د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ایران په اعتراضونو کې افغانان هم وژل شوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو تایید کړې، چې د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو او نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان وګړي هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو تایید کړې، چې د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو او نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان وګړي هم شامل دي.

د دغو کارپوهانو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې که څه هم د افغان قربانیانو او نیول شویو دقیق شمېر نه دی خپور شوی، خو تایید شوې چې افغان وګړي هم د اعتراضونو د قربانیانو په ډله کې شامل دي.
کارپوهانو د شنبې په ورځ (کب ۲مه) ویلي، چې د ایران د سراسري اعتراضونو ډېری نیول شوي او وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې ماشومان هم پکې شامل دي. د اعلامیې له مخې، قربانیان د بېلابېلو قومي او مذهبي شالیدونو لرونکي وو، او افغانان هم د هغوی په منځ کې وو.
تر اوسه ایراني چارواکو د هغو افغانانو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې، چې د دغو اعتراضونو پر مهال وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له ایراني چارواکو غوښتي، چې د ټولو نیول شویو کسانو د برخلیک او د ساتنې د ځایونو په اړه معلومات خپاره کړي او د اعتراض کوونکو پر وړاندې د اعدام حکمونه او نورې سختې سزاوې ودروي.
دوی همداراز ویلي، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د نیول شویو کسانو کورنۍ لا هم نه دي توانېدلې چې خپل خپلوان په روغتونونو، توقیفځایونو یا عدلي طب مرکزونو کې ومومي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې په لنډه موده کې په ایران کې شاوخوا ۳۲زره کسان وژل شوي دي. ځینو نورو راپورونو دا شمېر تر دې هم لوړ بللی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱۱۷تنه تایید کړی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې د اعتراضونو د قربانیانو د حقونو خوندي کول او د شفافو پلټنو ترسره کول اړین دي، څو د قربانیانو کورنیو ته عدالت تأمین شي.