• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاوېد اختر: طالبان ظالمان دي او د هند عالمان دې د هغوی اصول‌نامه وغندي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو پر نوې اصول‌نامې سختې نیوکې کړې دي او هغوی یې "ظالمان" بللي. نوموړي د هند له مذهبي مشرانو غوښتي، چې د طالبانو نوي قوانین وغندي.

د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو نوې اصول‌نامې ته په غبرګون د هند پر دیني او مذهبي مشرانو غږ کړی، چې د افغان طالبانو نوي قوانان باید د سیاسي محصلحتونو په پام کې نیولو پرته وغندي.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «طالبانو په خپل نوي قانون کې د ښځو وهل په داسې شرط قانوني کړي چې هډوکي یې باید مات نه‌شي. د طالبانو په حکم که یوه ښځه د مېره له اجازې پرته د پلار کورته لاړه شي، په درې میاشتیني بند محکومېږي».

نوموړړي ویلي، چې د هند دیني او مذهبي مشران باید طالبانو ته هېڅ ډول اعتبار او درناوی ورنه‌کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو یادې کړنې د اسلام په نوم ترسره کېږي او عالمان باید په دې اړه چوپ پاتې نه‌شي.

جاوېد اختر طالبان «ظالمان» بللي او د هغوی پر وړاندې یې د نړۍوالو پر جدي دریځ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا یوه ۹۰ مخیزه جزايي اصول‌نامه توشیح شوه. په دغه اصول‌نامه کې داسې زاړه حکمونه شامل دي چې د جرم سزا د مجرم د "ازاد" یا "مريي" (غلام) توب پر بنسټ ټاکي.

جاوېد اختر پر داسې مهال له هندي عالمانو څخه د طالبانو د نویو قوانینو د غندلو غوښتنه کړې، چې څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د ستر دیوبند له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه او ګڼو هندي دیني عالمانو د یاد طالب وزیر تود هرکلی وکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان ومنله چې د افغانستان په ۷ سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو پر ۷ پټنځایونو هوایې بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د یوې اعلامیه په خپرولو سره په افغانستان کې د هوايي بریدونو ترسره کول تایید کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد هېواد هوايي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ترهګرو» پر ۷ پټنځایونو باندې هوايي بمبارۍ کړې دي.

پاکستان ویلي، چې یاد بریدونه یې د ټي‌ټي‌پي او داعش پر پټنځاینو کړې دي.

پاکستان ویلي، یاد بریدونه یې د هغو شواهدو پر بنسټ کړي چې ښیي په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو طراحان او ریښې په افغانستان کې وې.

په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان په یو غچ اخیستونکي ځواب کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو او داعش پر اوو ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري، دقیق او هدفمند بریدونه کړي دي».

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري او یاد بریدونه یې د غچ اخېستو په موخه کړې دي.

پاکستان ویلي، چې په افغانستان کې د «ترهګرو» د شتون او د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي په موخه یې په ځلونو له افغان طالبانو څخه غوښتنې کړې، خو طالبان د یادو ډلو په محار کې پاتې راغلي دي.

پاکستان یوځل په ټینګار سره له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د پاکستان پر ضد ډلو ته دې د افغانستان د خاورې استفاده کولو اجازه نه ورکوي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان وايي په تېره میاشت کې څه باندې ۱۰ کیلومتره مربع ساحه له ماینونو پاکه شوې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ماین پاکۍ له همکارو بنسټونو سره په همکارۍ یې په تېره سلواغې میاشت کې ۱۰ اعشاریه ۱۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او نورو ناچاودو توکو پاکه کړې ده. د یو شمېر هېواودالو په وینا، ډېری کشف شوي ماینونه د طالبانو په لاس جوړ شوي دي.

د دغې ادارې ویاند د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) ویلي، په تېره سلواغې میاشت کې یې د خلکو له لوري د معلوماتو له ورکړې وروسته ۶۹۰ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او له‌منځه وړي دي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې څه باندې ۱۳۴ زره کسانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو په تړاو معلومات ورکړل شوي او همداراز د ماینونو او ناچاودو توکو پيغام لرونکي څه باندې ۱۱۲ زره قرطاسیې هم وېشلې دي.

د ځايي خلکو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د ناچاودو ماینونو پېښې نږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ثبت شوې دي، خو د افغانستان انټرنشنل د پلټنو له‌مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په هغو ولایتونو کې دي چې د طالبانو د جګړو اصلي مرکزونه پاتې شوې دي. پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بدخشان او بادغیس په دې وروستیو کې د ناچاودو مرمیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.

دا هغه سیمې دي چې یا په‌کې له پخوانیو جګړو کارېدلې مرمۍ پاتې دي یا د طالبانو د جګړې سیمې وې او یا هم غرني او لرې پراته کلي لري، چې د ماین پاکانو لاسرسی ورته سخت دی.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو له‌مخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.

د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.

سرچینې: پاکستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر پنځو ځایونو بریدونه کړي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې پر پنځو ځایو هوايي بریدونه کړې دي.

سرچینو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو کې بریدونه وکړل او له یادو بریدونو وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د کوز بیار، مارکو شاوخوا سیمو تر څنګ د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې هم هوايي بریدونه کړې دي.

سرچینو ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تر ډېره په یادو بریدونو کې دیني مدرسي او د طالبانو نظامي پوستې په نښه کړې دي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د یادو هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په یادو بریدونو کې د مرګ‌ژوبله اړه هم تر اوسه له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان د دوو امنیتي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان پوځ په یوه اعلایمه کې ویلي چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ په بنو کې د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ځانګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا برید «د افغانستان له خاورې څخه په ګته اخیستنې» ترسره شوی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به په دې اړه هېڅ ډول زغم ونه ښيي او د پېښې له عاملانو به «هر چېرې چې وي» غچ واخلي.

طالبان وايي په هلمند او ننګرهار کې یې د نشه‌یي توکو د پروسس ۱۱ کارخونې له‌منځه وړې دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۰

طالبانو د هلمند په باغران او د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۱ کارخونې کشف او له‌منځه وړې دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس یاد شمېر کارخونې کشف کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په یادو کارخونو کې ۲۸۶۶ کیلو اومان، ۷۲۰ لیټره اېکسل مواد، ۸۰ لیټره تېزاب، ۱۳۰۵ کیلو سود مواد، ۲۸۰ لیټره ډیزل، ۱۲۰ کېلو مالګه، څلور ژرندې او نور مواد هم تر کشف وروسته له منځه وړي دي.

طالبانو دا نه ده څرګنده کړي چې د نشه‌يي توکو د کارخونو په تړاو یې څوک نیولي او که نه.

پر همدغه مهال ختیځ کې د طالبانو د خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې ده.

طالبانو ویلي، چې په یاده کارخونه کې یې ۵۲ کیلو شیشه، د اپینو خټه، چونه، نوشادر، ګچ، دوه شاجورونه او ۳۰ فیره مرمۍ هم نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې د نشه‌يي توکو د پروسس کارخونې په تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.

طالبانو په کونړ کې د ملا هبت‌الله د فرمانونو بنرونه پر بېلبورډونو ولګول

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې ریاست وايي، د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې یې د ملا هبت‌الله د۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو مهم پیغامونه په بېلبورډونو کې نصب کړل. دغه ریاست یاد فرمانونه د ټولنې د «سمون او پرمختګ» لامل ګڼي او وايي، تر دې وروسته به دا لړۍ لغمان او نورستان ولایتونو ته هم وغځېږي.

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له دغې چارې یې موخه دا ده، چې ولس په اسانه توګه خبر او پر «ارزښتونو» یې پوه شي.

دغه ریاست دغه چاره د ټولنې د «اصلاح»، د ناسمو دودونو د مخنیوي او د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او له خلکو غواړي چې په خپل ورځني ژوند کې یې رعایت کړي.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده ۱۷مه ګڼه فرمان د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او غېر ضروري لګښتونو د مخنیوي او ۲۰مه ګڼه فرمان د ښاري طرحو، نقشو، ښاري پلانونو او ودانیزو چارو د تنظیم په په تړاو صادر شوي دي.

ډېری افغانان په نیوکو سره وايي، د طالبانو دغه ډول فرمانونه یوازې پر عامو خلکو تطبیق کېږي او پر طالبانو او اړوندو کسانو یې نه‌عملي کېږي.

په دغو بنرونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د یوه فرمان «واده او په اړوندو چارو کې د رعایت وړ ټکي» لیکل شوي، «په زور، ګواښ او ډزو سره نکاح نه‌کېږي، بلکې دا جرم دی او مجرم محاکمو ته معرفي کېږي».

100%

په دغو یوه لګول شوي بېلبورډ کې لیکل شوي: «د واده زلمی به د واده مراسم امارتي موټر کې نه‌ترسره کوي». حال دا چې په ډېریو ودونو کې له دولتي موټرو استفاده کېږي او ځينې داسې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې طالبان په دولتي موټرونو کې د خپلو کورنیو لپاره خوراکي مواد هم لېږدوي.

د طالبانو د چارو ادارې ریاست یاد فرمانونه د «ټولنې د سمون او پرمختګ» لامل ګڼي.