• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنټ: د ایران په لاریونونو کې نیول شوي او وژل شوي افغانان عام خلک دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ، ویلي چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي او وژل شوي کسانو زیاتره عام خلک دي، چې پکې ماشومان شتون لري.

بېنټ دغه څرګندونې په خپل ایکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو کارپوهانو د هغې اعلامیې په تړاو کړي، چې پکې په ایران کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د کچې په اړه د شفافیت او حساب ورکونې غوښتنه شوې ده.

بېنټ ټینګار کړی چې د ایران په اعتراضونو کې د نیول شویو او وژل شویو کسانو زیاتره عادي وګړي دي، چې پکې د ماشومانو ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو قومونو وګړي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې کسانو قومونه او مذهبي پس منظرونه بېلابېل دي.

نوموړي ویلي، اوس مهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران رسمي شمېرې د واقعیت سره سمون نه خوري او د کورنیو اندېښنې زیاتوي، ځکه کورنۍ تر اوسه پورې نه شي کولی خپل خپلوان ومومي.

بېنټ ټینګار کړی چې نیول شوي او وژل شوي کسان د افغانستان د ټولو ولایتونو دي او د ټولنې له بېلابېلو قومونو او مذهبونو سره تړاو لري، چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپاروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غور کې د یو شمیر ښوونځیو او دیني مدرسو د بیا رغونې خبر ورکړی

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰

غور کې د طالبانو پوهنې ریاست وایي، چې روان کال یې د ۱۹ښوونځیو او درې دیني مدرسو د بیا رغونې چارې بشپړې کړې دي. د یاد ریاست په وینا، د دوو نورو ښوونځیو د بیا رغونې کار هم ۴۰ سلنې ته رسېدلی دی.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز پر دیني مدرسو، جوماتونو او مذهبي بنسټونو کړی دی.

خو له دې سره هم‌مهاله، نړیوالو او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د دیني مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده. د هغوی په باور، د دغو مدرسو بې‌کچې پراختیا کولای شي افراطیت ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي وو چې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ زرو ډېرې دیني مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا، شاوخوا دوه نیم میلیونه زده‌کوونکي په دغو مدرسو کې دیني زده کړې کوي.

یونسف: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ماشومان له سخت ژمي او خوارځواکۍ سره مخ دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونسف) وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول نوریستان کې، ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي. یونسف ټینګار کوي چې د ماشومانو د ژغورنې او د ژمي د سختو شرایطو د مهار لپاره بېړنۍ او پراخې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

یونسف په ایکس لیکلي، په نوریستان ولایت کې ژمي د ښکلا له پلوه بې‌ساری دي، خو د ډېرو کورنیو لپاره ژوند د ژغورنې په مبارزه بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي: «موږ غواړو ټول ماشومان دلته دومره قوي شي چې د دې سخت ژمي له ستونزو سر پورته کړي. د دې لپاره یونسف نوره نړیواله مرسته غواړي.»

اداره زیاتوي چې په لرې پرتو سیمو کې ماشومان او کورنۍ د ژمي سختیو او سختې لوږې سره مخ دي او ډېر ماشومان د شدید کم‌خوراکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د ایکس په دغه پوسټ کې راغلي چې، یونسف هڅه کوي چې د دغو ماشومانو د روغتیا او ژوند ژغورنې لپاره عاجلې مرستې برابرې کړي، خو د دې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

طالبان وایي، د معیار او کیفیت ادارې ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته ګرځولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو معیار او کیفیت اداره وایي چې د کورني بازار د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو ساتنې په موخه یې د فراه بندر له لارې ۴۶ټنه بې‌کیفیته ګاډر اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره سم نه وه، بېرته صادرونکي هېواد ته استولې.

دغه ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ټول توکي د هراړخیزې څېړنې او د کیفیت د دقیق کنټرول له لارې معاینه شوي وو. چارواکي ټینګار کوي چې په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت څارنه په شفافه، منظمه او جدي توګه ترسره کېږي او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي به هېڅکله اجازه نه شي چې کورني بازار ته ورننوځي.

په خبرپاڼه کې، د طالبانو معیار او کیفیت ادارې ندي ویلي چې یاد ګاډر له کوم هېواد راوړل کیدل.

په خپرپاڼه کې، د معیار او کیفیت ادارې له سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه په بشپړ ډول رعایت کړي او د سالم، باکیفیته او خوندي بازار په رامنځته کولو کې خپله ټولنیز او دیني مسوولیت ادا کړي.

سوېډن او صربستان له خپلو وګړو غوښتي چې سمدستي له ایرانه ووځي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۷ GMT+۰

د سوېډن او صربستان د بهرنیو چارو وزارتونو د سیمې وروستیو بدلونونو له امله له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.

د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا ام سټینرګارد ویلي چې په ایران او سیمه کې وضعیت «ناڅرګند او بې‌باوره» دی او ټینګار یې کړی چې د دوی وزارت لا هم سپارښتنه کوي چې ایران ته له هر ډول سفر څخه ډډه وشي.

هغې له هغو سوېډني وګړو چې اوس مهال په ایران کې دي، وغوښتل څو ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

د صربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د امنیتي حالت د خرابېدو د خطر له امله، ټولو هغو وګړو ته چې دا مهال په ایران کې حضور لري، سپارښتنه کېږي چې ژر تر ژره ووځي.

طالبان وایي په بیلابیلو ولایتونو کې یې زرګونه تاریخي اثار ثبت او پیژندلي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي موزیم مسوولین وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې زرګونه قلمه تاریخي اثار پیژندلي او ثبت کړي.دوی همداراز وایي چې په بیلابیلو ولایتونو کې یې نندارتونونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ملي موزیم د یوې برخې امر عین‌الدین صداقت ویلي، چې د موزیم مسوولینو د تاریخي اثارو د پېژندنې، ثبت او ترمیم په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او همدا راز یې شمېر ولایتونو کې د تاریخي اثارو نندارتونونه جوړ کړي دي.

صداقت زیاته کړې چې هڅه کوي په هغو ولایتونو کې هم موزیمونه جوړ کړي چې تر اوسه موزیم نه لري.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۳ زره تاریخي اثار له بېلابېلو سرچینو څخه د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.