د پاکستان پوځ: له افغانستان څخه هر ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي

د پاکستان پوځ وایي، چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي، چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ځانګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا برید «د افغانستان له خاورې څخه په ګته اخیستنې» ترسره شوی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به په دې اړه هېڅ ډول زغم ونه ښيي او د پېښې له عاملانو به «هر چېرې چې وي» غچ واخلي.
د پوځ په وینا، وسلهوال چې «خوارج» بلل شوي، لا هم د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د پاکستان دننه بریدونه کوي او ادعا شوې، چې طالبان د دغو ډلو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی، چې له امله یې یو ډګروال او یو سرتېری وژل شوي دي. وژل شوي کسان ډګروال شهزاده ګل فراز (۴۳کلن) او سرتېری کرامتشاه (۲۸کلن) ښودل شوي، چې دواړه د پېښور اوسېدونکي وو.
د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په دغې نښته کې پنځه تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي هم وژل شوي دي، خو د ټپیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.
تر اوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دې تازه اعلامیې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې وې، چې ګواکې د ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپالو وسلهوال د افغانستان په خاوره کې حضور لري.