پاکستان پر پکتیکا هوايي برید وکړ

سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې څو شېبې مخکې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي. سرچینې زیاتوي، په دغو بریدونو کې په یاده ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه په نښه شوې ده. پاکستاني چارواکو او طالبانو تراوسه په دې اړه څهنهدي ویلي.
تر اوسه د دغو بمباریو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی وو، چې تر روژې مخکې به پر افغانستان برید وکړي.
