د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مارياګنس اشترکزیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مارياګنس اشترکزیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.
نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»
د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»
دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.
د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم مخکې هم د ایران د پرېښودو سپارښتنه شوې وه، خو دا ځل یې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د الوتنو د احتمالي ځنډېدو له امله پر چټک وتلو ځانګړی ټینګار کړی دی.
دغه وزارت همداراز اعلان کړی، چې د سیمې د امنیتي ګواښونو له امله یې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۵۴هېوادونو کې خپلو وګړو ته سیمهییز امنیتي خبرداری ورکړی دی.
د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي، چې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې، په امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو کې هم د احتمالي ناڅاپي امنیتي پېښو، د ترهګریزو بریدونو او نورو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې له امله یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.
تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د ګمرک مشر غلام مصطفی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې یاد موټر له افغانستان نه پاکستان ته د راتګ پر مهال د تلاشي په ځای کې ودرول شوی او د پلټنې پر مهال څرګنده شوې چې دغه سپین زر په مهارت سره د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
چارواکي وایي، د نیول شویو سپینو زرو ارزښت شاوخوا ۴۸ میلیونه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، یاد بار وړونکی موټر د کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته رسولې وه او د بېرته راستنېدو پر مهال یې هڅه کوله دغه اندازه سپین زر په ناقانونه توګه پاکستان ته انتقال کړي. په دې تړاو موټر چلوونکی نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنې چې ټول ۵۸۹۸کسان کیږي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته په جبري توګه راستانه شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۳ کورنۍ چې شمیر یې ۴۵۶۷تنه و، د تورخم له لارې، ۱۲۴کورنۍ چې ۷۰۸تنه و، د سپین بولدک له لارې،۱۰۹ کورنۍ چې ۴۵۹تنه و، د ورېښمو پله له لارې، او ۱۷کورنۍ چې ۶۵تنه و، د اسلامکلا له لارېافغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بلخوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلاماباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ، ویلي چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي او وژل شوي کسانو زیاتره عام خلک دي، چې پکې ماشومان شتون لري.
بېنټ دغه څرګندونې په خپل ایکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو کارپوهانو د هغې اعلامیې په تړاو کړي، چې پکې په ایران کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د کچې په اړه د شفافیت او حساب ورکونې غوښتنه شوې ده.
بېنټ ټینګار کړی چې د ایران په اعتراضونو کې د نیول شویو او وژل شویو کسانو زیاتره عادي وګړي دي، چې پکې د ماشومانو ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو قومونو وګړي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې کسانو قومونه او مذهبي پس منظرونه بېلابېل دي.
نوموړي ویلي، اوس مهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران رسمي شمېرې د واقعیت سره سمون نه خوري او د کورنیو اندېښنې زیاتوي، ځکه کورنۍ تر اوسه پورې نه شي کولی خپل خپلوان ومومي.
بېنټ ټینګار کړی چې نیول شوي او وژل شوي کسان د افغانستان د ټولو ولایتونو دي او د ټولنې له بېلابېلو قومونو او مذهبونو سره تړاو لري، چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپاروي.