• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په تېره یوه میاشت کې یې د ښځو اړوند نږدې ۴۰۰ قضیو ته رسېدګي کړې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۶۸ قضیو ته رسېدګي کړې ده. دغه وزارت زیاتوي، چې په یاده موده کې یې د ۵۳ اجباري نکاحګانو مخه هم نیولې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په سلواغې میاشت کې د ښځو د حقونو ۳۶۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

سیف‌الاسلام خېبر زیاته کړې: «په تېره میاشت کې د ښځو د حقونو اړوند ۳۶۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده. همدارنګه د کورني تاوتریخوالي د ۱۳۹ پېښو مخنیوی هم شوی دی».

خو په ورته مهال بیا د ښځو د حقونو د دفاع او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې وايي، چې طالبانو په‌خپله د میلیونونو افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې پر نجونو او ښځو د زده‌کړو د بندیز ترڅنګ له کور څخه بهر پر کار، سفر او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې هم سخت بندیزونه لګولي دي.

پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند زیاته کړې، چې تېره میاشت یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اجباري نکاحګانو مخنیوی هم کړی دی.

طالبان پر داسې مهال په تېره یوه میاشت کې د جبري نکاحګانو د مخنیوي خبر ورکړی، چې د یادې ډلې پر غړو تور دی، چې ښځې د هغوی له خوښې پرته ځانونو ته په نکاح کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: زرګونه موټر د اسلام‌ کلا په ګمرک کې بند پاتې دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۰

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوغارون په سرحدي بندر کې د تګ راتګ بهیر د ښه کېدو لپاره له ځینو اقداماتو سره لا هم د باروړونکو موټرو ګڼه‌ګوڼه دوام لري. دوی زیاتوي، چې د افغانستان په لوري کې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او زرګونه موټر د اسلام‌ کلا په ګمرک کې بند دي.

د ایراني رسنې «شهرارا نیوز» د راپور له مخې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د اجرایوي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او له اسلام‌قلعه څخه دوغارون ته د بېرته ستنېدو د نوې لارې په جوړېدو سره، د دوغارون په سرحدي پایانه کې د باروړونکو موټرو د تم کېدو موده له دوو تر درېیو شپو پورې راکمه شوې ده.

خو راپور زیاتوي چې تر اوسه له زرو ډېر ایراني باروړونکي موټر د اسلام‌قلعه په ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي یې څو شپې د افغانستان خاورې ته د ننوتلو په تمه پاتې کېږي.

د ګډې سوداګرۍ خونې په وینا، د ترافیکي ستونزې اصلي غوټه اوس د افغانستان په لوري کې ده. ویل شوي چې دا موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري څارل کېږي او د طالبان د هرات له ځايي مسوولانو غوښتنه شوې چې د منلو ظرفیت لوړ او د تګ راتګ بهیر چټک کړي.

دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي او هر ډول ځنډ یا خنډ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او ترانزیټ پر بهیر مستقیم اغېز وکړي.

طالبان وايي په تورخم کې یې ۵۲۵ میل وسلې او مهمات نیولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه په طورخم کې له پاکستان څخه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میل بېلابېلې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي. دوی زیاتوی دا وسلې له پاکستان څخه د راوښتو افغان کډوالو د کډو په دوو موټرو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ‏په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۲۷ زره فیره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله ام‌فور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټي‌ټي‌کوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
‏د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه تنه چې یو یې افغان او بل کس د پاکستان وګړی دی، نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

طالبانو تروسه په اړه څه نه دي ویلي، چې دا وسلې چاته او د څه لپاره لېږدول کېدې.

تراوسه پاکستان په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار د شنبې په ورځ، د کب په دویمه وویل چې یو موټر«فرونر» د کشم او تشکان ولسوالیو ترمنځ له سړک څخه واوښت او سیند ته ولوېد.

د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه د څلورو کسانو جسدونه له اوبو ایستل شوي او د پنځم کس د جسد د راایستلو هڅې روانې دي. د معلوماتو له مخې، د موټر ټوله سپرلۍ د ارگو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کشم ولسوالۍ کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی و. همداراز، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د همدې ولایت د ارغنجخواه په ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له کبله ۱۵کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پاکستان کابل ته د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر د سفر مخه نیولې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې سرحدي ساتونکو د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر کابل ته د سفر مخنيوی کړی دی. جمعیت علما اسلام له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او مشران یې د افغان طالبانو په وړاندې د اسلام اباد د پالیسیو منتقدین دي.

سرچینو په اسلام اباد کې د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې پاکستاني افسرانو د جمعیت علما اسلام د یوه مشر مفتي کفایت الله کابل ته د سفر کولو څخه منع کړی.

د سرچینو په وینا، هغه پلان درلود چې کابل ته سفر وکړي خو د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ودرول شو.

د جمعیت علما اسلام مشرانو مخکې هڅه کړې وه، چې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو دا هڅې ناکامې شوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ظاهري ډول خرابې شوې، چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو بریدونو شدت پیدا کړ.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې طالبان په دې تورن کړل چې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو بریدونو مخه نه نیسي.

په بیان کې ویل شوي چې پاکستان به نور زغم ونه وکړي او یاغیان به په هر ځای کې چې وي په نښه کړي.

په وروستیو اونیو کې، یو شمېر پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیتونو کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت: د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت وايي، چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوي او په ۷ پروژو کې یولړ تعدیلونه راغلي دي. په دې پروژو کې د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول هم شامل دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، د کب ۲مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې ۷ پروژې یې د تایید پرځای بیرته کرکتنې ته لېږل شوي دي څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو.

د طالبانو وینا دا پروژې د افغانستان د داخلي بودېجې څخه تمویلیږي.