپي امنیتي پېښو، د ترهګریزو بریدونو او نورو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې له امله یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

ایراني ځواکونو په پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۰
ایراني ځواکونو په پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي
100%

ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي کې ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې شوي و، چې د ایراني مامورینو لخوا ژغورل شوي او اوس خوندي دي.

شجاع د دې په اړه جزییات نه دي ورکړي، چې ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.

سره له دې چې سرحدي امنیت سخت شوی او د افغان کډوالو پراخې بیرته ستنیدنې ترسره شوي، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی او د ژمي سړه هوا هم د دې بهیر مخه نه شي نیولی.

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ایران سفر محدود کړي، او د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې به کلک اقدامات وشي.